• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حقاني: که په باطن کې خراب یو او په ظاهره بزرګي کوو، خدای مو رسوا کوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزیر کابل کې چارواکو ته وینا کې وايي: «که باطن کې خراب یو او په ظاهره بزرګي کوو، خدای مو رسوا کوي.» حقاني د کوم طالب چارواکي له نوم اخیستو پرته زیاتوي: «حکومت کې ډېر خلک وايي چې پر ما څوک خبر نه دي، په الله قسم چې له الله نافرماني وشي، خامخا رسوا کېږي.»

سراج الدین حقاني د کابل ولایت په مقام کې غونډې ته په وینا کې زیاتوي «د افغانستان د انقلابي خلکو تابع کول د زور خبره نه ده» او د کابل کورنیو جګړو ته په اشاره زیاتوي، دوی ته د خلکو «تابع کېدل» د خدای د لارې له امله دي: «دا د زور خبره نه ده دا کابل چا کنټرول کړی دی، دا کمال خو د خدای تعالی په لار کې دی.»

دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري هم ځايي چارواکو ته د ښه چلن سپارښتنې وکړې او ویل یې «خلک شکایت کوي چې بې پروا دي، خبرو ته یې توجه نه کوي او ان پښې یې پر مېز اړولې وي.»

سراج الدین حقاني تر دې مخکې هم په مختلفو غونډو کې پر طالب چارواکو نیوکې کړې دي.

نوموړي څه مهال مخکې هم د دې ډلې له امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت غوښتي و چې له خلکو سره خپل چلن ته کتنه وکړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام حنفي وايي پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۱
عبدالسلام حنفي وايي پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي
100%

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام اباد پرېکړه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي.

عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو پر ایستلو دې له سره غور وکړي.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې کړې دي.

پاکستان ټولو بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د اکټوبر تر پایه دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو له مهالوېش څخه تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

عبدالسلام حنفي په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د افغانانو د تګ راتګ لپاره د اسنتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي حنفي دغه راز د هغو ماشومانو، ښځو او ناروغانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه، چې په پولو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي او بنديان دي.

د طالبانو ارګ دعبیدالرحمن نظاماني له قوله لیکلي، چې د طالبانو پیغامونه او غوښتنې به پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

سیګار وايي د طالبانو ځپونکې پالیسۍ زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب کړی

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۱ GMT+۱
سیګار وايي د طالبانو ځپونکې پالیسۍ زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب کړی
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ا مریکا ځانګړې اداره یا سیګار وايي، د طالبانو د پالیسیو له امله زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب شوی دی. سیګار د افغانستان د تعلیم په هکله په تازه راپور کې وايي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ځینې عصري علومو ځای هم دیني مضامینو نیولی دی.

دا اداره وايي، چې د طالبانو له دې مخنیوونکو پالیسو سره سره نړیوالې مرستندویه ادارې د زدکړو په برخه کې مرسته کوي او هڅه کوي چې زدکړو ته لاسرسی ډېر او هم یې کیفت لوړ شي.

سیګار په خپل راپور کې وايي، چې طالبان ښوونکو ته د تنخا ورکولو یا د ښوونځیو د خوندي ساتلو او د هغو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري او همدا وجه ده چې تېرو شلو کلونو کې جوړ شوي ښوونځي د خرابېدو په حال دي.

سیګار وايي، طالبان د زدکړو په برخه کې پر خپلو ژمنو پاتې راغلي دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګه پورته زدکړې بندې کړې او تېر ژمی یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې او په موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

که څه هم طالبان وايي، دا بندیزونه یې لنډمهالي دي او د پالیسۍ جوړولو سره به لرې شي، خو تر دوو کلونو ډېر وخت کې هم د نجونو د زدکړو په برخه کې د دوی پالیسي جوړه نه شوه.

طالبانو په اوله واکمني کې هم تر امر ثاني د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی و، خو د دې ډلې واکمني ختمه شوه، اما امري ثاني کې کوم بدلون ونه لیدل شو.

له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱
له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې پرون درې زره او ۲۴۸ افغان کډوال له دغه هېواد افغانستان ته ستانه شوي. د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده کډوالو د ایستلو له مهالوېش پیلېدو سره تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان له دغه هېواد وتلي دي.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د ناقانونه کډوالو د مسالې د هواري لپاره د پاکستان د حکومت هڅې چټکې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د نومبر د لومړۍ نېټې مهلت نه یوازې په افغان کډوالو، بلکې په دغه صوبه کې پر مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو تطبیقېږي.

تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکلي ضرب الاجل وروسته له دې پرېکړې سره جوړجاړی ونه کړي.

همداراز، اکسپرس ټریبون هم راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې د مېشتو نا قانونه کډوالو د پېژندلو لپاره یوې ځانګړې څانګې ته دنده سپارل شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر اوسه د چمن له لارې څه باندې زر افغان کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبانو له چین غوښتي، چې د یوه سړک او یوه کمربند په پروژه کې یې غړیتوب ومني

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبانو له چین غوښتي، چې د یوه سړک او یوه کمربند په پروژه کې یې غړیتوب ومني
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وایي، اداره یې غواړي چې افغانستان د چین د یوه سړک او یوه کمربند پروژې غړی شي او په وینا یې، چې په همدې موخه به چین ته یو تخنیکي پلاوی هم واستوي.

نورالدین عزیزي وايي، چې حکومت یې تمه لري افغانستان په رسمي توګه د چین د یوه سړک او یوه کمربند غړیتوب تر لاسه کړي.

نوموږي په بیجینګ کې د یوه سړک او یوه کمربند فورم له کلنۍ غونډې یوه ورځ وروسته له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، موږ له چین وغوښتل چې د چین او پاکستان سره د دهلیز او یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره زموږ یو ځای کېدل ومني.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا چې چین د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پانګونه کړې، په افغانستان کې یې هم باید وکړي؛ ځکه د هغه په وینا افغانستان د مسو او لیتیمو په څېر د چین ډېر د اړتیا وړ توکي لري.


د طالبانو حکومت وايي تمه لري، چې په افغانستان کې د چین د پانګونې تر څنګ د واخان د سړک د رغنیزو چارو چټکتیا ته هم پاملرنه وکړي.

دوی وایي، په دې سره به د افغانستان اقتصادي ستنې پیاوړې او خلکو ته به د کار او روزګار زمېنې هم برابرې شي.
دمګړۍ په افغانستان کې یوشمېر چینايي کمپنۍ د کانونو په برخه کې په چارو بوختې او په عملي بڼه د کانونو په را اېستلو لګیا دي.
د پرځول شوي جمهوری نظام پر مهال هم د افغانستان او چین تر منځ د لوګر د مس عینک کان پر سر تړون لاسلیک شوی و؛ خو اوس په ظاهره داسې ښکاري، چې د هغه چینايي شرکت او طالبانو تر منځ هم د دغه کان د راسپړلو په تړاو همغږي شته.
اقتصادي شنونکي وايي، که چېرته افغانستان د یوه سړک او یوه کمربند د پروژې غړیتوب تر لاسه کړي نو د چین او افغانستان تر منځ به په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې اسانتیاوې را منځته شي او د وخت او لګښت په برخو کې به زیاته سپما وشي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د چین لېوالتیا له افغانستان سره مخ په ډېرېدو ده او چین غواړي له دغه هېواد سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

چین لومړنی هېواد دی، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته نوی سفیر واستاوه او سفیر یې په رسمي توګه خپل باور لیک د طالبانو رییس الوزرا ته وړاندې کړ.

راروان ژمی او په افغانستان کې د اړمنو او زلزله ځپلو خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۶ GMT+۱
راروان ژمی او په افغانستان کې د اړمنو او زلزله ځپلو خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي
100%

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د ژمي په رارسېدو د افغانانو او په تېره بیا په لویدېځ کې له زلزله ځپلو سره لاسنیوي ته زیاته پاملرنه وکړي.

په همدې لړ کې تازه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې مالي سرچېنې یې په وچېدو دي او په وینا یې د زلزله خپلو سره لا زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري.
بل خوا طالبان بیا ادعا کوي، چې په زلزلو کې زیانمنو شویو خلکو ته اړینې مرستې رسېدلي او وایي هغه کسان چې د مرستو له کموالي شکایت کوي له نورو سیمو هلته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي دي.


خو په سیمه کې زیانمنو شویو کورنیو، مرستندویه ټولنو او رسنیو ته ویلي، چې لا هم دوی اړینې مرستې نه دي تر لاسه کړي او د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت دغه چاره ټکنۍ کړې ده.


د خوړونړۍوال پروګرام وايي، د اکتوبر تر اتلسمې نېټې یې شاوخوا پر ۷۰ زره زلزله ځپلو خلکو اړینې مرستې وېشلې؛ خو مالي سرچینې یې هومره نه دي چې له دې زیاتو اړمنو خلکو ته ورسېږي، دغه نړۍوال بنسټ د اېکس په پاڼه له نړۍوالو مرستندویانو څخه د ۱۹ مېلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

په هرات کې یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ وایي، چې د خوړو لپاره څه نه لري او د راروان ژمي د رارسېدو سره سم د سون توکو کمی هغه بله ستونزه ده، چې دوی ورسره مخامخ دي.


د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په هرات او شاوخوا سیمو کې یې زلزلې داسې مهال وشوې، چې دوی وار له مخه د بودجې د کمي په وجه د خپلو مرستو له نوملړه لس مېلیونه افغانان اېستي او د ژمي په رارسېدو سره د خلکو اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.
خو په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په هرات او شاوخوا سیمو کې د زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو د وېش لړۍ روانه ده؛ خو وايي دا چې ژمی په رارسېدو دی د خلکو د لاسنیوي لپاره لا ډېرو سرچینو او مرستو ته اړتیا شته.


په هرات کې ګڼ خلک وایي، که حالت همداسې دوام کوي؛ نو دوی به د ژمي په رارسېدو او د هوا د سړېدو له امله د سخت ناورین سره مخامخ شي؛ خو د طالبانو له‌خوا د زلزله ځپلو سره د مرستو جوړ شوی کمیسیون وايي، چې لا هم هلته دوی پر خلکو مرستې وېشي او د ژمي تر رارسېدو وړاندې به دوی ته عصري او پاخه کورونه هم جوړ کړي.


خو ګڼې زیانمنې شوې کورنۍ بیا وايي، زړه ته یې نه لویږي چې ګواکې اوسني حاکمان دې د دې جوګه وي چې په دومره لنډ تنګ وخت کې دې دوی ته د سرپناه بندو بست وکړي.