• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په خوست ښار کې د امنیتي کمرو لګول پیل کړل

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د طالبانو کنټرول کې باختر خبري اژانس وایي، چې دې ډلې د یکشنبې په ورځ د خوست ښار مختلفو سیمو کې د امنیتي کمرو نصبول پیل کړل. د خوست لپاره د طالبانو د پولیسو د جنايي برخې مدیر محمد صابر صابري وايي، چې د دې کمرو لګول به د مجرمانو په موندلو کې مرسته وکړي.

د هغه په خبره؛ په دې کمرو سره به جرمونه هم را کم شي.

د دې راپور له مخې؛ ټاکلې شوې ده، چې دا کمرې د ښار په ننوتلارو او بیروباري سیمو کې ولګول شي.

ویل کېږي، چې د دې کمرو نصبول به څو ورځې وخت ونیسي.

طالبانو د امنیت ټینګولو لپاره تېر دوبی په کابل کې هم د ۶۰ زره امنیتي کمرو د نصبولو خبره وکړه.

هغه مهال د بښنې نړۍوال سازمان وویل، چې دا ډله د امنیتي کمرو په لګولو سره د افغان وګړو د څار او جاسوسۍ بشپړ سیسم رامنځته کوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د پاکستان پولیس د شپې د افغانانو کورونو ته ور اوړي او زندان ته یې بیايي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اطلاعات ښيي، چې د پاکستان پولیسو کور په کور د افغان کډوالو تلاشي پیل کړې ده. پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او جېل ته یې بیايي. پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسي.

کراچۍ کې یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پولیس نیمه شپه له خبرداري پرته د مهاجرو کورونو ته ننوځي.»

هغه زیاتوي چې پولیس کور په کور تلاشۍ سره غواړي چې دا کډوال وپېژني.

افغانستان انټرنشنل ته داسې ویډیووې هم رسېدلې چې پکې پاکستاني پولیس د شپې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې اچوي.

پاکستان وايي، په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیونه بې قانونه افغان کډوال اوسېږي.

افغان کډوال وايي، د اسلام اباد نوي سیاست دوی ته ژوند سخت کړی دی.

که څه هم نړیوالو ادارو له پاکستان بیا بیا غوښتي چې د افغان کډوالو په هکله له اوسنۍ پرېکړې شاته شي، خو د دغه هېواد سرپرست کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، چې دا پرېکړه نه بدلېږي.

دوی دا هم وايي، چې افغان کډوال د پاکستان مختلفو سیمو کې په بریدونو کې لاس لري.

طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردوي او د انساني حقونو د نړیوالو ادارو په څېر له اسلام اباد غواړي چې د کډوالو ستنولو په تړاو وروستۍ پرېکړه واخلي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب له افغان کډوالو سره د پاکستانی وروستی چلن وحشت او بربریت وباله او زیاته یې کړه چې دا سیاست یې د کابل او اسلام اباد اړیکي زیانمنوي.

خو له دې سره سره له پاکستان د کډوالو ستنولو بهیر روان دی او د پاکستان رادیو د ننني راپور له مخې تراوسه له دغه هېواد نږدې ۶۰ زره کډوال ستانه شوي دی.

د ایران سرې میاشتې د مرستو څلورمه جوپه د هرات زلزله ځپلو ته ولېږله

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د ایران په مشهد کې د تایباد د سرې میاشتې مشر وايي، د دې سیمې د خلکو د مرستو څلورمه جوپه یې نن د هرات زلزله ځپلو ته ولېږله. هادي رمضاني زیاتوي، چې په ټول ایران کې د هرات زلزله ځپلو ته لا هم مرستې ټولېږي او په راتلونکو ورځو کې به هغه هم ولېږي.

ښاغلي رمضاني د یکشنبې په ورځ ایرنا خبري اژانس ته ویلي؛ د څلورمې جوپې مرستې د تایباد خلکو ټولې کړې او د هرات په زنده جان کې به زلزله ځپلو ته ووېشل شي.

د هرات زنده جان په تېرو زلزلو کې تر ټولو ځپلې سیمه بلل کېږي.

ایراني چارواکي وايي، چې د تایباد سرې میاشتې مرکز کې څو نورې لارۍ مرسته شوي توکي به هم راتلونکو ورځو کې زنده جان ته ولېږي.

هادي رمضاني وايي، په نننۍ ۴۰ ټنه مرسته کې د غوړیو، وریژو او کنسرو په ګډون خوراکتوکي، کمپلې او فرشونه شامل دي.

د هغه په خبره؛ په تېرو درېیو جوپو کې ۶۹۰ ټنه ولسي مرسته د هرات زلزله ځپلو ته لېږل شوې ده.

د افغانستان لوېدیځ کې د اکټوبر پر اومه ۶.۳ درجې زلزه وشوه، چې تر ټولو ډېر یې هرات اغېزمن کړ. له هغه وروسته ورځو کې هم بیا - بیا زلزلې وشوې او لا هم ډېر خلک له کورونو بهر شپې تېروي.

طالبان وايي، چې په دې زلزلو کې تر زرو کسان مړه او تر دوو زرو ټپیان شوي دي، خو ولس د زلزلې مرګ ژوبله تر دې لوړه ښيي.

طالبان: د امریکا د ځانګړي څارونکي "سیګار" راپور حقیقت نه لري

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال ویلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي یا «سیګار» وروستی راپور له حقیقته لرې دی. «سیګار» ويلي طالبان د افغانستان ښوونیز نظام ته هم خپل سیاستونه ورګډوي چې له دې امله زده کوونکي زده کړو ته زړه نه ښه کوي.

د تسنیم اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) مخکې په یوه راپور کې ویلي: «د طالبانو حکومت د پوهنې په برخه کې د امریکا مرستو ته غیرمستقیم لاس لري.»

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د سیګار د راپور په غبرګون کې وویل: «د دغه راپور موندنې له حقیقته لرې او ریښتیا نه دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ستر څارونکي "جان سیپکو" په یوه ۳۷ مخیز راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو کې د زده‌کړیالانو په شمېر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

سیګار زیاته کړه: «د طالبانو د حکومت ښوونیز سیاستونه هم په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو د شمولیت د کمښت لامل شوی دی.»

خو بلال کریمي ټینګار وکړ: «د افغانستان د مسایلو په اړه د سیګار د ادارې څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي. د طالبانو حکومتټول هغه مسایل او چارې چې په افغانستان کې روانې دي د دغه هېواد د اصولو او ګټو پر بنسټ تنظیموي.»

د پاکستان سند ایالت د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو معلومات غوښتي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد د سند ایالت د ښوونې او روزنې وزارت د دغې صوبې په کچه په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو د ښوونځيو او ټولګيو تر کچې معلومات غوښتي. دا لا نه ده معلومه چې دغه معلومات د څه لپاره غوښتل شوي.

د سند د ښوونې او روزنې وزارت وروسته له هغې په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو معلومات غوښتي چې دا مهال د پاکستان حکومت په جبري ډول د افغان کډوالو نیول او شړل پیل کړي.

دغه وزارت د يوې اعلامیې له مخې په پاکستان کې د افغان زده کوونکوزده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د ننګونو د بیا کتنې په موخه د نومبر په لومړۍ نېټه یوه غونډه هم رابللې ده.

په اعلامیه کې د کراچۍ زون له مسولانو غوښتل شوي چې د افغان زده کوونکو ټولګيو او ښوونځیو مفصل معلومات وړاندې کړي.

د انوار الحق کاکړ په سرپرستۍ د پاکستان لنډمهالي حکومت پرېکړه کړې چې له پاکستانه به ناقانونه افغان کډوال د راتلونکي نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په زور له پاکستانه باسي، ټاکل شوې نیټې ته ایله يوولس ورځې پاتې دي خو بیا هم د پاکستان په ډیری سیمو کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی روان دی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: نېږدې درې زره افغان کډوال له ایرانه، هیواد ته راستانه شول

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه هیواد ته د ۲زره او ۸۰۵ تنه کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی. دغه وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې یاد کډوال د تلې په ۲۹مه د اسلام قلعه بندر له لارې په جبري ډول او ځېنې هغه په خپله خوښه افغانستان ته را ستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اسلام قلعه د سرحدي آمر له قوله لیکلي، هیواد ته د راستانه شویو کډوالو له جملې یو شمېر کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال دفتر ته ورپيژندلي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل حقاني کندهار ولایت ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د کډوالو چارو ریاست سیمه ایزو چارواکو ته د کډوالو ستونزو ته د رسېدو سپارښتنې کړې دي.

نوموړی داسې مهال کندهار ولایت ته سفر کوي چې هره ورځ له پاکستانه د افغان کډوالو لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنېږي.

په دې ورستیو کې پاکستان او ایران له خپلو هیوادونو د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې کړې. خو د یادو هیوادونو دغو پرېکړو ته د کډوالۍ نړیوال سازمان کلک غبرګون ښودلی دی. او دا یې د کډوالو به برخه کې د نړیوال قانون سره په ټکر کې کړنې بللې دي.