په تخار ولایت کې د سرو زرو کان د ښوېیدو له امله درې تنه کان کېندونکي وژل شوي دي

په تخار ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه کان کېندونکي د چاه اب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې تېره شپه هغه مهال د کان د غورځېدا له امله مړه شول، چې خپل سرې کېندنې یې کولې.