د سپین بولدک ـ چمن دروازه د هغو مساپرو له پاره وتړل شوه چې پاسپورټونه نه لري

له کندهاره ځایي سرچینې وايي، پاکستان د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه هغو مساپرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې ویزه او پاسپورټ نه لري. وړاندې تر دې پر دغه دروازه کندهار او سوېلي پښتونخوا ته تګ راتګ د افغاني تذکرې او د پاکستان په شناختي کارډ تر سره کېده.