ایرانی چارواکی: د هامون د حقابې په اړه له طالبانو سره خبرې مو ګټورې تمامې شوې

د ایران مرستیال ولسمشر د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو په وروستیو خبرو اترو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د باران له پېلیدو سره سم به د هامون سیند حقابه را پریږدي. علي سلاجقه وویل چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د هامون د حقابې په اړه ګډې ناستې به په منظم ډول دوام وکړي.