• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړۍوال جام؛ د پاکستان لوبډلې افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه. د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه کوي.

هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

همداراز محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

ډېر ژر به د افغانستان د توپ وهنې پاڼۍ پیل شي.

د نړۍوال جام په روانو لوبو کې تر دا مهاله پاکستان دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان او ایران څخه تر اوو زرو ډیر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي، دغه کډوال د سپین بولدک، تورخم او اسلام کلا له لارو تېره ورځ افغانستان ته راستانه شوي. د طالبانو کډوالو چارو وزارت په ایکس پاڼه لیکلي، چې د یک شنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) ۳زره او ۹۱۶ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هیواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د تورخم سرحدي آمریت په حواله لیکلي، ۵۴۵ کورنۍ چې۳زره ۱۸۱ تنه غړي د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي. او همدارنګه ۷۳۵تنه افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د دې تر څنګ د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي چې په هدغه ورځ له ایران څخه د اسلام کلا له لارې ۳زره ۲۴۲ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي.

د کډوالو چارو وزارت لیکلي، چې یو شمېر اړمنې کورنۍ یې د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلې دي.

دغه افغان کډوال داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران هیوادونو څخه د افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات شوي.

د پاکستان حکومت له لورې هغه افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو ضرب الاجل ټاکل شوی چې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسیږي.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د وتلو د ضرب الاجل د نیټې ته ايله لس ورځې پاتې دي. او د پاکستان یادې پرېکړې ته د طالبانو په ګډون ځينو بهرنیو هيوادونواو د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر غبرګونو ښودلي دي.

فریدون سینیرلي اوغلو:د طالبانو له خوا نجونو ته د زده کړو اجازه له نړيوالو سره اړیکې ښې کوي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سینیرلي اوغلو د ښځینه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو له منځه وړل او د نورو هیوادونو په وړاندې د افغانستان له خاوري د ګواښ نه پېښېدل په افغانستان کې د خنډونو او ستونزو حل لاره وبلله.

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱ ) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د یادې ډلې د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي له قوله لیکلي، چې د بیلابیلو هیوادونو له چارواکو سره د لېدنو پرمهال دې پایلې ته رسیدلی، چې هیڅ هیواد په افغانستان کې د ج‍ګړې پلوی او ملاتړی نه دی.

همدارنګه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند د ښاغلي اوغلو له قوله لیکلي،«په افغانستان کې د شته ستونزو او خنډونو حل لاره د ښځینه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو له منځه وړل او د نورو هیوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاوري د ګواښ نه پېښېدل دي. نړیوال له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا، بیارغونې او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ته چمتو او لیواله دي.»

د طالبانو کورینو چارو وزارت ویاند د یادې لېدنې په اړه د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر له قوله لیکلي، چې نړیواله ټولنه یې باید له پامه و نه غورځوي. د نړیوالې سولې ټینګښت، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې پریتوب د ملګرو ملتونو مسولیت دی. او له ښاغلي اوغلو څخه یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې لازم ګامونه واخلي: «نړیواله ټولنه او سازمانونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړي. ستونزې او شته خنډونه باید د خبرو له لارې هوار شي.»

د طالبانو کورنیو چارو وزیر ویلي، چې دمګړۍ د افغانانو تر منځ شخړې پای ته رسېدلې دي او د باور جوړونې پړاو دوام لري.

د کرېکټ نړیوال جام یو ورځنیو سیالیو په دوام نن افغانستان او پاکستان د سیالۍ ډګر کښته کیږي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۱ GMT+۱

لوبه د کابل په وخت د ماسپښین یوه بجه د چینای په چیدمبرام لوبغالي کې پیلیږي. افغانستان او پاکستان اوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي او ټولې لوبې پاکستان ګټلې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن تراټ له پاکستان سره د لوبې چمتوالی په اړه وايي، هغه تېروتنې چې یې د نیوزیلنډ سره په لوبه کې کړې دي هغه باید له پاکستان سره په لوبه کې تکرار نه شي.

نوموړی وايي:«چمتوالی مو ډير ښه روان دی، خو په نړیوال جام کې مو پیل ښه نه و. د پاکستان سره لوبې ته لیواله یو دا به ښه لوبه وي ځکه د دواړو لوبډلو تر منځ ښه سیالي موجوده ده او دواړه لوري له پوره جذبې سره لوبه کوي نو د مینه والو لپاره به ښه لوبه وي چې ننداره یې کړي.»

همدارنګه نوموړی وايي، له پاکستان سره د نننۍ لوبې د چمتوالي لپاره یې‌ پر ډګر ساتنه ډیر تمرکز کړی دی. او د پاکستان سره په لوبه کې باید هیڅ کیچ له لاسه ور نه کړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی د افغان لوبغاړو د کارکردګۍ په اړه وايي:«رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او اکرام ښه لوبه کوي، د نورو لوبغاړو مو هم تمه ده چې فام ته راشي او د پاکستان سره په سیالۍ کې خپله ونډه تر سره کړي.»

هغه وايي «د توپ اچوني په برخه کې راشد خان ښه توپ اچونه کړې ده، خو څومره تمه چې ترې کېده هومره ویکټې یې نه دې اخیستې.»

نوموړی زیاتوي، «نوین الحق هم تر اوسه ښه توپ اچونه کړې ده او سوداګریزو لیګونو کې چې یې کومه تجربه تر لاسه کړې ده هغه یې ښه کارولې ده.»

د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې یوازې یو ځل په نړیوال جام کې د یو بل پر وړاندې لوبیدلې دي.

له نیوزیلنډ څخه تر ماتې خوړلو وروسته د کرېکت مبصرینو د افغان لوبډلې په اړه ویلي، که افغان لوبډله د لوبې ګټل غواړي باید په هره لوبه کې د توپ وهنې پرېکړه وکړي. ځکه د افغان لوبډلې تکړه توپ اچونکي کولای شي له خپل اېښودل شوي هدف څخه په ښه ډول دفاع وکړي.

ایکسپریس ټریبیون:پاکستان هڅه کوي د افغان کډوالو په اړه د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې کمې کړي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۷ GMT+۱

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د رسمي سرچینو په حواله ویلي چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر په پاکستان کې له لویدیځو ډیپلوماټانو سره په کتنه کې هڅه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د دوی اندېښنې کمې کړي. نوموړي ویلي، هغه کډوال چې د لویدیځو هیوادونو ویزو ته په تمه دي، نه ایستل کیږي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د لویدیځو هېوادونو له سیاسي استازو غوښتي چې لویدیځ هیوادونه دې هغو افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر چټک کړي چې کومو هیوادونو ته لیږدول کیږي.

یو شمېر هیوادونه لکه جرمني او کاناډا لا هم د هغو افغان کدوالو لیږدولو ته چې د طالبانو لخوا د ځورونې له ګواښ سره مخ دي، دوام ورکوي.

ایکسپریس ټریبیون د خپلو سرچینو په حواله همداراز لیکلي، دغو ډیپلوماتانو ویلي چې ښايي دا کډوال به د طالبانو له ګواښ او غچ اخیستو سره مخامخ شي.

پاکستاني چارواکو همداراز ټینګار کړی چې د استوګنې له اسنادو پرته کډوال د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله له دې هیواده ایستل کیږي.

د پاکستان حکومت څه باندې یو میلیونو افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې یعنې تر راتلونکو لسو ورځو فرصت ورکړی چې له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به په زوره وایستل شي.

په هرات کې د زلزلې له امله زیانمنې کورنۍ د سرپناه نه شتون له امله شکایت کوي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۸ GMT+۱

په هرات ولایت کې له سختو خونړیو زلزلو وروسته د توپانونو څپو هم زلزله ځپلې کورنۍ اندیښمنې کړې دي. د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د تلې په پنځلسمه نېټه د لومړنیو زلزلو له امله د زرګونو کسانو د مرګژوبلې ترڅنګ شاوخوا دیارلس کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ددغو کلیو ژوندي پاتې شوي کسان چې اوسمهال په خیمو کې سختې شپې او ورځې تیروي وایي چې اوسمهال د توپانونو او سړې هوا له امله سرپناه ته اړتیا لري.

دوی وایي، سره له دې چې تر زلزلې وروسته ورسره د خیمو مرستې شوې دي خو د سختو توپانونو له امله دغه خیمې هم زیانمنې شوې او د توپان پروړاندې کمزروې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) د زیانمنو کورنیو د خبرو په تایید سره ویلي چې، د هرات زلزله ځپلي په جدي توګه سرپناه ته اړتیا لري.

دغه پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د ژمي په را رسیدو سره زلزله ځپلي اوبو، خوړو او د روغتیایي اسانتیاوو په برخو کې نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

اخوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) هم په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې، په هرات کې زلزله ځپلي کورنۍ له بېړنیو مرستو زیات، د خپل ژوند د برابرولو لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

خو دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې بودیجه یې د خلاصیدو په حال کې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ترڅنګ یو شمېر نورو مرستندویه ادارو هم په تېرو میاشتو کې د بودیجې د کمښت او په را روان ژمي کې د انساني ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی و.

د یادولو وړ ده چې په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تېره اوونۍ د زلزلو ځپلو لپاره د کابو دونیم زره کورونو د جوړولو خبر ورکړی و.

دوی ټینګار کړی و، هڅه کوي چې د دغو کورونو د جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوچا د راپور له مخې، په هرات کې زلزلو د لسګونو کورونو د ویجاړولو ترڅنګ ۱۷ زره او ۸۸ کورونه سخت زیانمن کړي هم دي.