د نومبر لومړۍ نېټه؛ نن افغان کډوالو ته د پاکستان له‌خوا د ضرب الاجل د بشپړېدو ورځ ده

که څه هم چې د نومبر لومړۍ نېټه راورسېده؛ خو پرون پاکستانۍ رسنیو اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د ناقانونه کډوالو پر ضد عملیات سر له سبا یعنې د پنجشنبې په ورځ پیل شي.