• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناپېژانده وسلوالو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وژلی

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۸ GMT+۱

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند شاکرالله ساپي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې ناپېژاندو وسلوالو په جلال اباد کې نن سې شنبه ( د تلې ۲۴مه) د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال اغا محمد رودوال وژلی دی.

نوموړی وايي، چې رودوال ماښام مهال د جلال اباد ښار د مخابراتو او تالاشۍ څلورلاري تر منځ په خپل دفتر کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې وسلوال څوک وو او ولې یې نوموړی وژلی دی.

د ساپي په خبره، چې نوموړی د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مرستیال سربېره سوداګري هم کوله.

د جلال اباد د سیمه ییز روغتون یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د پېښې له سیمې ورته د نوموړي جسد ور وړل شوی دی.

تر اوسه په ننګرهار کې ځايي طالبانو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلوالو یو سیمه ییز سوداګر په ډزو وژلی و.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

په ډيلي کې د "سید جمال الدین افغان" ښوونځی د مالي ستونزو له امله وتړل شو

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱
په ډيلي کې د "سید جمال الدین افغان" ښوونځی د مالي ستونزو له امله وتړل شو
100%

د هند د پلازمېنې ډیلي په بهوګل ښارګوټي کې د سید جمال الدین افغان ښوونځی د مالي ستونزو له امله وتړل شو. له کلونو راهیسې د دغه ښوونیز مرکز مالي ملاتړ د افغانستان حکومت کاوه، مګر د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته دغه ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ و او اوس په بشپړ ډول وتړل شو.

د جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو واک ته په رسېدو سره دا ملاتړ بند شو.

په هند کې د افغانستان سفارت چې د دې مرستو په تنظیم کې یې مهم رول لاره هم له ملاتړه لاس په سر شوی.

هندي رسنیو په هند کې د افغان ټولنې مرستیال محمد قیس ملک زاده په حواله ویلي، چې دغه ښوونځی له بد اقتصادي ستونزو سره مخ و او نور یې نه شو کولی، چې فعالیت وکړي.

هغه زیاته کړه: «کله چې زموږ سفارت دلته خلاص و، زموږ له ښوونځي سره د هند د حکومت له خوا هم مرسته کېده؛ خو اوس هېڅ کوم ملاتړی نه شته، شپږ یا اوه میاشتې کیږي چې ښوونکو معاشونه نه دي اخیستي».

هغه وویل، چې د ستونزې د حل لپاره یې په هند کې د افغانستان سفارت څخه مرسته وغوښته؛ خو غږ یې چا وانه ورېد.

هغه تاکید وکړ، چې په افغان سفارت کې د فساد له امله ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ شو.

نوموړي وویل: «د ښوونکو معاش ۲۵۰۰۰څخه زیات و، خو ښوونکو ته یې یوازې ۱۰۰۰۰ ورکولې. د ښوونځي کرایه ۱۱۰۰۰۰ وه، چې دوی له درېیو میاشتو نه وه ورکړې».

ملک زاده زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې دوی مجبور شول، چې ښوونځی وتړي او د ښوونکو دندې هم وځنډوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم را واخلو خو د نظر په اخیستو ونه توانېدو.

د هند حکومت هم تر اوسه د دغه ښوونځي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سید جمال الدین افغان ښوونځی له اوږدې مودې راهیسې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د افغاني زده کړو یو ښوونیز مرکز و، له تړل کېدو سره یې نېږدې ۲۰۰ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شول.

دا ښوونځی په ۱۹۹۴ لمریز کال کې د هند او افغانستان د حکومت په یوه ځانګړي تفاهم جوړ شو.

د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو سرپرست: امریکا افغانستان ته بربریت او بې حیایي راوړې وه

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۱
د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو سرپرست: امریکا افغانستان ته بربریت او بې حیایي راوړې وه
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري وايي، چې په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې میلیونونه کسان په نشه یي توکو اخته شوي وو او امریکا دغه هېواد ته بې حیایي راوړې وه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې نوموړي په دایکنډي کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې امریکا په افغانستان کې تېر شل کاله له نشه يي توکو سره دروغجن شعارونه ورکړي.

د ملا نوري په خبره، چې د امریکا په موجودیت کې له بل هر وخته زیات د نشه یي توکو کښت، قاچاق او استعمال زیات شوی و.

هغه زیاته کړه: “امریکا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته غربي ډېموکراسي، بربریت او بې حیايي راوړې ده”.

هغه دا نه دي ویلي، چې افغانستان ته څه ډول بې حیايي راغلې وه؟ خو پر پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته یو شمېر طالب مشرانو ویلي وو، چې دوی د بې حجابۍ له امله دغه بندیزونه لګولي دي.

د نړۍوالې ټولنې او ګانډیو هېوادونو له خوا د ټولګډونه حکومت د غوښتنو په غبرګون نوموړي ویلي، چې د دوی اداره یوازې د طالبانو اړوند نه ده.

هغه وویل: “ دا د طالب حکومت نه دی، دا د یوه وزارت حکومت نه دی، دا د یوه قوم حکومت نه دی، دا د یوه ولایت او یوې سیمې حکومت نه دی، بلکې دا د افغانستان د ټولو قومونو ګډ حکومت دی”.

خو په ورته وخت کې په ټولو دولتي ادارو کې د طالبانو او ملایانو تقرر ګڼې نیوکې راپورته کړي او نیوکګر وايي، چې طالبانو ټولې لوړې دولتي چوکۍ ملایانو ته ورکړي دي.

له دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د خپل ولایتي سفرونو په جریان کې ویلي وو، چې دوی به د نړۍوالې ټولنې فشارونو او غوښتنو ته تسلیم نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په وروستي ځل په روسیه کې یوې غونډې ته وویل، چې دوی له نړۍ سره تعامل غواړي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې وه، چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.

ځايي سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې مېرمنې د جلغوزو د پروسس په کارخانه کې له کاره منع کړې

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۱
ځايي سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې مېرمنې د جلغوزو د پروسس په کارخانه کې له کاره منع کړې
100%

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د جلال اباد ښار د هډې فارم په سیمه کې هغه مېرمنې له کاره منع کړې، چې د جلغوزو د سپړلو په پروسس کې پر کار کولو بوختې وې.

د ننګرهار د وچې میوې اتحادې سرچېنو ویلي، چې دغه مېرمنې د امربالمعروف له خوا له کاره منع شوې دي.

د ننګرهار د وچې میوې اتحادې یوې سرچینې نن سې شنبه (د تلې په ۲۴مه ) افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل چې طالبانو نن سهار هغه میرمنې له کاره منع کړې، چې له کلونه راهیسې د جلغوزو د غوټو د سپړلو په پروسه کې پر لاس مزدورۍ اخته وې.

100%

دغو مېرمنو چې شمېر یې څلور سوه تنو ته رسیږي د خپلې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله لاس مزدوري کوله.

ځايي سرچینې وویل؛ یوه مېرمنه چې د خپل خاوند سره د جلغوزو د غوټو د سپړلو ځای ته د کار لپاره راغلې وه، طالب وسلوال یې مخنوی وکړ، چې میرمنې له دې وروسته نه شي کولی کار وکړي.

د ننګرهار له یو شمېر ولسوالیو څخه راټول شوي جلغوزي د جلال اباد ښار په څنډه کې د هډې فارم په نامه سیمه کې په يوه تش ډاګ اچول کېږي؛ څو غوټې يې د لمر په وسيله ښې وچې شي او جلغوزي په اسانۍ ترې را ویستل شي.

په دې سره سلګونه بېوزلو ښځو ته د کار موقع په لاس ورځي، چې د یو څو پیسو په پېدا کولو سره د ژمي لپاره د سون او خوراکي توکي برابر کړي.

ځايي سرچینې وايي؛ د طالبانو دا کار به د ګڼو بېوزلو ښځو ژوند لاپسې نور هم سخت کړي.

په ننګرهار کې طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو سره دغې ډلې د ښځو او نجونو له زده کړو او کار کولو څخه منع کړي دي.

د طالبانو دغه محدویتونو ډېری افغانان اړ کړي دي، چې له افغانستان څخه وځي او په بهرنیو هېوادونو د کډوالۍ ژوند ته مخ کړي.

په ورته وخت کې په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دواړو هېوادونو اعلان کړی، چې ناقانونه کډوال به وباسي او هېڅوک نه شي کولی، چې پرته له اسنادو په دغو هېوادونو کې ژوند وکړي.

د افغانستان د ښځو چارو وروستۍ وزیره: نړۍواله ټولنه نه پوهېږي چې له افغانستان سره څه وکړي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۱
د افغانستان د ښځو چارو وروستۍ وزیره: نړۍواله ټولنه نه پوهېږي چې له افغانستان سره څه وکړي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ښځو د چارو وروستۍ وزیرې وویل، چې نړۍ له افغانستانه کډه کړې او نه پوهېږي چې له دې هېواد سره څه وکړي. د حسينې ساپۍ په وينا؛ د افغانستان په اړه جوړې شوې نړۍوالې غونډې هېڅ عملي پايله نه لري.

مېرمن ساپۍ زیاته کړه، چې دا غونډې د هغو کسانو په ژوند کې بدلون نه شي راوستلی چې په افغانستان کې له نا هیلۍ او محرومیت سره مخ دي.

نوموړې له الجزیرې سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین، د نړۍ والې ټولنې بیا ځلي غبرګون ته اړتیا لري.

اغلې ساپۍ څرګنده کړه: «د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان په جګړه ځپلي هېواد کې ډېری خلک احساسوي چې پرېښودل شوي یا هېر شوي دي».

حسینه ساپۍ د هغه وزارت سرپرسته وزیره وه، چې طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته دغه وزارت په امر بالمعروف بدل کړ.

له هغه وروسته دغه وزارت او د طالبانو ډلې پر ښځو او نجونو بې شمېره بندیزونه ولګول، چې د نړۍوالې ټولنې له نیوکو سره - سره دوام لري.

د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې زیاته کړه، د طالبانو د حکومت د چارواکو فرمانونه، چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي، له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

هغې په ​​افغانستان کې اوسنی وضعیت ډېر مایوسوونکی وباله او ویې ویل؛ د دې پر ځای چې طالبان د خلکو د ملاتړ لپاره لارې چارې ولټوي، طالب مشران کله د ښځو د حجاب، د ښځو سینګار او ځینې وختونه د کور څخه بهر د دوی د فعالیتونو د محدودیت په اړه فرمانونه صادروي.

اغلې ساپۍ ټینګار وکړ: «افغانستان د نړۍوالې ټولنې یوه برخه ده. دا هېواد ستراتیژیک اهمیت لري او کله چې نړۍ افغانستان پرېږدي نو خپله یوه برخه پرېږدي».

هغې پراخې بې وزلۍ او د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره وویل، چې نړۍواله ټولنه باید د دغو ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي.

سرچینې: د برېښنا شرکت رییس په خپلسر د زلزله ځپلو لپاره د مامورینو له معاشونو پيسې ګرځولي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۱
سرچینې: د برېښنا شرکت رییس په خپلسر د زلزله ځپلو لپاره د مامورینو له معاشونو پيسې ګرځولي
100%

د برېښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس حنیف حمزه په خپلسر د کارکوونکو له معاشونو څخه د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په نوم پیسې ګرځولې دي.

دغه شرکت د اعلان له مخې څلور میلیونه افغانۍ د هرات زلزله ځپلو ته راټولې کړي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو نن سې شنبه (د تلې ۲۵مه ) افغانستان انټرنشنل ته وویل دوی غوښتل په خپله خوښه د هرات زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

خو د دوی نیوکه دا ده، چې طالب چارواکو په خپله خوښه د کارکوونکو له معاشونو پیسې ګرځولي.

د برېښنا شرکت د کارکوونکو اندېښنه دا ده، چې باوري نه دي دغه راټولې شوې پیسې به په سمه توګه اړمنو کسانو ته ورسیږي.

دوی زیاتوي، چې طالبانو د برېښنا شرکت د کارکوونکو څخه یو کمېټه جوړه کړې؛ ترڅو دغه راټولې شوې پیسې په شفافه توګه د هرات زلزله ځپلو ته ورسوي.

که څه هم د پلازمېنې په شمول ډېری ولایتونو کې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه کمپاینونه شوي وو؛خو د هرات زلزله ځپلي نیوکه کوي، چې دوی ته تر اوسه پورې مرستې نه دي رسېدلي.

یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له دغو زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی؛ خو زیانمن شوي وګړي دا مرستې په نشت حسابوي او د هغو د نا سم مدیریت له امله نیوکې کوي.

د هرات د یوه ښوونځي ښوونکی عبدالله وايي؛ سره له دې چې نړۍوالې ټولنې د هرات له زلزله ځپلو سره پریمانه مرستې وکړې؛ خو د دغو مرستو مدیریت هغه شان چې تمه کېده په ښه شان سره نه کیږي، له همدې امله تر ډېره حق حقدار ته نه سپارل کېږي.