• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني وایي له هغو افغانانو سره مرسته کوي، چې له پاکستانه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۰

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادو کډوالو د اېستلو مهال ویش پای ته رسیږي، د جرمني حکومت اعلان وکړ، له هغو زیانمنو افغان کډوالو سره چې له پاکستانه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي، د کډوالو د منلو د پروګرام له لارې مرسته کوي.

د جرمني خبري اژانس د جرمني فدرالي حکومت ته د نېږدې سرچینو په حواله ویلي چې، دوی د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې دي چې له هغو افغانانو سره چې د جرمني د فدرالي حکومت د منلو پروګرام ته وړ دي، همکاري وکړي.

د جرمني خبري آژانس د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې، د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دی، د هغو افغانانو له پاره چې د جرمني د حکومت د منلو په پروګرام کې د شاملیدو وړ دي، کار وکړي.

د اکټوبر له دریمې نیټې راهیسې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې هغه افغان کډوال له دغه هیواده وباسي چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان حکومتي چارواکو تر دې دمه د ملګرو ملتونو او نړیوالو چارواکو غوښتنې ته پام نه دی کړی چې دا پرېکړه وځنډوي یا یې لغوه کړي، خو د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د جبري اېستلو بهیر پیلوي.

د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې زرګونه نا قانونه کډوال نیولي دي.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه چې د پاکستان حکومت د کډوالو د وتلو لپاره ټاکلی ضرب الاجل دی، شاوخوا ۹۹ زره نا قانونه کډوال نیول شوي دي.

یوه اونۍ وړاندې پاکستاني رسنیو اعلان وکړ، چې له پاکستانه تر ۶۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي، خو ښایي دغه شمیر اوس تر اتیا زرو رسیدلي وي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم د افغانستان له ګاونډیو او نورو هیوادونو لکه ترکیې څخه هره اونۍ د زرګونو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکوي.

د جرمني د کډوالو د منلو پروګرام د هغو خلکو ملاتړ کوي چې د بشري حقونو، عدالت، سیاست، رسنیو، تعلیم، کلتور او سپورټ په برخو کې د دوی د فعالیتونو له امله ګواښل کیږي.

جرمني په داسې حال کې له هغو افغانانو سره چې له پاکستانه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي د همکارۍ خبر ورکوي چې، دغه پروګرام تیر کال له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

تر ګواښ لاندې افغانانو ته د منلو پروګرام د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې پیل شو، خو تر دې مهاله د دغه پروګرام له لارې یوازې ۱۳ کسان له افغانستانه جرمني ته لېږدول شوي دي.

د جرمني له خوا د منلو له ژمنو سره سره، اوس هم زرګونه افغان کډوال د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان کې د ویزو او منلو په تمه دي، چې په زوره یې د ایستلو لپاره فشارونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه جوپه افغانستان ته راورسېده

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۰

اروپايي ټولنه وايي، د هرات د زلزله ځپلو لپاره یې کړې مرستې افغانستان ته رسېدلي او دغه هېواد ته به نورې بشري مرستې هم ولېږدوي.

په دغو مرستو کې د خیمو، درملو او خوراکي توکو په ګډون ۹۲ټنه اړین توکي شامل دي.

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري عملیاتو ادارې د دوشنبې په ورځ لیکلي، چې په دغو مرستو کې ۵۷ټنه کمپلې او ژمنۍ کڅوړې، ۲۰ټنه درمل او ۱۵ټنه خوراکي توکي شامل دي.

دغه مرستې افغانستان ته د الوتکو په وسیله استول شوې دي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ته وسپارل شوې.

په پام کې ده، چې د اروپا د مرستو د لېږد دویمه او درېیمه الوتنه ډېر ژر هرات او کابل ته وشي.

د کرېکټ پنځوس اوریز جام سیالیو کې افغانستان سرېلنکا ته ماتې ورکړه

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال پنځوس اوریز جام کې نن افغانستان له سریلنکا سره مخامخ شوی و، په پیل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او مخالفې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. دا د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې درې نړۍوالې لوبې ګټي.

د سرېلنکا ټوله لوبډله د ۴۹،۳ اورونو په جریان کې د ۲۴۲ منډو په هدف ورکولو سره وسوځېده.

افغانستان په ۴۵،۲ اورونو کې د درېیو ویکټو په سوځېدو دغه لوبه په خپلې بریا پای ته ورسوله.

افغان توپ اچوونکو فضل الحق فاروقي څلور لوبغاړي، مجیب الرحمان دوه، راشد خان او عظمت الله یوه – یوه ویکټ واخیسته.

د توپ وهنې په برخه کې عظمت عمرزي ۷۳، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۵۸ او رحمت شاه ۶۲ منډې وکړې، له دې سره افغانستان د کرېکټ په نړۍوال جام کې خپله درېیمه لوبه هم وګټله

له دې وړاندې افغانستان له انګلنډ او پاکستان څخه لوبې ګټلي دي.

د کرېکټ پنځوس اوریز جام سیالیو کې سرېلنکا افغانستان ته ۲۴۲ منډې هدف ورکړی

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال پنځوس اوریز جام کې نن افغانستان له سریلنکا سره مخامخ شوی، په پیل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او مخالفې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د سرېلنکا ټوله لوبډله د ۴۹،۳ اورونو په جریان کې د ۲۴۲ منډو په هدف ورکولو سره وسوځېده.

افغان توپ اچوونکو فضل الحق فاروقي څلور لوبغاړي، مجیب الرحمان دوه، راشد خان او عظمت الله یوه – یوه ویکټ واخیسته.

دا مهال د افغانستان توپ وهنه روانه ده.

له دې وړاندې افغانستان له انګلنډ او پاکستان څخه لوبې ګټلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په دولسمه ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې امیر خان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په انقره کې لیدلي دي. عبدالقهار بلخي وايي؛ په دغه لیدنه کې متقي ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ وسلوال مخالفت نه شته.

څو ورځې وړاندې په کابل کې یوه چاودنې ګڼ شمېر افغانان ووژل خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ وسلوال مخالفت نه شته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن دوشنبې ( د لړم ۸ مه ) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان تر منځ په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو ډېپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو، نویو سوداګریزو دهلیزونو او ګڼو سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دوی زیاتوي دواړو بهرنیو چارو وزیرانو د دا ډول ناستو او یو له بل سره په همکاریو ټينګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول ناستې به دوام پیدا کړی.

بلخي زیاتوي؛ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان قیدان چمتوالی وښود، چې د طالبانو حکومت سره به په بېلابیلو برخو کې د ظرفیت لوړونې په موخه همکاري کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د لیدنې پرمهال ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ وسلوال مخالفت وجود نه لري.

دا ادعا په داسې کې کیږي، چې څو ورځې وړاندې د کابل په یو ورزشي کلپ کې دننه یوې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

چې د دغه برید پړه هم داعش ـ خرسان ډلې پر غاړه واخیسته.

د مقاومت او ازادۍ هغه جبهې دي، چې له تېرو څو میاشتو راهسې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي دي او ادعا یې کړې ده، چې په دغو بریدونو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دوو کلونو په تېریدو سره د طالبانو حکومت هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه پېژني.

له دې وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له لسو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی.

د سرچینو په خبره؛ ښاغلی متقي د میزان پر ۲۷ ترکیې ته تللی؛ خو طالب ویاندانو د دې سفر له رسنیز کولو ډډه کړې ده.

ملګري ملتونه: د هرات په زلزلې کې ۱۳۰۰ څاروي مړه شوي دي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان وکړ، چې د هرات په ۹ کلیو کې د تلې د ۱۵ نېټې زلزله کې ۱۳۰۰ څاروي مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د دوشنبې په ورځ د لړم په اتمه وویل، چې د هرات له زلزله ځپلو کروندګرو او مالدارانو سره به بېړنۍ مرستې زیاتې کړي.

دې سازمان پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه په یوه یادښت کې لیکلي، چې دوی د زلزلې له امله زیانمن شوي ۱۴۸ مالدارانو بزګرانو ته د وترنرۍ خدمتونه وړاندې کړي او د نېږدې ۱۴۰۰ څارویو درملنه یې کړې.

د تلې په ۱۵مه هرات د یوې خونړۍ زلزلې شاهد و، چې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې یې تر لسو ډېر کلي ویجاړ او سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دغې خونړۍ زلزلې څخه څه د پاسه شل ورځې تېرېږي؛ خو طالبانو تر اوسه پورې د دغې زلزلې د سر زيان او مالي زيان دقيق شمېر نه دى په ډاګه کړى .