• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ: په ننګرهار کې د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیل شوې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه بورډ کورني کرېکټ څانګې اړوند د زونونو په کچه غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په یادو سیالیو کې به د هیواد له پنځو زونونو څخه پنځه منتخبې لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) د مس عینک زون او امو زون لوبډلو تر منځ تر سره کیږي.

د یادو لوبډلو څخه به هره لوبډله په لومړي پړاو کې اته لوبې ترسره کوي او دوه مخکښې لوبډلې به د یادو سیالیو پایلوبې ته وځي.

د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو پایلوبه به د راتلونکي نومبر میاشتې په شلمه نېټه ترسره شي.

د کرېکټ بورډ مسولان وايي، یادې سیالۍ د کورني کرېکټ د ودې له پاره خورا ګټوري دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د کوریا "هي جین پارک" ته ماتې ورکړه

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۱ GMT+۰

د کډو هنرونو رزمي افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي تېره شپه د هند په اتراپردېش ایالت د نیوډا په لوبغالي کې د سیالۍ قفس ته ننوت. هغه د لوبې په سر کې لا خپل کوریایي سیال ته کلک ګوزارونه ورکړل.

نوموړي د سیالۍ د لومړي پړاو په لومړنیو ثانیو کې د سویلي کوریا "هي جین پارک" ته د کلکو سوکونو په ورکولو سره نیک اوټ کړ او په «ایم ایم اې» سیالیو کې یې خپل یوولسم بری ثبت کړ.

بدخشي تر دې وړاندې ۱۶ ځله د ازادو مبارزو سیالۍ تر سره کړې وې، چې ۱۰ یې ګټلې او په دریو کې یې ماتې خوړلې وه. خو د تېرې شپې سیالۍ په ګټلو سره یې خپل یوولسم بری ثبت کړ.

په ازادو سیالیو کې د سوېلي کوریا د "هي جین پارک" دا څلورمه ماتې وه.

عبدالعظیم بدخشي د سوېلې اسیا د ازادو سیالیو (ایم ایم اې) کې په لومړي مقام کې ځای لري او په دې سیالۍ کې یې د دغه مقام د ساتلو او د خپلو بریو د زیاتولو هڅه وکړه.

بدخشي خپل دغه بری د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله ځپلو ته ډالۍ کړ.

هالنډ په کرېکټ نړیوال جام کې بنګله دېش ته په ۸۷ منډو ماته ور کړه

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام په ۲۸ لوبه کې هالنډ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ له بنګله دېش د ۸۷ منډو په توپیر لوبه وګټله. د هند د کلکتې په ایډن ګارډنز لوبغالي کې هالنډ د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو ۵۰ اورونو لوبولو سره یې ۲۲۹ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې بنګله دېش لوبډلې په ۴۲.۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې او په لوی توپیر یې لوبه وبایلله.

تر دې مخکې دواړو پنځه پنځه لوبې کړې، خو یوه یوه یې ګټلې وه.

هالنډ تر دې مخکې سوېلي افریقا او بنګله دېش هم افغانستان ته ماتې ور کړې وه.

اسټرالیا په کرېکټ نړیوال جام کې نوي زیلنډ ته ماتې ورکړه

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام په ۲۷مې سیالۍ کې نن اسټرالیا د پنځو منډو په توپیر له سیالې لوبډلې نوي زیلنډ لوبه وګټله. د هند د هماچل پردېش ایالت په درمشالا لوبغالي کې اسټرالیا د پچې په ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه، خو ټول لوبغاړي یې په ۴۹.۲ اور کې د ۳۹۸ منډو جوړولو سره وسوځېدل.

په مقابل کې یې نوي زیلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورو کې ۳۸۳ منډې جوړې او لوبه یې د ۵ مڼډو په توپېر سره وبایله.

دا په روان نړیوال جام کې د اسټرالیا دویمه لوبه ده چې ګټي یې.

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن څلور لوبې کېږي

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن اسټرالیا له نوي زیلنډ او هالنډ له بنګله دېش سره لوبه لري اسټرالیا د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې په ۴۹.۲ اور کې ۳۹۸ منډې وکړې. د کرېکټ نړیوال جام دا ۲۷ لوبه د کوربه هند په درمشالاه کې روانه ده.

د هند د بل ښار کلکتې په ایډن ګارډنز کې د بنګله دېش او هالنډ لوبه روانه ده.

د کرېکټ نړیوال جام دغه ۲۸ لوبه کې هالنډ د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه.

تر دې مخکې دواړو پنځه پنځه لوبې کړې، خو یوه یوه یې ګټلې ده.

سوېلي افریقا په کرېکټ نړیوال جام کې پاکستان ته ماته ور کړه

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام ۲۶ سیالۍ کې نن سوېلي افریقا په یوې ویکټې سره پاکستان ته ماتې ور کړه. پاکستان د کوربه هند د چینای ښار په چدم برم لوبغالي کې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو تر ۴۶.۲ اور پورې یې ټول لوبغاړي د ۲۷۰ منډو په جوړلو سره وسوځېدل.

د پاکستان لوبډلې ته پیل هم مناسب نه و او د ۳۸ منډو جوړولو سره یې دوه لومړني لوبغاړي امام الحق او عبدالله شفیق وسوځېدل.

پاکستان د سوېلي افریقا په مقابل کې په خورا احتیاط او پلان سره توپ واچاوه، خو بیا هم مقابل لوري د یوه لوبغاړي لرلو سره ۴۷.۲ اور کې ټاکلی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

سوېلي افریقا سږني جام کې له نن سره شپږ لوبې کړې چې پنځه یې ګتلې او یوه یې بایللې ده، خو پاکستان له نن سره په شپږو لوبو کې یوازې دوه ګټلې دي.

پاکستان ته په نننۍ ماتې سره نیمه پایلوبې ته وتل هم سخت شول.