بلال کریمي: په تورخم کې د کډوالو د ثبت بهیر لپاره تخنیکي ډلې او وسایل رسېدلي دي

د طالبانو ویاند مرستیال د چهار شنبې په ورځ (د لړم لسمه) پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د کډوالو د ستونزو د کمېدو په موخه تورخم ته د کډوالو د ثبت بهیر لپاره تخنیکي ډلې او وسایل رسېدلي دي.