• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران افغانستان کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د بشري مرستو شل لارۍ استولې دي

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د خراسان رضوي د سرې مياشتې ټولنې مرستيال وايي، چې تر اوسه پورې یې شل لارۍ بشري مرستې چې ٤٥٠ ټنه کیږي راټولې کړي او تېره تېره اونۍ د هرات زلزله ځپلو ته استول شوي دي. سید مسعود هدایتي وویل، چې ډېر ژر به یو شمېر نورې لارۍ هم ولیږي.

ښاغلي هدایتي د پنجشنبې په ورځ (د لړم په څلورمه) ایراني رسنیو ته وویل، چې په راټولو شویو مرستو کې خوراکي توکي، د تودوخې وسایل، کمپلې، خیمې، د پخولو لوښي او نور توکي شامل دي.

هغه وویل چې د دغو مرستو ارزښت له ۴۷۳ زره ډالرو څخه زیات دی.

وروسته له هغه چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زوروره زلزله وشوه او زرګونه کسان یې ووژل، ایران لومړنی هېواد و، چې زیانمنو سیمو ته یې د ژغورنې ډلې ولېږلې.

د ایران د سرې میاشتې ژغورنې او مرستندویه سازمان د خراسان رضوي له سوېلي او شمالي سیمې او د ژغورنې او مرستندویه سازمان ۵۰ مرسته کوونکي د لس ټیمونو په چوکاټ کې افغانستان ته ولیږل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په غزه کې ۴۵ سلنه استوګنځایونه د اسراییل په بریدونو کې ویجاړ شوي دي

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو بشرپاله دفتر اعلان وکړ، چې په غزه کې د استوګنې ۴۵ سلنه (۲۰۰زره) استوګنځایونه د اسراییل د بریدونو په پایله کې زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي. په دغو بریدونو کې روغتونونه، مذهبي ځایونه، نانوایانې، بازارونه، مدرسې او خدماتي بنسټونه ویجاړ شوي دي.

د الجزیرې خبرې شبکې د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) د فلسطین د کور جوړونې د وزیر محمد زیاره په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل بمبارۍ «ټول استوګنځایونه» د احوال او ثبت له دفتر څخه پاک کړي دي.

د فلسطین د کور جوړونې وزیر په یوې بیانیه کې زیاته کړه:«روغتونونه، مذهبی ځایونه، نانوایانې، د اوبو سټیشنونه، بازارونه، ښوونځي، ښوونیز او خدماتي موسسې ویجاړ شوي دي».

حنون، بیت لاهیه، شجاعیه، شاطي شاوخوا سیمې او په خان یونس کې د عباسان الکبیري د کډوالو کمپ تر ټولو زیانمنې سیمې دي.

د شمېرو پر بنسټ؛ اټکل کېږي چې د اسراییل د بمباریو له امله په غزه کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه خلک بې ځایه شوي او شاوخوا ۶۲۹ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ۱۵۰ بېړنیو پناه ځایونو کې پناه اخیستې ده.

پر دې سربیره د غزې بشپړې محاصرې له امله روغتونونه د تیلو له کمښت سره مخ دي او لږ تر لږه ۱۳۰ ماشومانو او د زرو څخه د زیاتو پښتورګو د ډیالیز ناروغانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د ۳۰۰۰ ماشومانو په ګډون تر ۷۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وايي ټولټاکنې په خپل وخت کېږي

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ولسمشر دا اندېښنه بې ځایه وبلله چې راتلونکې ټولټاکنې به وځنډېدېږي. دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د اعلامیې خپرولو سره وايي، د ټاکنو د ځنډېدو امکان نه شته او په خپل وخت به وشي.

د ټاکنو کمېسیون د اعلامیې له مخې؛ د ټاکنو لپاره د حلقو یا حوزو ټاکلو پروسه بشپړه شوې او په دې تړاو د اعتراضونو اورېدو بهیر هم سبا پیلېږي.

د ټاکنو کمېسیون دا غبرګون له هغه وروسته دی، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون له جیو نیوز سره په مرکه کې وویل، ممکن راتلونکې ټاکنې په خپل وخت ونه شي.

د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې؛ د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکي کال په جنورۍ کې کېږي.

ملګري ملتونه: د غزې هېڅ ځای امن نه دی

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د اسراییل د بریدونو له زور اخیستلو سره هممهاله د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې لین هیسټینګز د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) اعلان وکړ، چې د غزې هېڅ ځای امن نه دی. هغې ټینګار وکړ، چې په وسله والو جګړو کې باید د ملکي وګړو ساتنه وشي.

مېرمن هیسټینګز په یوې بیانیه کې چې د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه خپره شوې؛ لیکلي: اسراییلي پوځ د غزې ښار خلکو ته خبرداری ورکوي هغه کسان چې خپلو کورونو کې پاتې کیږي خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.

هغه وايي؛ د هغو خلکو لپاره چې د تګ لپاره هېڅ ځای نه لري یا حرکت نه شي کولی، مخکینۍ خبرتیا توپیر نه لري. کله چې د وتلو لارې بمبار کیږي، کله چې په شمال او سویل کې خلک په جګړو کې ښکیل کیږي، کله چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین توکي او د بېرته راستنېدو تضمین شتون نه لري، «خلک پرته له ناممکن انتخابونو بل هېڅ نه لري».

په ورته وخت کې هغې ټینګار کړی، چې وسله والې نښتې باید په هر ځای کې د نړۍوالو قوانینو له مخې وشي؛ دا په دې معنا ده، چې په هر ځای کې چې وي له ملکي وګړو باید ساتنه وشي او د ژوندي پاتې کېدو اړین مواد باید ولري.

هغې د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو پر خلاصون ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی باید ژر تر ژره او پرته له شرطه خوشې شي.

د سوډان د چټک غبرګون ځواکونه د دغه هېواد دویم ستر ښار د نیولو دعوه کوي

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د سوډان د چټک غبرګون ځواکونه چې د دغه هېواد پر کنټرول له پوځ سره په جګړه دي د نیالا ښار د نیولو ادعا کوي. نیالا چې پر سوداګریز مرکز هم مشهور دی، د سوډان دویم تر ټولو ستر ښار او د سوېلي ډارفور ولایت مرکز دی.

پر دغه ښار د چټک غبرګون ځواکونو ولکه د سوډان په شپږ میاشتنۍ جګړه کې مهم ټکی بلل کېږي او په داسې حال ده چې دواړه خواوې د سعودي په منځګړتوب جده کې خبرې پیلول غواړي.

که څه هم د سوډان پوځ په دې هکله له رویټرز سره له خبرو ډډه کړې؛ خو د چټک غبرګون ځواکونه نن په یوه اعلامیه کې وايي، په دغه ښار کې یې د پوځ اصلي مرکزونه نیولي او ټول تجهیزات یې ولکه کړي دي.

دا ځواکونه پلازمېنه خرطوه کې هم ډېرې سیمې په خپل واک کې لري؛ خو پوځ خپل مهم مرکزونه دلته هم په خپل کنټرول کې ساتلي دي.

د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو په جګړه کې تر ټولو ډېر پلازمېنه خرتوم او ور پسې لوېدیز ډارفور زیانمن شوی دی او له امله یې شپږ لکه اویا زره اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ۳۱ کسیز کمېسیون جوړ کړی

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را ویستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را ویستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طالبانو د رییس لوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري ۳۱ کسیزه عالي کمېسیون جوړ شو».

اعلامیه کې راغلي، چې د لومړیو خدماتو وړاندې کولو په موخه یې په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یې یوه دارالانشاء او ۱۲ کمېټې منظورې کړې.

یادې کمېتې به د کډوالو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي برابروي او په ځانګړې توګه سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوه طرزالعمل له مخې خاصې اسانتیاوې په نظر کې نیولې دي.

له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۳مه)له ۵۰۰۰ زیات افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې ۵۱۷۶ تنه افغان کډوال د اسلام کلا او تورخم له پولو راوښتي چې ډېر شمېر یې په جبري توګه راشړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ ۱۵۸۵ تنه نور کډوال له پاکستانه د سپین بولدک پر پوله را اړول شوي، چې ۲۷۶ کورنۍ کېږي، دغه کورنۍ هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو د تر لاسه کولو لپاره نړۍوالو ادارو ته ورپېژندل شوې دي.

د پاکستان حکومت ناقانونه افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړې نېټې وخت ورکړی چې له پاکستانه ووځي.