• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیاف طالبانو ته:تاسو وایئ هر څه خوندي دي نو له افغانستانه ولې خلک تښتي؟ افغانستان زندان دی

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د مقاومت شورا غړی او پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف د جنرال عبدالرازق د پنځم تلین په غونډه کې له طالبانو پوښتنه کړې، چې که په افغانستان کې دین، د خلکو مال او عزت خوندي وي؛ نو بیا ولې خلک له افغانستانه تښتي؟

هغه وویل: “ زه تاسو ته په تکرار سره وایم، د شریعت عمده مقاصد؛ د خلکو د مال، د ناموس او عزت، د ژوند ، د دین او عقل خوندي والی دی، مګر هلته هېڅ هم نه دي خوندي”.

د سیاف په خبره، چې که څوک له شریعت سره دا ډول چلند کوي هغوی د اسلام له نومه استفاده کوي او ځان ګناهګاروي

هغه زیاته کړه، چې یوه ورځ به له افغانستانه ټول خلک وتلي وي او طالبان به لکه د "دهمزنګ" د زندان څوکیداران وي.

نوموړي د جنرال عبدالرازق په اړه وویل، چې نوموړی په خپل کار او د سیمې پر وضعیت دومره حاکم و، چې دښمنان یې له نوم رېږدېدل.

سیاف وايي، چې عبدالرازق نه یوازې دا چې په کندهار یا پښتنو کې ځانګړی ځای لاره بلکې هغه په تاجکو، ازبکو او نورو ټولو اقوامو کې ځانګړی ځای لاره.

هغه وویل: “زما یادیږي د کابل په هر ځای کې به د هغه تصویر و او کله چې شهید شو زموږ یوازینی قوماندان و، چې ټول اقوام پسې خفه وو”.

د سیاف په خبره، چې د افغانستان “دښمنانو” د “جهاد” اکثره مهم قوماندانان په نښه کړل او ویې وژل.

نوموړی زیاتوي، کله چې په افغانستان کې “مخالفین” واک ته ورسېدل د نوموړي له کورنۍ سره یې ډېر بد او ناوړه چلند وکړ.

سیاف د مخالفینو نوم وانه خیست خو ظاهراً په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې جنرال رازق ته نېږدې کسان یې شکنجه کړي او د هغوی کورونه یې نیولي دي.

جنرال رازق په کندهار کې د ولایت مقام دننه د یوه هدفي برید په پایله کې له نن څخه پنځه کاله وړاندې ووژل شو، چې د وژنې پړه یې طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، چې نن د اکټوبر ۱۸مه د پخواني جمهوري دولت د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د مړینې پنځم تلین دی، په دې مناسبت د یو شمېر پخوانیو چارواکو له خوا په انلاین بڼه یوه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې ګڼو پخوانيو جهادي قوماندانانو او چارواکو ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

د نیوزیلینډ کرېکټ ملي لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۲ GMT+۱
د نیوزیلینډ کرېکټ ملي لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه
100%

د کرېکټ د روان نړۍوال پنځوس اوریز جام په ترڅ کې نن افغانستان او نیوزیلینډ لوبه وکړه، چې نیوزیلینډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې هدف وټاکه. د دې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه؛ خو مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د نیوزیلینډ د لوبډلې له خوا درېیو لوبغاړو نیمه سلیزې بشپړې کړي او د افغانستان له اړخه عظمت عمرزي او نوین الحق دوه- دوه لوبغاړي سوځولي، د راشد خان او مجیب له خوا یو – یو لوبغاړی سوځول شوی دی.

د افغانستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې ټولو لوبغاړو د ۳۴،۳ اورونو په لوبولو سره ۱۳۹ منډې وکړې او په دې سره یې په روان نړۍوال جام کې خپله څلورمه لوبه نیوزیلینډ ته وبایلله.

که څه هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام لوبې په ماتې خوړلو پیل کړې وې؛ خو د انګلستان ملي لوبډلې ته په تاریخې ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې د خپلو ۱۴ پرله پسې لوبو د ماتې لړۍ پای ته ورسوله.

د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د افغانستان له لارې نېږدې ۳۰۹ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۱
د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د افغانستان له لارې نېږدې ۳۰۹ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي
100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ټرانزیټ ټولیزه اندازه ۳۰۹۱۷۹ ټنو ته رسیږي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «راټول شوي ارقام ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د نړۍ ۲۵ هېوادونو د افغانستان له لارې خپل توکي ۸ نورو هېوادونو ته صادر کړي دي».

دغې ادارې د یادښت په دوام کې لیکلي: «د راټولو شویو ارقامو پر بنسټ پاکستان ۱۱۱ زره او ۹۶۵، تاجکستان ۵۲ زره او ۵۹۲، او هند ۴۰ زره او ۹۵ ټنه تر نورو زیات د افغانستان له لارې خپل توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي دي».

همداراز ازبکستان، ترکمنستان او مالیزیا د جدول په ورپسې برخو کې ځای لري.

‏ارقام ښيي چې پاکستان ۱۱۷۸۶۵، ازبکستان ۱۱۲۵۵۵، او تاجکستان د ۷۰۵۳۴ُ ټنو توکو په ترلاسه کولو هغه هېوادونه دي، چې د افغانستان له‌لارې یې د روان کال په لومړۍ ربعه کې زیات واردات لرل.

100%

‏دغې ادارې ویلي، چې دا بیا ځلي صادرات د هېواد هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ترسره شوي دي.

تر دې مخکې، پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګدې خونې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په پته د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له لوري پر افغان ټرانزیټ د نويو محدودیتونو وضع کېدو له امله یو مکتوب لېږلی و.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په نوې تګلاره کې لومړی د حساس لېست زیات شمېر توکي به منفي لېست کې شاملیږي؛ تر څو ټرانزیټ يې په بشپړه توګه بند شي.

په حساس لېست کې رختونه، ټایرونه، تور چای، کورني توکي، د سینګار سامانونه، د نظافت توکي شامل دي.

په منفي لېست کې د موټرو پرزې او سګریټ شامل دي او د منفي لست توکو لېږد هم منع دی.

څه موده وړاندې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر تورخم بندر د ټرانزېټ په برخه کې مهم بللی و او ویلي یې وو، چې هېواد یې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد او ټرانزېټ ته وده ور کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د هرات له زلزله ځپلو سره د ۱۹ میلیونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۱
د خوړو نړۍوال پروګرام د هرات له زلزله ځپلو سره د ۱۹ میلیونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه تازه بیان کې ویلي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره نېږدې ۱۹ میلیونه عاجلو مرستو ته اړتیا ده او که چېرې عاجلې مرستې ونه شي ښايي د دغو زیانمنو شویو خلکو ستونزې څو برابره زیاتې شي.

د خوړو دغې ادارې نن چهار شنبه ( د تلې په ۲۵مه) ویلي، چې تر اوسه دوی له زلزله ځپلو سره د مرستې په پار ډېره محدوده بودیجه لري او له هماغې کار اخلي.

یاده اداره وايي، چې تر دا مهاله نېږدې ۱۰۰ زره کسان عاجلو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او دوی پر نړۍوالو مرستندویه ادارو غږ کړی، چې له دوی سره عاجل مرستې وکړي.

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د هرات په زلزلو کې ۴۳ زره کسان اغېزمن شوي، له ۳۳۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي، چې ۲۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او ۱۷۰۰ نور یې څه نا څه زیانمن شوي دي.

اوچا دغه راز ویلي، چې تر تېرې ورځې پورې د ۱۵۰۰ کسانو مړینه رپوټ شوې او ۲۰۰۰ کسان ټپيان دي.

په هرات ولایت کې لومړۍ زلزله د اکټوبر په اوومه نېټه وشوه، چې بیا وروسته یې بې شمېره نور ټکانونه هم لرل چې له امله یې ګڼ خلک زیانمن شول.

نیوزیلینډ افغانستان ته ۲۸۹ منډې هدف وټاکه

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۱
نیوزیلینډ افغانستان ته ۲۸۹ منډې هدف وټاکه
100%

د کرېکټ د روان نړۍوال پنځوس اوریز جام په ترڅ کې نن افغانستان او نیوزیلینډ لوبه کوي، چې نیوزیلینډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې هدف ټاکلی دی.

د دې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه، خو مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د نیوزیلینډ د لوبډلې له خوا درېیو لوبغاړو نیمه سلیزې بشپړې کړي او د افغانستان له اړخه عظمت عمرزي او نوین الحق دوه- دوه لوبغاړي سوځولي، د راشد خان او مجیب له خوا یو – یو لوبغاړی سوځول شوی دی.

په څو شېبو کې به د افغانستان د توپ وهنې پاڼۍ پیلیږي.

طالبانو د غزې پر روغتون د اسراییل برید وغانده او له نسل وژنې د مخنيوي غوښتنه يې وکړه

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۳ GMT+۱
طالبانو د غزې پر روغتون د اسراییل برید وغانده او له نسل وژنې د مخنيوي غوښتنه يې وکړه
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې د اسراییل له لوري په غزه کې د الاهلي پر روغتون برید غندلی او دغه کار یې د انسانیت پر وړاندې جنایت بللی. په اعلامیه کې لیکل شوي «د صیهونیستي ځواکونو له خوا په غزه کې د الاهلي روغتون برید په کلکو ټکو غندو، او دغه کړنه جنایت بولو»

طالبانو ویلي که پر غزه د اسراییل د بریدونو مخه و نه نیول شي د سیمې وضیعت به نور هم ترینګلی شي او غبرګون به يې د سیمې او نړۍ په زیان تمام شي.

طالبان وايي: «موږ د فلسطينيانو او هغو هيوادونو او بنسټونو سره همغږي يو چې د روانې نسل وژنې بیړنی مخنيوی او د جنايتکارانو محکمې ته د کشولو غوښتنه کوي.»

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هیوادونو په غزه کې پر یوه روغتون د اسراییل برید غندلی.

د معلوماتو له مخې په غزه کې پر یوه روغتون د اسراییل په برید کې تر ۵۰۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي دي.

طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې هم د فلسطین په ملاتړ او اسراییل پر ضد لاریونونه وکړل.