په بلوچستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ جګړې مرګ ژوبله اړولې ده

تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په اواران ولايت د کهورو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته شوې چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په اواران ولايت د کهورو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته شوې چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي په وژل شویو کې د دوی دوه پوځيان شامل دي او له وسله والو يې هم دوه تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي.
د پوځ د رسنیو څانګې ويلي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ يې په دغه سیمه کې د وسله والو لټون کاوه چې په جګړه اوښتي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی. خو په بلوچستان کې تل په پاکستاني پوځ باندې بلوچ بیلتون پاله ډله بریدنه کوي.
د پاکستان پوځ ویلې له دغې جګړې وروسته په سیمه کې لا هم په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.


نن دوشنبه د (لړم ۹مه) د لسمې ورځې لپاره هم د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د سپین پولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزه د تګ راتګ په غبرګون پرلت دوام لري. د تېرو لسو ورځو راهیسې د سوېلي پښتونخوا چمن زرګونه اوسیدونکي پکې برخه لري.
دغه پرلت وهونکې په خپله غوښتنه کلک ولاړ دي. او وايي، په هیڅ صورت د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.
له دغو پرلت وهونکو سره د خبرو اترو لپاره څو ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت د پوځ مشر آصف غفور هم چمن ته ورغلی و خو د پرلت وهونکو او آصف غفور تر منځ خبرې بې پایلې وې.
د چمن یو اوسیدونکی صادق خان ناراض وايي: «د پاکستان ریاست ډیرې داسې پرېکړې دي خو دا په دې مانا نه ده چې موږ د دوی هره پرېکړه ومنو. موږ د دې خاورې مالکان یو د ریاست داسې پرېکړې هیڅ راته د منلو وړ نه دي او هیڅکله موږ له خپلې غوښتنې نه تیریږو.»
پرلت وهونکي وايي، هیڅ داسې پلان نه لري چې پرلت پای ته ورسوي، هره ورځ د پرلت سره سلګونه کسان یوځای کیږي او غږ یې نور هم قوي کیږي.
پرلت وهونکي وايي، «دپاکستان د چمن ښار ځايي امنیتي کسانو د پرلت وهونکو پر ضد ځينې داسې خوښځتونه ترسره کړي چې پرلت ته د خلکو راتګ کم رنګه کړي»
په سوېلي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مسول اویس ابدال وايي:«د یاد پرلت د غږ لا قوي کولو لپاره به د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزیر او منظور پښتون او له وزیرستان څخه نور ګڼ شمېر کسان هم ګډون وکړي. زموږ د چمن د اوسیدونکو پرلت به تر هغه دوام وکړي، چې حکومت خپله پرېکړه نه وي اخیستي.»
بل خوا د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اچکزی یاد پرلت ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستان حکومت دا پرېکړه چې سپین بولدک ـ چمن پر دروازه تګ راتګ حتمي دی او حکومت د یادې پرېکړې څخه نه پر شا کیږي.«دا د ریاست پرېکړه ده او حکومت له خپلې دغې پرېکړې نه په شا کیږي. دغه پرلت کوونکي دې زموږ څخه د نورو خدمتونو غوښتنه وکړي موږ تیار یو چې ستونزې یې حل کړو خو پاسپورټ او ویزه حتمي دي.»
په سوېلي پښتونخوا کې پرلت وهونکې وايي، د پاکستان حکومت سره د خپلو قبایلي اصولو له لارې په دغه سیمه کې ژوند کوي او د «پاکستان حکومت دا حق نه لري» چې خپلې پرېکړې په زور پر دغه قبایلو عملي کړي.

د پاکستان حکومت شاوخوا یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې څه باندې ۱.۷ میلیونه کډوال به چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هیواده وباسي.
که څه هم د ملګرو ملتونو لوړ پوړو ادارو او چارواکو او همدارنګه ځینو لوېدیځو هیوادونو پاکستان ته سپارښتنه کړې چې خپله دا پرېکړه بدله کړي، خو د پاکستاني چارواکو په خبره، دا پرېکړه یې وروستۍ ده او په ټاکلي وخت به عملي شي.
اوس هغې نیټې ته ایله دوه ورځې پاتې دي، ډیر شمیر افغانان په ځانګړي توګه هغه کسان چې په افغانستان کې له جدي امنیتي ستونزو سره مخ و، په پاکستان کې له ویرې او ناهیلۍ سره شپې او ورځې سبا کوي.
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لویه برخه هغه کسان جوړوي چې په امریکا او یا اروپايي هیوادونو کې د خپلې کډوالۍ قضیو ته په تمه دي.
یو شمیر کډوال وایي، «موږ په قانوني ویزو پاکستان ته راغلي یو، خو د ویزو له ختمېدو وروسته مو د څو ځلو هڅو او آن د پیسو په ورکولو سره ونه شو کړای خپلې ویزې نوې کړو.»
دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې یا ودروي او یا دې هم ددوی د اېستلو پلان وځنډوي.
له دې سره، پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له اسلام آباده غوښتي، چې د بشري ناورین له رامنځته کیدو مخکې دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.
ورځپاڼې د دې کمېشنرۍ د ویاندې راوینا شمداساني له خولې لیکلي چې له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې له اړو کسانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دا مسئله دې یقیني کړي چې په راتلونکې کې د دوی هر ډول ستنېدل به خوندي، باعزته، په خپله خوښه او له نړیوال قانون سره سم ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شمیرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له اسنادو پرته ژوند کوي چې له دې ډلې شپږ لکه یې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.
له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې په دې هیواد کې څو لویې امنیتي پیښې رامنځته شوې او پاکستاني چارواکي افغانان هم پکې ښکېل بلل.
د نوي قانون له مخې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه به د پولې د دواړو غاړو اوسیدونکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د پولې څخه د تېریدو اجازه نه ورکول کیږي.
له دې سره، د پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې هم اعلان کړی چې، د تورخم په پوله یې د ویزې د کنټرول سیستم لګولی چې له مخې به یې پاسپورتونه، ویزې او جعلي سفري اسناد له اصلي اسنادو جلا شي او له پولې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.

راپورونه ښيي چې پر غزې د اسرايیل د بریدونو له پیل راهیسې ۳۴ خبریالان وژل شوي دي. د اناتولي خبري آژانس د فلسطین د روغتیا وزارت د یوې وینا پاڼې په حواله، دغه موضوع د اکټوبر په ۲۹ نیټه له رسنیو سره شریکه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اکټوبر په ۲۵مه د نصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییل په برید کې د الجزیرې خبریال وایل الدحدوح د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل.
په راپور کې دا همداراز ویل شوي، چې د اسراییل او لبنان په پوله د نښتو له امله یو لبناني خبریال هم د اسراییلي ځواکونو د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.
فرانسې او امریکا د یکشنبې په ورځ د اسرايیلو له حکومته وغوښتل چې د فلسطینیانو پر ضد د میشت ځایونو له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.
فرانسې دغه تاوتریخوالی د نه منلو وړ بللی او امریکا هم ټینګار کړی چې اسراییل د خپلو اشغال شویو سیمو په ګډون د میشتو فلسطینیانو د ژوند د ساتنې مسوولیت لري.
د یادولو وړ ده چې د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، په غزه کې تر اوسه پورې څه باندې اته زره تنه وژل شوي دي.
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي و چې، اسراییل باید په خپلو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه په وحشتناکه توګه روانه ده او غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې، په لومړي پړاو کې به ټول هغه کډوال چې معتبره قانوني اسناد نه لري، له دغه هیواد څخه و اېستل شي.
سرفراز بګټي زیاته کړه چې، په راتلونکو پړاونو کې به په ملګرو ملتونو کې ثبت شوي کډوال او بیا د پاکستان حکومت د نوم لیکنې سند (پي او آر) کارټ لرونکي کسان هم له دغه هېواده و اېستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یو شمېر رسنیو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي وو، هغه کډوال چې د نوم لیکنې سند (پي او آر) کارټونه ولري له پاکستانه نه اېستل کېږي.
سرفراز بګټي له پاکستانه د کډوالو په ځانګړې توګه بیا د افغان کډوالو د اېستلو د وروستۍ نیټې په نېږدې کیدو سره جیو نیوز ته ویلي چې د کډوالو د اېستلو بهیر به په څو پړاوونو کې وشي.
نوموړي وويل، هغه کډوال چې د اوسېدو او سفر اسناد نه لري او په جعلي هويت سره پاکستان ته راغلي، په لومړي ګام کې به له دې هېواده و اېستل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د "ناقانونه" کډوالو د پېژندلو پلان بشپړ شوی او د نومبر له لومړۍ نېټې به د پاکستان په ټولو سیمو کې د کډوالو د پېژندلو او نیولو لپاره د پولیسو عملیات پیل شي.
هغه له پاکستانه له ۱۵ د ۲۰ زرو تر منځ د کډوالو "داوطلبانه" ستنېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: «ټول ناقانونه بهرنیان باید بیرته ستانه شي.»
ښاغلي بګټي په ملګرو ملتونو کې د ثبت شویو او د دغه هیواد د نوم لیکنې کارټ لرونکو په ګډون د کډوالو شمیر له ۳ میلیونو څخه زیات بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍوالې ټولنې له دوی څخه همېشه یوه طرفه غوښتنې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه لیدنه نن یکشنبه (د لړم ۷مه) په ترکیې کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې امیر خان متقي ویلي؛ نړۍواله ټولنه د دې پر ځای چې د طالبانو د ښو کړنو ستاینه وکړي، همېشه یې یو طرفه غوښتنې کړي دي.
متقي ویلي، چې نړۍوالې ټولنې په یو شمېر شعاري مسایلو د افغانستان شتمني کنګل کړې او بندیزونه یې پرې لګولې، چې دا چاره د رغنده تعامل خنډ ګرځي.
هغه پر نړۍوالې ټولنې یو ځل بیا غږ کړی، چې له دوی سره دې تعامل وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکي، چې سینیرلي اوغلو د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی؛ خو تر اوسه ښاغلي اوغلو د دغې لیدنې او دا ډول خبرو په باب څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را وروسته دغې ډلې پر ښځو بېلابېل بندیزونه ولګول، د ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون یې مېرمنې له کاره منع کړې او د یو شمېر بشري سازمانونو د راپورونو له مخې؛ د دغې ډلې په واک ته رسېدو سره په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ دغې ډلې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او حتا وژلي یې دي.
نړۍوالې ټولنې پر طالبانو بار – بار د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او ښځو ته د هغوی د حقونو د ورکړې غږ کړی؛ خو طالبانو بیا دا چاره خپله داخلي مساله ګڼلې ده.