بښنې نړیوال سازمان:هېوادونه دې د افغان کډوالو کوربه توب لپاره له پاکستانه مالي ملاتړ وکړي

د بښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ پر پاکستان غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو اېستل ودروي. د بشري حقونو دغه سازمان د نړۍ له هېوادونو هم غوښتي چې له پاکستان سره مالي مرسته وکړي او هغو افغانانو ته چې د طالبانو له ظلمونو تښتېدلي دي پناه او ونډه ورکړي.