طالبان: له هېوادونو غواړو، چې افغانانو سره په اسلامي روحيه، ورورولۍ او درناوي چلند وکړي

د پاکستان حکومت له‌خوا ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل په ختمېدو، طالبانو په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې له هغو هېوادونو مننه کړې، چې له لسیزو راهیسې یې د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی او ویلي یې دي:« موږ له هېوادونو مننه کوو او له دوی غواړو، چې افغانانو ته وخت ورکړي.»