• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رینا امیري:د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، دا په نورو هم اغېز کوي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د زده‌کړو پر وړاندې د طالبانو انګېرنې او پلمې هم په کور د ننه هم په سیمه او نړۍ کې ردې شوې دي.

رینا امیري د نجونو په نړۍواله ورځ افغان نجونو ته ویلي:« د زړه له تله خواشینې یم، چې طالبان ستاسو زده‌کړو لپاره کورنۍ او نړۍوالې غوښتنې نه مني؛ تاسو له خپلو هیلو او افغانستان له ښه راتلونکي بې برخې کوي؛ خو مه نهیلې کېږئ. »


هغې زیاته کړې:« تاسو چې د زده‌کړو په ګډون د خپلو حقونو دفاع کوئ، موږ به له ټولو شونو لارو ستاسو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

رینا امیري د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نده. دوی هغه ګواښوونکې بېلګه جوړوي، چې دا به په نورو هم اغېز وکړي او هرچیرې به د ښځو او نجونو حقونه وګواښي.

هغې لیکلي:«د طالبانو د ارتجاعي تګلارو په وړاندې درېدل، زموږ ټولو په ګټه ده.»


د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په خپل اېکس پاڼه د نجونو په نړۍواله ورځ لیکلي:« ‏په دې ورځ موږ باید د هغو مېلیونونو افغان نجونو یادونه وکړو، چې په افغانستان کې له بوږنونکي ځپلتیا سره مخامخې دي، چې په نړۍ کې يې ساری نه دی لیدل شوی.»

ښاغلي وېسټ لیکلي:« ‏د نړۍ. بل هیڅ ځای کې له منځني او ثانوي زده‌کړو زده‌کوونکې نه دي بې برخې شوې، چې دا پر رواني روغتیا، کورنیو، ټولنې او اقتصادي ژوندانه ویجاړوونکي اغېزې لري.»


هغه وایي:« ‏طالبان د دغو ځپلو مسوول دي. نړۍواله ټولنه باید د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، د هغوی غږ واوري او بدرګه یې کړي.»

تر دې وړاندې طالبانو د نجونو په کور دننه او بهر د نجونو زده‌کړو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو اجازه نلري.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو ویاند وايي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ پیسې نه شته

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۵ GMT+۱
د ملګرو ملتونو ویاند وايي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ پیسې نه شته
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو په استولو کې د ځنډ په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې، دغه سازمان د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د تلې په ۱۷مه اعلان وکړ چې دغه سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خبري آژانس د خبر له مخې، د دغو پيسو د کارولو بهير د تلې مياشتې له ١٧مې نېټې څخه پيل شوى دى.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله مریم رحمتي وايي، د راپورونو له مخې ملګري ملتونه لا هم د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزله ځپلو د اړتیاوو په اړه څېړنې کوي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې له ښاغلي دوجاریک څخه وغوښتل چې دغه مرستې به کله خلکو ته ورسیږي.

د ګوتریش ویاند وویل: «زموږ کارکوونکي د اړتیاوو چټکه څیړنه کوي ترڅو مالومه کړي چې څه ته اړتیا ده، موږ په افغانستان کې کومې اسانتیاوې لرو او څه ته اړتیا لرو چې له بهر څخه یې راوړو.»

دوجاریک په افغانستان کې د مرستو لړۍ «ډیره ننګونکې وبلله» او زیاته یې کړه چې، «د افغانستان لپاره د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره زموږ د غوښتنو سره سره، لکه د نورو سیمو په څېر، موږ ته اړینې مالي سرچینې نه دي چمتو شوي، خو له دې سره موږ هڅه کوو چې د امکان تر حده له خلکو سره مرستې وکړو.»

د ملګرو ملتونو تر څنګ جرمني او اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې د هرات زلزله ځپلو سره به د نږدې ۹ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د تخار د سرو زرو په یوه کان کې درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپی دی

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۱ GMT+۱
د تخار د سرو زرو په یوه کان کې درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپی دی
100%

په تخار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سره زرو په یوه کان کې د کان د نړېدو له امله درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نن چهارشنبه (د تلې ۱۹مه) د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په حمور ساي کلي کې درې د سرو زرو کان کندونکي د کان د نړېدو له امله مړه شوې دي.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې د سرو زرو کان د نړېدو علت خپلسرې او غېر مسلکي کندنه وه او که کومه بله پېښه رامنځته شوې ده.

بل خوا د تخار د ولایتي روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دغې پېښې څخه ورته یو ټپي هم ور وړل شوی دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان ګڼ کانونه په قراردادونو ورکړي دي، د کانونو متخصصین بیا نیوکه کوي، چې په یادو کانونو کې اکثره کندونکي غیرمسلکي خلک دي، چې کوچنۍ تېروتنه یې د مرګ یا ټپي کېدو سبب کېدلی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې ایران ته د افغانانو د ناقانونه راتګ مخه ونیسي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۷ GMT+۱
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې ایران ته د افغانانو د ناقانونه راتګ مخه ونیسي
100%

د ایرنا د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګریو عمومي مشر نن د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلي چارو له مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي. په دې لیدنه کې ایران له طالبانو غوښتي، چې ایران ته د افغانانو د غیرقانوني راتګ مخه دې ونیسي.

نوموړي په تهران کې د دواړو هېوادونو د ګډې قونسلګرۍ د غونډې د محورونو په اړه راپور وړاندې کړی.

په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت مرستيال قونسل بیکدلي څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي مسايلو په باب د منظمو غونډو دترسره کولو هرکلى او ملاتړ کوي.

هغه وويل: "له افغانستان څخه هيله لرو، چې ايران ته د خپلو اتباعو د ناقانونه تګ - راتګ مخه ونيسي ترڅو د قانوني تګ راتګ په برخه کې همکاري پیاوړې شي".

بیکدلي د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو د سترې لېوالتیا په پام کې نیولو سره د افغان زیارت کوونکو د راستنېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

‏ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۱۹مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې له ايرانه تر درې زرو زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

‏دغه وزارت لیکلي، چې له ايرانه درې زره او ۱۴۰ تنه افغان کډوال د (تلې په ۱۸مه) په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.

د کډوالو د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې، چې په دې وروستیو کې دغه هېواد اعلان وکړ چې له دې وروسته به ناقانونه کډوال له خپلو هېوادونو باسي.

سرچینه: طالبانو په هرات کې د پاکستاني ډاکټرانو الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۲ GMT+۱
سرچینه: طالبانو په هرات کې د پاکستاني ډاکټرانو الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې
100%

په پاکستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو هغې الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه کړه، چې پکې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پاکستاني ډاکټران راغلي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان د ډاکټرانو لس کسيزه ډله د هرات د زلزلې د قربانيانو د درملنې لپاره دغه ښار ته تللې وه؛ خو طالبانو يې مخه ونيوله.

سرچينې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٩مه) وويل، چې په دې ډله کې عمومي جراحان، د ارتوپيدي جراحان او نرسان شامل وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

د افغانستان د روغتیايي پاملرنې سیسټم چې په عمده توګه په بهرنیو مرستو تکیه کوي، د مالي سرچینو او روغتیایي پرسونل له کمښت سره مخ دی.

ایران یو له لومړنیو هېوادونو څخه و، چې د زلزلې ځای ته یې خپل ژغورونکي واستول. د ایران سرې میاشتې ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سیمو ته د نورو طبي مرستو د استولو لپاره چمتو دي.

په هرات کې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د زلزلې له امله زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه لا هم ورک دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

دغه راز د چهارشنبې په ورځ هم د شنبې د ورځې په شان یوې بلې زلزلې د افغانستان لویدیځ ولړزاوه. ځايي سرچينې وايي، چې د تېرې ورځې د زلزلې له امله د هرات حوزوي روغتون ته لسګونه ټپيان ور وړل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي ماموریت د یوه کال لپاره وغځېد

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۱
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي ماموریت د یوه کال لپاره وغځېد
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

په سویس کې د افغانستان سفیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان او چین د دغه پرېکړه لیک له تصویب سره مخالفت وکړ، خو د رایې ورکولو غوښتنه یې ونه کړه.

دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٩مه) له رايې ورکولو پرته تصويب شو.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزي دفتر کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د ښاغلي بېنېټ ماموریت له ډېر ځواک سره د یو بل کال لپاره وغځول شو».

په سویس کې د افغانستان سفیر د ښاغلي بېنېټ د ماموریت د پرېکړه لیک تصویب په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د فعالیتونو سره ضمیمه کړی.

ښاغلي اندېشه زیاته کړه:«زموږ ډېپلوماسي لا ژوندۍ ده. له خپلو همکارانو، اروپايي ټولنې او ټولو هغو هېوادونو مننه کوم چې همکاري یې کړې ده.»

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنې وړ وضعیت په اړه د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې وه.

دغه پرېکړه ليک د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په ګډون د امريکا، برېتانيا، جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو په ملاتړ تصويب شو.