• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې په جبري ډول د ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو ویستل ودروي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر پاکستان غږ کړی، چې په سمدستي ډول دې له دغه هېواده د ۱،۴ میلیونو افغان کډوالو د شړلو پروسه ودروي. دغې ډلې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت پر چلند اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه کارپوهانو ویلي، چې د پاکستان د حکومت دا ډول اقدامات به ۱،۴ میلیونه وګړي اغېزمن کړي، چې له ډلې یې ګڼ شمېر د بشري حقونو د جدي اندېښنو له امله پاکستان ته کډوال شوي دي.

د کارپوهانو دغه ډله په پاکستان کې د افغان کډوالو، مېرمنو، ماشومانو او نورو اقشارو د بېرته ستنېدو د ګواښ په اړه اندېښنه ښيي او زیاته کړې یې ده، چې دوی په خپل هېواد کې له جدي بشري زیان سره مخ کېدونکي دي.

کارپوهانو وویل: "موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې ډله ییز اخراج او د جبري بېرته ستنولو مخه دې ونیسي."

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله زیاتوي، چې جبري شړل او ښکاره شکنجې د بشري حقونو سره په ټکر او د موجوده کنوانسینونو د نه رعایت په معنا ده: “پاکستان د دغو کنوانسیونونو غړی هېواد دی او باید عملي یې کړي”.

دوی د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، چې له مخې یې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال نیول کیږي، ظالمانه چلند ورسره کیږي او په زور بېرته ستنیږي.

د پاکستان حکومت تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۲۳مه) د خبري کنفرانس پر مهال د افغان کډوالو په اړه وویل:”زه بیا غواړم ووایم هغه کسان چې قانوني اسناد ولري د هغوی لپاره په پاکستان کې د اوسېدو هېڅ ستونزه نه شته. هغوی کولای شي چې په پاکستان کې ژوند وکړي”.

پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو لپاره د روانې میلادي میاشتې تر وروستۍ نېټې د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

همدارنګه د پاکستان له لوري په ځینو ایالاتونو کې په جبري توګه افغان کډوال نیول کیږي او بندیان کیږي.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د زور زیاتي په اړه طالبانو هم غبرګون ښودلی او یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو پاکستانی لوري د افغان کډوالو سره د روان چلند د نه زغمولو یاد کړ.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

ناپېژانده وسلوالو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وژلی

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۱
ناپېژانده وسلوالو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وژلی
100%

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند شاکرالله ساپي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې ناپېژاندو وسلوالو په جلال اباد کې نن سې شنبه ( د تلې ۲۴مه) د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال اغا محمد رودوال وژلی دی.

نوموړی وايي، چې رودوال ماښام مهال د جلال اباد ښار د مخابراتو او تالاشۍ څلورلاري تر منځ په خپل دفتر کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې وسلوال څوک وو او ولې یې نوموړی وژلی دی.

د ساپي په خبره، چې نوموړی د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مرستیال سربېره سوداګري هم کوله.

د جلال اباد د سیمه ییز روغتون یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د پېښې له سیمې ورته د نوموړي جسد ور وړل شوی دی.

تر اوسه په ننګرهار کې ځايي طالبانو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلوالو یو سیمه ییز سوداګر په ډزو وژلی و.

د اسراییل پوله څارونکي: قوماندانانو د حماس د مشکوکو کړنو په اړه زموږ خبر له پامه غورځولی و

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱
د اسراییل پوله څارونکي: قوماندانانو د حماس د مشکوکو کړنو په اړه زموږ خبر له پامه غورځولی و
100%

د اسراییل یو شمېر سرحدي څارونکو ویلي، چې دوی په وار - وار خپلو قوماندانانو ته پر پوله د غیر عادي پېښو په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو دوی پرې سترګې پټې کړې وې. د دې خبرتیاوو په ځواب کې د پوځ قوماندانانو ویلي وو، چې حماس «یوه کوڅه ډبه ډله ده؛ هېڅ کار نه شي کولې".

د «این-۱۲» رسنۍ د راپور له مخې؛ دغو پوله څارونکو ویلي، چې دوی د پولې بلې غاړې ته د حماس ډلې د تمرینونو شاهدان وو، چې ښيي دوی د یوه مهم عملیاتو لپاره چمتوالی نیوه.

یوه څارونکي اسراییلي رسنۍ این-۱۲ ته وویل: «د هر څه له پېښېدو مخکې ما ځینې خلک له نقشې سره ولیدل. هغوی حصار ته کتل او اشارې یې کولې. پام مې شو چې د هغوې جبهه بیله معلومیده، ما حتا د خپل څنګ سړي سره ټوکه وکړه چې واوره، دوی زموږ په پوسته برید کوي».

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې ما لیدل عادي نه وو. دوی زموږ د سترګو په وړاندې تمرین او چمتووالی نیوه، جالبه وه. موږ دوی داسې لیدل لکه این - ۱۲ چینل چې ګورو. عجیبه وه چې دوی تمرین کاوه».

دغو اسراييلي مامورینو دا هم وويل، چې د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره يې د حماس ډلې له فعاليتونو څخه فلم اخیستی؛ خو قوماندانانو ورته ویلي وو، چې داسې څه نه شته. دوی بزګران دي او خپل کارونه کوي».

د پولې کنټرول کوونکي دغه مامور وويل: «موږ پېښې ته کتل او ويل مو چې یوه ورځ به دا پېښیږي. د کوم څه په اړه چې موږ دومره بې تفاوته یو».

دغو مامورینو وویل، چې د دوی د خبرداریو سره - سره د دوی قوماندانانو د دوی اندېښنې بې بنسټه وبللې او ویې ویل: «حماس یو موټی غله دي. هېڅ نه شي کولی».

د فرانسې ورځپاڼې فیګارو هم د مصر د یوې استخباراتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې څو - څو ځله اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې حماس د یوه مهم کار تیاری نیسي؛ خو اسراییل لوري دغو خبرداریو ته چندان پام ونه کړ.

په ډيلي کې د "سید جمال الدین افغان" ښوونځی د مالي ستونزو له امله وتړل شو

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱
په ډيلي کې د "سید جمال الدین افغان" ښوونځی د مالي ستونزو له امله وتړل شو
100%

د هند د پلازمېنې ډیلي په بهوګل ښارګوټي کې د سید جمال الدین افغان ښوونځی د مالي ستونزو له امله وتړل شو. له کلونو راهیسې د دغه ښوونیز مرکز مالي ملاتړ د افغانستان حکومت کاوه، مګر د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته دغه ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ و او اوس په بشپړ ډول وتړل شو.

د جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو واک ته په رسېدو سره دا ملاتړ بند شو.

په هند کې د افغانستان سفارت چې د دې مرستو په تنظیم کې یې مهم رول لاره هم له ملاتړه لاس په سر شوی.

هندي رسنیو په هند کې د افغان ټولنې مرستیال محمد قیس ملک زاده په حواله ویلي، چې دغه ښوونځی له بد اقتصادي ستونزو سره مخ و او نور یې نه شو کولی، چې فعالیت وکړي.

هغه زیاته کړه: «کله چې زموږ سفارت دلته خلاص و، زموږ له ښوونځي سره د هند د حکومت له خوا هم مرسته کېده؛ خو اوس هېڅ کوم ملاتړی نه شته، شپږ یا اوه میاشتې کیږي چې ښوونکو معاشونه نه دي اخیستي».

هغه وویل، چې د ستونزې د حل لپاره یې په هند کې د افغانستان سفارت څخه مرسته وغوښته؛ خو غږ یې چا وانه ورېد.

هغه تاکید وکړ، چې په افغان سفارت کې د فساد له امله ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ شو.

نوموړي وویل: «د ښوونکو معاش ۲۵۰۰۰څخه زیات و، خو ښوونکو ته یې یوازې ۱۰۰۰۰ ورکولې. د ښوونځي کرایه ۱۱۰۰۰۰ وه، چې دوی له درېیو میاشتو نه وه ورکړې».

ملک زاده زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې دوی مجبور شول، چې ښوونځی وتړي او د ښوونکو دندې هم وځنډوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم را واخلو خو د نظر په اخیستو ونه توانېدو.

د هند حکومت هم تر اوسه د دغه ښوونځي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سید جمال الدین افغان ښوونځی له اوږدې مودې راهیسې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د افغاني زده کړو یو ښوونیز مرکز و، له تړل کېدو سره یې نېږدې ۲۰۰ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شول.

دا ښوونځی په ۱۹۹۴ لمریز کال کې د هند او افغانستان د حکومت په یوه ځانګړي تفاهم جوړ شو.

د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو سرپرست: امریکا افغانستان ته بربریت او بې حیایي راوړې وه

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۱
د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو سرپرست: امریکا افغانستان ته بربریت او بې حیایي راوړې وه
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري وايي، چې په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې میلیونونه کسان په نشه یي توکو اخته شوي وو او امریکا دغه هېواد ته بې حیایي راوړې وه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې نوموړي په دایکنډي کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې امریکا په افغانستان کې تېر شل کاله له نشه يي توکو سره دروغجن شعارونه ورکړي.

د ملا نوري په خبره، چې د امریکا په موجودیت کې له بل هر وخته زیات د نشه یي توکو کښت، قاچاق او استعمال زیات شوی و.

هغه زیاته کړه: “امریکا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته غربي ډېموکراسي، بربریت او بې حیايي راوړې ده”.

هغه دا نه دي ویلي، چې افغانستان ته څه ډول بې حیايي راغلې وه؟ خو پر پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته یو شمېر طالب مشرانو ویلي وو، چې دوی د بې حجابۍ له امله دغه بندیزونه لګولي دي.

د نړۍوالې ټولنې او ګانډیو هېوادونو له خوا د ټولګډونه حکومت د غوښتنو په غبرګون نوموړي ویلي، چې د دوی اداره یوازې د طالبانو اړوند نه ده.

هغه وویل: “ دا د طالب حکومت نه دی، دا د یوه وزارت حکومت نه دی، دا د یوه قوم حکومت نه دی، دا د یوه ولایت او یوې سیمې حکومت نه دی، بلکې دا د افغانستان د ټولو قومونو ګډ حکومت دی”.

خو په ورته وخت کې په ټولو دولتي ادارو کې د طالبانو او ملایانو تقرر ګڼې نیوکې راپورته کړي او نیوکګر وايي، چې طالبانو ټولې لوړې دولتي چوکۍ ملایانو ته ورکړي دي.

له دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د خپل ولایتي سفرونو په جریان کې ویلي وو، چې دوی به د نړۍوالې ټولنې فشارونو او غوښتنو ته تسلیم نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په وروستي ځل په روسیه کې یوې غونډې ته وویل، چې دوی له نړۍ سره تعامل غواړي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې وه، چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.

ځايي سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې مېرمنې د جلغوزو د پروسس په کارخانه کې له کاره منع کړې

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۱
ځايي سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې مېرمنې د جلغوزو د پروسس په کارخانه کې له کاره منع کړې
100%

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د جلال اباد ښار د هډې فارم په سیمه کې هغه مېرمنې له کاره منع کړې، چې د جلغوزو د سپړلو په پروسس کې پر کار کولو بوختې وې.

د ننګرهار د وچې میوې اتحادې سرچېنو ویلي، چې دغه مېرمنې د امربالمعروف له خوا له کاره منع شوې دي.

د ننګرهار د وچې میوې اتحادې یوې سرچینې نن سې شنبه (د تلې په ۲۴مه ) افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل چې طالبانو نن سهار هغه میرمنې له کاره منع کړې، چې له کلونه راهیسې د جلغوزو د غوټو د سپړلو په پروسه کې پر لاس مزدورۍ اخته وې.

100%

دغو مېرمنو چې شمېر یې څلور سوه تنو ته رسیږي د خپلې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله لاس مزدوري کوله.

ځايي سرچینې وویل؛ یوه مېرمنه چې د خپل خاوند سره د جلغوزو د غوټو د سپړلو ځای ته د کار لپاره راغلې وه، طالب وسلوال یې مخنوی وکړ، چې میرمنې له دې وروسته نه شي کولی کار وکړي.

د ننګرهار له یو شمېر ولسوالیو څخه راټول شوي جلغوزي د جلال اباد ښار په څنډه کې د هډې فارم په نامه سیمه کې په يوه تش ډاګ اچول کېږي؛ څو غوټې يې د لمر په وسيله ښې وچې شي او جلغوزي په اسانۍ ترې را ویستل شي.

په دې سره سلګونه بېوزلو ښځو ته د کار موقع په لاس ورځي، چې د یو څو پیسو په پېدا کولو سره د ژمي لپاره د سون او خوراکي توکي برابر کړي.

ځايي سرچینې وايي؛ د طالبانو دا کار به د ګڼو بېوزلو ښځو ژوند لاپسې نور هم سخت کړي.

په ننګرهار کې طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو سره دغې ډلې د ښځو او نجونو له زده کړو او کار کولو څخه منع کړي دي.

د طالبانو دغه محدویتونو ډېری افغانان اړ کړي دي، چې له افغانستان څخه وځي او په بهرنیو هېوادونو د کډوالۍ ژوند ته مخ کړي.

په ورته وخت کې په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دواړو هېوادونو اعلان کړی، چې ناقانونه کډوال به وباسي او هېڅوک نه شي کولی، چې پرته له اسنادو په دغو هېوادونو کې ژوند وکړي.