په دغو مراسمو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وویل، چې د امو سیند کارولو کې د چا پر حق تېری نه کوي او له نورو هم غواړي چې په دې برخه کې خنډ ورته جوړ نه کړي.
خو د ازبکستان چارواکي له څه مودې راهیسې دغه کانال د جوړېدو په هکله خپله اندېښنه ښيي.
له افغانستان سره پر پوله د دغه هېواد د سوېلي سرخاندریو سیمې والې اولغبیک قاسموف، وړمه ورځ د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، که څه هم دا کانال د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله پر امو سیند جوړېږي، خو د دې سیند ټول ګاونډي هېوادونه اغېزمنوي
هغه زیاتوي چې د همدې اندېښنو په هکله به یو دولتي پلاوی د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې کابل ته لاړ شي.
تر دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم تېره میاشت د قوش تېپې کانال جوړېدل په منځنۍ اسیا کې د اوبو د انډول یا تعادل او رژیم د بنسټیز بدلون په مانا وبلل.
نوموړي د اورال سمندرګي د ژغورنې صندوق د بنسټګرو هېوادونو په سرمشریزه کې زیاته کړه، چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند د اوبو پر ژیم د هغه د اغېز ارزولو لپاره دې د اړوند هېوادونو د څېړنیزو موسسو ګډه کارډله جوړه شي.
قوش تېپه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.
طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.
د دې کانال پرانیسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې شوې وه، خو د طالبانو د ناامني له امله یې کارونه ځنډېدلي وو.