• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغان کډوال هېواد ته ستنېدو سره د بشري حقونو د سختې سرغړونې له خطر سره مخ دي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۴ GMT+۱

ملګري ملتونه له پاکستان د افغان کډوالو اېستلو ته په اشاره وېره ښيي، چې ښايي خپل هېواد کې د ډېری دې کسانو له بشري حقونو جدي سرغړونه وشي. دا اداره د جمعې په ورځ یوه بیان کې زیاتوي چې په نامناسب ډول له پاکستانه د کډوالو اېستل له ۱.۴ میلیونه ډېر کسان اغېزمنوي.

د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي، له دوو میلیونو ډېر افغانان له سند پرته پاکستان کې ژوند کوي چې نږدې شپږ لکه یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دی.

د پاکستان حکومت د اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې دغو کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړی دی او ویلي یې دي، که ونه وځي، نو وبه اېستل شي.

ملګري ملتونه وايي، د مدني تولنې فعالان، خبریالان، د انساني حقونو فعالان، پخواني دولتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي که افغانستان ته ستنېېږي دا خطر شته چې بشري حقونه یې نقض شي.

دا سازمان وايي، ښځې او نجونې چې د طالبانو د کرکجن سیاست له امله له زدکړو او کار او نور ټولنیز ژوند بې برخې دي له ستنېدو سره د انساني حقونو خلاف ورزۍ سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او د مهاجرت نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان د وروستۍ نېټې له اعلان راهیسې نږدې ۶۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې ۷۸ سلنه ستانه شوي وايي، د نیول کېدو له وېرې پاکستان ته تللي وو.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې ځینې افغانان وايي، د کرېکټ له بري وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱
پاکستان کې ځینې افغانان وايي، د کرېکټ له بري وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې
100%

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او خیربښتونخوا کې ځینې افغانان شکایت کوي، چې په کرېکټ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له خوا پاکستان ته له ماتې ور کولو وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې دي. دغه افغانان وايي قانوني اسناد لري، خو بیا یې هم پولیس د شپې پر کورونو چاپې اچوي.

حمیدالله چې له کلونو راهسې د پيښور په حیات اباد ښارګوټي کې اوسیږي افغانستان انټرنشتل ـ پښتو ته نن «لړم ۵ مه» وویل « کله چې افغانستان کرېکټ ګټلی، هره شپه ځايي پولیس د حیات اباد په بېلابیلو برخو کې د افغانانو پر کورونو چاپې اچوي، د اسنادو له کتو پرته افغانان بندیانوي»

په اسلام اباد کې دوه افغان میرمنو مدینه او خدیجه چې یوې پاکستانۍ رسنۍ سره یې خبرې کړي، وايي په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو په اسلام اباد کې یو پاکستاني پولیس ورسره ناوړه چلند کړی دی.

دغه افغان میرمنې وايي پاکستاني پولیسو ورته ویلي ستاسو د پوښتنې څوک نشته او بیا یې په تاڼه کې څلور ساعته زنداني کړې.

دوی په خپلو خبرو کې وايي چې د امریکا ویزې لپاره په اسلام اباد کې په تمه دي.

ډیری افغانان په اسلام اباد کې بهرنیو هیوادونو ویزو لپاره په تمه دي.

له دې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت کې طالب چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې د اسلام اباد په شمول د پاکستان په ګڼو ښارونو کې قانوني اسنادو لرونکو افغانانو سره د پاکستاني نظامیانو چلند غیرانساني دی.

دوی ویلي و، چې د شکنجو له امله ځیني افغانان د پاکستان په زندانانو کې مړه شوي هم دي.

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان کرېکټ بریا وروسته د لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپل کپ افغان کډوالو ته ډالۍ کړ چې له پاکستان په زور اېستل شوي.

د نوموړي کار په رسنیو کې د پاکستانیانو غبرګونونه راپارول.

د استخباراتو مرستیال: د کرېکټ بري په خوشالۍ ډزې کول د ملا هبت الله له امر سرغړونه ده

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۱
د استخباراتو مرستیال: د کرېکټ بري په خوشالۍ ډزې کول د ملا هبت الله له امر سرغړونه ده
100%

د طالبانو د اسخباراتو ریاست مرستیال وايي، هغه کسان چې د کرېکټ خوښیو پرمهال ډزې کوي، د دې ډلې د مشر له امره سرغړونه کوي. ملا رحمت الله د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستي بري ته په اشارې سره وايي د لوبې له ګټلو وروسته د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې هوايي ډزې شوې دي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال ملا رحمت الله چې مشهور په نجیب دی نن جمعه د ( لړم ۵ مه ) په بامیان کې غونډې ته په وینا کې د پاکستان پر وړاندې د کرېکټ بریا څخه وروسته د افغانانو د خوښیو لمانځلو پرمهال هوايي ډزو ته غبرګون وښود.

دغه طالب چاوراکی وايي د ملا هبت الله لخوا بار بار دا هدایتونه کیږي چې د خوښیو پرمهال هوايي ډزې مه کوئ.

دی زیاتوي دغه د خوشحالیو هوايي ډزو کې له لس څخه تر پنځلس کسان وژل کیږي.

دی نیوکه کوي چې په دغه برخه کې د امیر امر نه منل کیږی.

د طالبانو استخباراتو ریاست مرستیال ټینکار کوي چې که په دغو مرمیو یو څوک وژل کیږی نو دغه شخص قاتل دی او د قاتل ځای همیش دوزخ دی.

نیوکې دا دي چې په پلازمینه او ولایتونو کې طالب وسلوال د خوښیو پرمهال ډزې کوي، چې د عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې لامل کیږي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوي د پاکستان پر وړاندې په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ بریا په هیواد کې عامو افغانانو د ملی بیرغونو لېږدولو ترڅنګ په اتڼ او ګډا سره ولمانځله خو بیا د کندهار په شمول یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو امر بالمعروف ادارې محتسبیونو عام افغانان وهل وټکول او د دوی د خوښیو د لمانځولو مخه یې ونیوله.

خو راپورونه دا دي چې د کابل په شمول زیاترو ولایتونو کې طالب وسلوالو دغه خوښیو په هوايي ډزو په کولو سره ولمانځله چې ددغه ډلې د چاوراکو له غبرګونونو سره مخ شوې.

سرچینې: د طالبانو استخبارات تورخم کې له پاکستانه ځینې ستنېدونکي کسان نامالوم ځای ته بیايي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۱
سرچینې: د طالبانو استخبارات تورخم کې له پاکستانه ځینې ستنېدونکي کسان نامالوم ځای ته بیايي
100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په تورخم کې سرچینو ویلي، طالبانو د هغو افغانانو تلاشي سخته کړې چې دې ورځو کې له پاکستانه هېواد ته ستنېږي. د دوی په خبره، د طالبانو استخبارات د پخواني حکومت ځینې نظامیان او د شک پر بنسټ نور ډېر کسان په دغه تلاشۍ کې نیسي او نامالوم ځای ته یې لېږدوي.

پاکستان د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

د دغې نېټې له اعلان سره د افغانانو خلاف د دې هېواد د ځواکونو چلن لا سخت شو او له امله یې هره ورځ په سلګونو کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

د سرچینو په خبره، له پاکستانه د بې قانونه کډوالو د بهیر پیلېدو سره طالب استخباراتو په تورخم کې د پلټنې لپاره د پاسپورټ دفتر او ګمرګ ته څېرمه ځایونه جوړ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا استخبارات په وروستیو څو ورځو کې هغه افغانان له نیول کېدو وروسته د پلټنو لپاره نامالوم ځای ته وړي چې پخواني نظامیان او یا هم په پخواني حکومت کې د ماموریت سابقه لري.

په دې تلاشۍ کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د هغو ولسوالیو اوسیدونکي هم سخت پلټل کیږي چې د داعش او د طالبانو د سختو جګړو شاهدې وې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په تورخم کې د پلټونو پرمهال د دې ولایتونو د اوسیدونکو او د پخوانیو نظامیانو معلومات د طالبانو تر کنټرول لاندې په کابل کې له استخباراتو ریاست او ولسوالیو څخه غوښتل کیږي.

سرچینې زیاتوي په تورخم کې د طالبانو اسخبارات نه یوازې نارینه پلټي بلکې له پاکستان څخه د ستنېدونکو میرمنو اسناد او کاري سابقه هم پلټي.

په تورخم کې یو شمیر مسافرو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هغو افغانانو پلټنه سخته کړې چې د جمهوریت د سقوط او له هغه څخه وروسته پاکستان ته تللي وي.

دوی زیاتوي په تورخم کې د پلټونو پرمهال له مسافرو سره د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو برخورد ډېر ناوړه دی.

که څه هم د طالبانو راتګ سره دغه ډلې ټولبښنه اعلان کړه خو د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دوی خپله ټولبښنه تر پښو لاندې کړې او د پخواني حکومت ډېر نظامیان او مامورین یې زنداني، شکنجه او ووژل.

په وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون په یوه مستند کې ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د هغو طالب وسلوالو پرضد ګام اخیستل کیږي چې د ملا هبت الله له فرمان یې نافرماني کړې او ټولبښنه یې تر پښو لاندې کړې.

د طالبانو د استخباراتو دا پلټنې په داسې حال کې روانې دي چې د جمهوریت د سقوط پرمهال ګڼ شمیر پخواني نظامیان او دولتي مامورین د دغې ډلې له ویرې له قانوني اسنادو پرته پاکستان او ایران ته تللي دي.

طالبانو ابوظبۍ ته د افغانستان سفارت لپاره نوی سرپرست لېږلی

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۵ GMT+۱
طالبانو ابوظبۍ ته د افغانستان سفارت لپاره نوی سرپرست لېږلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې بدرالدین حقاني «په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سفارت د نوي سرپرست په توګه» ابوظبۍ ته ورسېد او په کار یې پیل وکړ.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) په خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلی حقاني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً د سفارت کارکوونکو ته وپېژندل شو.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عربې متحده اماراتو کې د افغانستان په سفارت کې د سرپرست په توګه د ښاغلي حقاني منل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او نورې هر اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت پخوا د افغانستان د پخواني حکومت د ډېپلوماټانو له خوا اداره کېده.

تر دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني سلاکار محمد عمر داوودزي زوی سیر داوودزی په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و.

ایران افغانستان کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د بشري مرستو شل لارۍ استولې دي

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۱
ایران افغانستان کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د بشري مرستو شل لارۍ استولې دي
100%

د خراسان رضوي د سرې مياشتې ټولنې مرستيال وايي، چې تر اوسه پورې یې شل لارۍ بشري مرستې چې ٤٥٠ ټنه کیږي راټولې کړي او تېره تېره اونۍ د هرات زلزله ځپلو ته استول شوي دي. سید مسعود هدایتي وویل، چې ډېر ژر به یو شمېر نورې لارۍ هم ولیږي.

ښاغلي هدایتي د پنجشنبې په ورځ (د لړم په څلورمه) ایراني رسنیو ته وویل، چې په راټولو شویو مرستو کې خوراکي توکي، د تودوخې وسایل، کمپلې، خیمې، د پخولو لوښي او نور توکي شامل دي.

هغه وویل چې د دغو مرستو ارزښت له ۴۷۳ زره ډالرو څخه زیات دی.

وروسته له هغه چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زوروره زلزله وشوه او زرګونه کسان یې ووژل، ایران لومړنی هېواد و، چې زیانمنو سیمو ته یې د ژغورنې ډلې ولېږلې.

د ایران د سرې میاشتې ژغورنې او مرستندویه سازمان د خراسان رضوي له سوېلي او شمالي سیمې او د ژغورنې او مرستندویه سازمان ۵۰ مرسته کوونکي د لس ټیمونو په چوکاټ کې افغانستان ته ولیږل.