سیمه‌ییز چارواکي: وسله‌والو د پاکستان په سوېل لویدیځ کې یو پولیس او څلور کارګران وژلي

یوه حکومتي ویاند رسنیو ته ویلي، د سه شنبې په سهار د پاکستان په سوېل لویدیځ ښار تربت کې څلور کارګران او یو پولیس افسر په ډزو ووژل شول. د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي هم رسنیو ته ویلي:« ترهګرو یو ځل بیا عام خلک په نښه کړي، چې د دوی اصلي څېره په ډاګه کوي.»