• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ۳۱ کسیز کمېسیون جوړ کړی

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را ویستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را ویستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طالبانو د رییس لوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري ۳۱ کسیزه عالي کمېسیون جوړ شو».

اعلامیه کې راغلي، چې د لومړیو خدماتو وړاندې کولو په موخه یې په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یې یوه دارالانشاء او ۱۲ کمېټې منظورې کړې.

یادې کمېتې به د کډوالو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي برابروي او په ځانګړې توګه سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوه طرزالعمل له مخې خاصې اسانتیاوې په نظر کې نیولې دي.

له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۳مه)له ۵۰۰۰ زیات افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې ۵۱۷۶ تنه افغان کډوال د اسلام کلا او تورخم له پولو راوښتي چې ډېر شمېر یې په جبري توګه راشړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ ۱۵۸۵ تنه نور کډوال له پاکستانه د سپین بولدک پر پوله را اړول شوي، چې ۲۷۶ کورنۍ کېږي، دغه کورنۍ هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو د تر لاسه کولو لپاره نړۍوالو ادارو ته ورپېژندل شوې دي.

د پاکستان حکومت ناقانونه افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړې نېټې وخت ورکړی چې له پاکستانه ووځي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

پاکستان یو ځل بیا له بې اسنادو کډوالو د وتلو غوښتنه وکړه

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې بې قانونه کډوال دې د نومبر تر لومړۍ نېټې له دغه هېواده ووځي. سرفراز بګټي په اسلام ابادکې خبریالانو ته وویل، که څوک له ټاکلې نېټې وروسته پاتې شي نو اړوند ادارې به یې پرضد ګام پورته کړي.

د نوموړي په خبره، پاکستان له دغې نېټې وروسته هم د ټولو بې قانونه کډوالو د اېستلو هوډ لري.

هغه وویل: «ټول بې قانونه کډوال پېژندلي شي، حکومت یې پوره مالومات لري، زه بیا له دې کډوالو غواړم چې تر ټاکلې نېټې باید دوی ووځي.»

د هغه په خبره، د هغو کسانو پرضد به هم ګام اخیستل کېږي چې تر دې نېټې وروسته د بې قانونه کډوالو پټولو کې لاس ولري.

پاکستان د روانې میاشتې په لومړیو کې د بې قانونه کډوالو په هکله دا پرېکړه وکړه.

تر دې فیصلې مخکې پاکستاني چارواکو افغان کډوال په جرمونو، قاچاق او د حکومت او پوځ ضد بریدونه کې ښکېل وبلل.

دوی دا هم وویل چې په سږنیو ۲۴ ځانمرګو بریدونو کې ۱۴ افغانانو کړي دي.

طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردوي او د نړیوالو ادارو په څېر دا ډله هم له اسلام اباد غواړي چې د کډوالو په هکله وروستۍ پرېکړه بدله کړي.

پاکستان وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال دي، چې پکې ۱.۷ میلیونه یې بې اسنادو دي.

که څه هم پاکستاني چارواکي وایي، وروستۍ پرېکړه یې د بې اسنادو کډوالو په هکله ده، خو بیا - بیا قانوني کډوال هم له امنیتي ځواکونو شکایت کوي چې نیسي یې او زندان ته یې بیایي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د سیمې د پرمختګ لپاره د ټرانسپورټ د غونډې کوربتوب کوو

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني وايي، هېواد به یې سږ کال د سیمه ییزې پرمختیا لپاره د ټرانسپورټي اتصال د غونډې کوربه وي. جلیل عباس جیلاني د پنجشنبې په ورځ د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې دا خبره وکړه.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ ښاغلی جیلاني دا تړون د اسیا او اروپا د نښلولو لپاره مهم جوړښت وباله او زیاته یې کړه، چې پاکستان د سوېلي او منځنۍ اسیا او منځني ختیځ پولو کې خپل موقعیت سره په یوه مثالي سوداګریز هېواد بدلېدلی شي.

د طالبانو واکمنېدو سره پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له مختلفو هېوادونو سره خپل تجارت زیات کړی دی.

دا هېواد او چین هڅه کوي چې طالبان هم په لار او کمربند پروژه کې ور ګډ کړي.

جلیل عباس جیلاني په نننۍ غوڼدې کې دې موضوع ته له اشارې پرته ویلي، چې په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ټیکاو پرته دایمي اقتصادي پرمختګ ممکن نه دی.

نوموړي په دې برخه کې د شانګهای تړون رول هم مهم وباله.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ټرانسپورټ اتصال د غوڼدې کره نېټه نه ده ښودلې؛ خو د روان کال تر پایه نېږدې دوه میاشتې پاتې دي او ښايي دا غونډه راتلونکې میاشت وشي.

ریچارډ بېنېټ د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی وکړ

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د قلم لار ټولنې د مشر د ازادېدو هرکلی وکړ. ریچارډ بېنېټ د طالبانو په بند کې د پاتې انساني حقونو د مدافعانو د سملاسي، بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د ښاغلي بېنېټ دا غبرګون له هغه وروسته دی، چې طالبانو له نېږدې ۲۱۵ ورځو زندان وروسته مطیع الله ویسا خوشی کړ.

د ریچارډ بېنېټ په ګډون د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو او د بښنې نړۍوال سازمان بیا - بیا له طالبانو د مطیع الله ویسا او نورو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې دې ډلې له میاشتو راهیسې په یو او بل تور په زندان کې ساتلي دي.

ښاغلي بېنېټ نن هم خپل اېکس کې د زحل فارسای، ندا پرواني او رسول عبدي په یادولو سره د ټولو هغو افغان بشري حقونو د مدافعانو د سملاسي او بې شرطه خوشي کېدو هیله کړې چې «د خپلو حقونو یا د بشري حقونو د دفاع په دلیل په خپلسر نیول شوي دي.»

مطیع الله ویسا د تېر مارچ وروستیو کې د طالبانو استخباراتو په کابل کې ونیو او نېږدې ۲۱۵ ورځې ور سره بندي و.

مطیع الله ویسا له نېږدې څوارلسو کلونو راهیسې د خپل ورور عطاالله ویسا په ملګرتیا د قلم لار ټولنې سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو په تېره لېرې پرتو سیمو کې د لیک لوست او زدکړو دودولو ته کار کوي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د طالبانو له زندان ازاد شو

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د قلم لار ټولنې مشر او د زدکړو فعال مطیع الله ویسا له طالبانو سره له څو میاشتې زندان تېرولو وروسته د پنجشنې په ورځ خوشی شو. د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د نوموړي د ازادېدو خبر تایید کړی دی.

نوموړی اروپا ته له سفر او له اروپايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د کابل ښار په خوشال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو په خپل کور کې ونیو او زندان ته یې واچاوه.

قلم لار ټولنې په خپل اېکس کې لیکلي چې ښاغلی ویسا له نږدې ۲۱۵ ورځو راهیسې له طالبانو سره بندي و.

د بښنې نړیوالې ادارې په ګډون مختلفو بشرپالو ادارو له طالبانو د ښاغلي ویسا د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

د نوموړي د ازادېدو لپاره له پراخو نړیوالو غبرګونونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ښاغلی ویسا پر «خپلسرو» چارو تورن کړ او ویې ویل، د «نظام» له خبرېدو پرته یې غونډې کولې.

ذبیح الله مجاهد دا هم وویل چې مطیع الله ویسا له «بهر سره تړاو درلود او له بهر یې امر ترلاسه کاوه.»

مطیع الله ویسا له نږدې څوارلسو کلونو راهیسې د خپل ورور عطاالله ویسا په ملګرتیا د قلم لار ټولنې سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو په تېره لرې پرتو سیمو کې د لیک لوست او زدکړو دودولو ته کار کوي.

دې وروستیو کې د اینډېکس اېنډ سېنسرشېپ په نوم ټولنې سږنۍ جایزه هم مطیع الله ویسا ته ور کړه.

د ایران د کورنیو چارو وزیر افغان کډوالو ته د تذکرې ور کولو اوازې رد کړې

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا اوازې رد کړې چې په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته تذکره یا پېژندپاڼه ورکول کېږي. احمد وحیدي د پنجشنبې په ورځ وویل، یوازې قانوني کډوالو ته د پېژندنې کارت یا د هغه کوډ ور کول کېږي.

د ښاغلي وحیدي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی ډېر شوی او ځینې ایرانیان دغه کډوال د ایرانۍ ټولنې جوړښت ته خطر بولي.

ځینې دا کسان چې ځانونه ملتپال بولي دا خبرې هم کوي چې په ایران کې کډوالو ته تذکرې ور کول کېږي.

خو احمد وحیدي د دې اوازې په ردولو سره وايي، ایران ته د کډوالو تګ پخوانی مسله ده او «د نړیوال استکبار د ناسم سیاست» نتیجه ده، چې له امله یې په دغه هېواد کې ستونزې ډېرې شوې او افغانان ایران ته کډوالېږي.

د نوموړي په خبره،افغان کډوال ښه خلک دي او که څوک په ناسمو شمېرو سره د ایراني او افغان ملت ترمنځ درز اچول غواړي، نو سخت چلن به ور سره وشي.