• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا یوشمېر افغان کډوالو ته سندونه لېږلي، چې د قضیو تر بشپړېدو به په پاکستان کې خوندي وي

۱۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۶ GMT+۰

د پاکستان له‌خوا ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل ختمېدو سره هم‌مهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته یو مخیز سند استولی، چې د پناه غوښتنې لپاره یې غوښتنلیکونه منل شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په استول شوي برېښنا لیکونو کې راغلي، چې د پاسپورټ سره یوځای دغه سند په پاکستان کې د دوی ستونزې یو څه هوارولی شي او پولیس به له دوی سره کار و نه لري.

په برېښنا لیک کې دا هم راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کړې دي او دغه سندونه د پاکستان حکومت په غوښتنې دغه افغانانو ته استول شوي دي.

دمګړۍ په پاکستان کې افغانان امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو ته د ویزو د ترلاسه کولو لپاره په تمه پاتې دي.

دغه سند په پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو ته چې ویزې یې ختمې شوې دي، د هیلیو یو شین څراغ دی.

له دې سره به تر یوه بریده د خلکو ستونزې هوارې شي او په پاکستان کې مېشتو افغانانو د امریکا له دغه ګامه هرکلی کړی دی.

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان کډوالو سره یوه شمېره هم شریکه کړې، چې ستونزې سره د مخېدو پرمهال به له هغې شمېرې سره اړیکه نیسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ارګ:په تورخم ښارګوټي کې د راغلیو کډوالو لپاره دوه موقتي کمپونه جوړوو

۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغانانو د ویستلو لړۍ په ډېرې چټکۍ روانه ده، د طالبانو د رییس الوزرا د دفتر اداري مرستیال د سې شنبې په ورځ له یوه پلاوي سره تورخم ته سفر وکړ.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ پر خپلې اېکس(ټولنیزې شبکې)لیکلي، چې عبدالسلام حنفي د تورخم ښارګوټي او لعلپورې ولسوالۍ ته څېرمه د دوو موقتي کمپونو د جوړولو امر کړی دی.

له پاکستان څخه د افغان بې اسنادو کډوالو د وتلو وروستۍ هم پوره شوه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وزیر د سې شنبې په ورځ وویل، چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۱مه) به د افغان کډوالو جبري ویستل پیل شي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې د پاکستان د حکومت د وروستۍ نېټې له پاې ته رسېدو سره زیات شمېر افغان کډوال د سې شنبې په ورځ (د لړم ۹مه) له لاریو او بسونو سره پولې غاړې ته راغلي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي او ویل کېږي، چې په تېره یوه میاشت کې له ۱۰۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو په اجباري شړلو د نیوکې په ترڅ کې وویل، چې دغه هېواد د «ښه ګاونډیتوب او انساني عاطفې خلاف» کډوال په زوره شړي.

څه موده وړاندې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي وو، چې په ننګرهار ولایت کې به د هغو افغان کډوالو لپاره چې له پاکستانه ویستل کیږي یو موقتي کمپ جوړ کړي.

سرفراز بګټي: د ناقانونه افغان کډوالو د ویستلو بهیر به د پنجشنبې په ورځ پیل شي

۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به د ناقانونه افغان کډوالو د را ویستلو لړۍ پیل شي. سرفراز بګټي د سې شنبې په ورځ د جزییاتو له ورکولو پرته وویل: "موږ به یوازې هغه کسان چې په بشپړه توګه غیر قانوني دي له پاکستان څخه وباسو".

نوموړي په یوه بیان کې زیاته کړه چې د اخراج پروسه به "اوږده او تدریجي وي."

د روانې میاشتې په پیل کې اسلام اباد د غیر قانوني کډوالو د ویستلو پرېکړه اعلان کړه او ادعا یې وکړه، چې افغان اتباع په پاکستان کې په تاوتریخوالي، قاچاق او جرمونو کې لاس لري.

په کابل کې طالبانو دغه تورونه رد کړي.

د بشري حقونو مدافع ډلو له اسلام اباده غوښتي، چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ په دغه هېواد کې څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې ډلې یې ۱،۷ میلیونه د اوسېدو اسناد نه لري.

ښاغلي بګټي وویل؛ هغه کسان چې په خپله خوښه وتلي په موقتي مرکزونو کې به مرستې ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ به هڅه وکړو چې دوی ته له دوو تر درېیو ورځو خوراکي او روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړو."

اسوشیټیډ پریس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې له پاکستان څخه د غیرقانوني مهاجرینو د ویستلو لپاره د ضرب الاجل وروسته په لوی شمېر کې افغانان په لاریو او بسونو کې د پولې پورې غاړې ته رسېدلي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په پاکستان کې د کډوالو پر وړاندې د زور زیاتي له امله شاوخوا دوه سوه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو سازمانونو ویلي، له هغه وخت راهیسې چې د دې میاشتې په پیل کې ضرب الاجل ټاکل شوی و، هره ورځ شاوخوا ۴۰۰۰ کسان له پولې اوړي.

د م.م کارپوهانو د طالبانو له زندانه د ندا پرواني او ژولیا پارسي د ژر خلاصون غوښتنه وکړه

۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له زندانه د بشري حقونو فعالې ندا ​​پرواني او ژولیا پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه. دوی په یوې بیانیه کې لیکلي، چې د ندا پرواني مېړه او د ژولیا پارسي مشر زوی، چې د نیول کېدو لامل یې نه دی ښودل شوی، هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

طالب جنګیالیو ندا پرواني د وږي میاشتې په پای کې او ژولیا پارسي یوه اونۍ وروسته د تلې په پیل کې په کابل کې ونیولې.

مېرمن پارسي د افغان معترضو ښځو د خپلواک غورځنګ مشره ده او ندا پرواني د دغه غورځنګ غړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې بیانیه کې د سې شنبې په ورځ (د لړم په۹ مه) د دوو مظاهره کوونکو ښځو د فزیکي او رواني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي، چې د مېرمن پرواني او مېرمن پارسي او د دوی د کورنۍ د غړو خوشې کېدل یوه بېړنۍ مساله ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم پر خپلې اېکس (ټولنیزې شبکې) لیکلي: «زه د ملګرو ملتونو د نورو کارپوهانو سره یو ځای پر طالبانو یو ځل بیا غږ کوم، چې سمدستي دې د بشري حقونو مدافعینې ژولیا پارسي او ندا پرواني چې له یوې میاشتې بندیانې دي راخوشې کړي».

دغو کارپوهانو د بشر د حقوقو په نړۍوالو قوانينو کې د سوله ييزې تجمع په ازادۍ باندې په ټينګار سره خبردارى ورکړ، چې خلک بايد يوازې د مخالفو نظريو په څرګندولو او له خپلو مشروع حقوقو څخه د استفادې له امله له ازادۍ څخه محروم نه شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وین؛ د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې له خطر سره مخ دي او دوی احتمالاً د خپل جنسیت له امله په نښه کیږي.

دغو کارپوهانو له طالبانو وغوښتل، چې افغانستان نړۍوالو ژمنو ته په پاملرنې سره باید د بیان ازادۍ او سوله ییزو مظاهرو ته درناوی وکړي.

دوی دا هم وویل، چې د ندا پرواني او ژولیا پارسي او د دوی د کورنیو د غړو له نیول کېدو یوه میاشت تېرېږي؛ خو د دوی د تورونو په اړه نه کومه محکمه جوړه شوې او نه یې هم وکیل ته لاسرسی پېدا کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د پوهنې د فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې مېرمن پرواني او اغلې پارسي دې له ځنډ پرته خوشې کړي.

له پاکستان څخه د کډوالو د ویستلو ضرب الاجل؛ زرګونه افغانان د پولې غاړې ته راغلي دي

۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۶ GMT+۰

اسوشیټډپرس راپور ورکړی، چې د کډوالو د وتلو د نېټې پاې ته رسېدو سره سم د سې شنبې په ورځ زیات شمېر افغانان په لاریو او بسونو کې د پولې غاړې ته راغلي. پاکستاني چارواکو ویلي، د تورخم او سپین بولدک لارې به د مازدیګر تر څلورو بجو خلاصې وي.

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی، چې که «ناقانونه کډوال» د نومبر تر لومړی نېټې ونه وځي وبه نیول شي، جریمه به شي او په زور به له دې هېواده وایستل شي.

د روانې میاشتې په پیل کې پاکستان «ناقانونه افغان کډوالو» ته د میاشتې تر پایه مهلت ورکړی و، چې له دې هېواده ووځي.

البته تر دې مخکې پر دې کډوالو د وتلو فشارونو زور اخیستې و.

پاکستاني چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په یوه میاشت کې شاوخوا سل زره کسان افغانستان ته ستانه شوي.

ملګري ملتونه وايي، په پاکستان کې له دوه میلیونو ډېر بې اسناده افغانان ژوند کوي او له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل لږ تر لږه ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ له پاکستانه د وتلو لپاره پر افغانانو د فشار له زیاتېدو راهیسې تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکي: په یوه میاشت کې نېږدې سل زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۰

پاکستاني چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا سل زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي؛ په تېره یوه میاشت کې هره ورځ شاوخوا څلور زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د يادو سازمانونو په وينا؛ تر دوو مياشتو وړاندې د پاکستان له لوري د دې پرېکړې تر اعلانېدو پورې افغانستان ته د تلونکو کسانو شمېر په اوسط ډول هره ورځ ٣٠٠ تنو ته راسېده.

په افغانستان کې طالبانو ویلي، چې د تلې په میاشت کې (د سپټمبر له ۲۳ څخه تر اکټوبر ۲۲ پورې) شاوخوا ۶۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

پاکستاني اتباعو ته خبرداری

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پاکستانیانو ته د بې اسنادو افغانانو د پناه ورکولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

سرفراز بګټي ویلي دي، چې که پاکستاني اتباع د سې شنبې په ورځ د اکتوبر له ۳۱ نېټې څخه ناقانونه مهاجرینو ته کورونه په کرایه ورکړي؛ نو دوی به د جرم «شریک» وګڼل شي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په خېبر پښتونخوا ایالت کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په غیر قانوني توګه ژوند کوي.

چارواکو ویلي، چې د داوطلبانه وتلو د مهالوېش په پای ته رسېدو سره به له دولت څخه د بې اسنادو افغانانو د وتلو پروګرام سبا چهارشنبه پیل شي.

ډان ورځپاڼې د یوه بل پاکستاني چارواکي له خولې ویلي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې به پولیس بې اسناده کسان ونیسي او دغه کسان به په پاکستان کې د ناقانونه اوسېدو له امله جریمه شي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ هغه ناقانونه کډوال چې توقیف کیږي د زندانونو پر ځای کمپونو ته استول کیږي او له راجسټر کېدو وروسته یې د اخراج لپاره پولې ته وړل کیږي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالی د زیاتیدو او په ځانمرګو بریدونو کې د یو شمېر افغانانو د لاس لرلو له ادعا وروسته د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو پرېکړه وکړه، چې ټول غیرقانوني کډوال له پاکستان څخه وویستل شي.

د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له فشارونو سره - سره د پاکستان حکومت ټینګار کوي، چې دغه پرېکړه به عملي کوي.
​