• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالسلام حنفي وايي پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام اباد پرېکړه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي.

عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو پر ایستلو دې له سره غور وکړي.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې کړې دي.

پاکستان ټولو بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د اکټوبر تر پایه دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو له مهالوېش څخه تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

عبدالسلام حنفي په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د افغانانو د تګ راتګ لپاره د اسنتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي حنفي دغه راز د هغو ماشومانو، ښځو او ناروغانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه، چې په پولو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي او بنديان دي.

د طالبانو ارګ دعبیدالرحمن نظاماني له قوله لیکلي، چې د طالبانو پیغامونه او غوښتنې به پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

سیګار وايي د طالبانو ځپونکې پالیسۍ زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب کړی

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۱ GMT+۱
سیګار وايي د طالبانو ځپونکې پالیسۍ زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب کړی
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ا مریکا ځانګړې اداره یا سیګار وايي، د طالبانو د پالیسیو له امله زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب شوی دی. سیګار د افغانستان د تعلیم په هکله په تازه راپور کې وايي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ځینې عصري علومو ځای هم دیني مضامینو نیولی دی.

دا اداره وايي، چې د طالبانو له دې مخنیوونکو پالیسو سره سره نړیوالې مرستندویه ادارې د زدکړو په برخه کې مرسته کوي او هڅه کوي چې زدکړو ته لاسرسی ډېر او هم یې کیفت لوړ شي.

سیګار په خپل راپور کې وايي، چې طالبان ښوونکو ته د تنخا ورکولو یا د ښوونځیو د خوندي ساتلو او د هغو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري او همدا وجه ده چې تېرو شلو کلونو کې جوړ شوي ښوونځي د خرابېدو په حال دي.

سیګار وايي، طالبان د زدکړو په برخه کې پر خپلو ژمنو پاتې راغلي دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګه پورته زدکړې بندې کړې او تېر ژمی یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې او په موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

که څه هم طالبان وايي، دا بندیزونه یې لنډمهالي دي او د پالیسۍ جوړولو سره به لرې شي، خو تر دوو کلونو ډېر وخت کې هم د نجونو د زدکړو په برخه کې د دوی پالیسي جوړه نه شوه.

طالبانو په اوله واکمني کې هم تر امر ثاني د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی و، خو د دې ډلې واکمني ختمه شوه، اما امري ثاني کې کوم بدلون ونه لیدل شو.

له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱
له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې پرون درې زره او ۲۴۸ افغان کډوال له دغه هېواد افغانستان ته ستانه شوي. د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده کډوالو د ایستلو له مهالوېش پیلېدو سره تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان له دغه هېواد وتلي دي.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د ناقانونه کډوالو د مسالې د هواري لپاره د پاکستان د حکومت هڅې چټکې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د نومبر د لومړۍ نېټې مهلت نه یوازې په افغان کډوالو، بلکې په دغه صوبه کې پر مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو تطبیقېږي.

تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکلي ضرب الاجل وروسته له دې پرېکړې سره جوړجاړی ونه کړي.

همداراز، اکسپرس ټریبون هم راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې د مېشتو نا قانونه کډوالو د پېژندلو لپاره یوې ځانګړې څانګې ته دنده سپارل شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر اوسه د چمن له لارې څه باندې زر افغان کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه
100%

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د هند په بنګلور کې د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه. د کرېکټ نړیوال جام دا ۱۸ سیالي د بنګلور ښار په چنا سوامي لوبغالي کې د اسټرالیا په توپ وهلو پیل شوه.

اسټرالیا د نهو لوبغاړو په سوځېدو او د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۶۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا لومړنیو دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې شاهین اپریدي پنځه او حارث سهیل ۳ لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخوانی صوبایي وزیر کامران بنګښ ونیول شو

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۳ GMT+۱
د تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخوانی صوبایي وزیر کامران بنګښ ونیول شو
100%

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیسو د دې صوبې د تعلیم پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند یو مشر کامران بنګښ ونیو. پولیس وايي، نوموړی یې څمکنیو کې په خپل کور کې نیولی او بیا یې ځايي تاڼې ته وړی دی.

د جیو نیوز د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، کامران بنګش له څمکنۍ تاڼې وروسته نامالوم ځای ته لېږدول شوی دی.

پولیسو دا نه دي ویلي چې کامران بنګښ یې ولې نیولی دی.

د نوموړي خلاف د مۍ د نهمې او لسمې د پېښو اړوند دوسیې په تاڼو کې درج شوې وې، خو په ځینې کېسونو کې یې له نیول کېدو مخکې ضمانت شوی و.

طالبانو له چین غوښتي، چې د یوه سړک او یوه کمربند په پروژه کې یې غړیتوب ومني

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبانو له چین غوښتي، چې د یوه سړک او یوه کمربند په پروژه کې یې غړیتوب ومني
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وایي، اداره یې غواړي چې افغانستان د چین د یوه سړک او یوه کمربند پروژې غړی شي او په وینا یې، چې په همدې موخه به چین ته یو تخنیکي پلاوی هم واستوي.

نورالدین عزیزي وايي، چې حکومت یې تمه لري افغانستان په رسمي توګه د چین د یوه سړک او یوه کمربند غړیتوب تر لاسه کړي.

نوموږي په بیجینګ کې د یوه سړک او یوه کمربند فورم له کلنۍ غونډې یوه ورځ وروسته له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، موږ له چین وغوښتل چې د چین او پاکستان سره د دهلیز او یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره زموږ یو ځای کېدل ومني.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا چې چین د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پانګونه کړې، په افغانستان کې یې هم باید وکړي؛ ځکه د هغه په وینا افغانستان د مسو او لیتیمو په څېر د چین ډېر د اړتیا وړ توکي لري.


د طالبانو حکومت وايي تمه لري، چې په افغانستان کې د چین د پانګونې تر څنګ د واخان د سړک د رغنیزو چارو چټکتیا ته هم پاملرنه وکړي.

دوی وایي، په دې سره به د افغانستان اقتصادي ستنې پیاوړې او خلکو ته به د کار او روزګار زمېنې هم برابرې شي.
دمګړۍ په افغانستان کې یوشمېر چینايي کمپنۍ د کانونو په برخه کې په چارو بوختې او په عملي بڼه د کانونو په را اېستلو لګیا دي.
د پرځول شوي جمهوری نظام پر مهال هم د افغانستان او چین تر منځ د لوګر د مس عینک کان پر سر تړون لاسلیک شوی و؛ خو اوس په ظاهره داسې ښکاري، چې د هغه چینايي شرکت او طالبانو تر منځ هم د دغه کان د راسپړلو په تړاو همغږي شته.
اقتصادي شنونکي وايي، که چېرته افغانستان د یوه سړک او یوه کمربند د پروژې غړیتوب تر لاسه کړي نو د چین او افغانستان تر منځ به په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې اسانتیاوې را منځته شي او د وخت او لګښت په برخو کې به زیاته سپما وشي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د چین لېوالتیا له افغانستان سره مخ په ډېرېدو ده او چین غواړي له دغه هېواد سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

چین لومړنی هېواد دی، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته نوی سفیر واستاوه او سفیر یې په رسمي توګه خپل باور لیک د طالبانو رییس الوزرا ته وړاندې کړ.