• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انګلنډ له اسټرالیا په ۳۳ منډو ماته خوړلو د نیمه پایلوبې چانس له لاسه ورکړ

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام ۳۶ سیالۍ کې نن اسټرالیا مدافع لوبډلې انګلڼد ته په ۳۳ منډو ماته ورکړه. له دې سره دفاعي اتلې لوبډلې انګلنډ نیمه پایلوبې ته د تللو چانس یې له لاسه ورکړ. د اسټرالیا لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۴۹.۳ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

د انګلنډ لوبډلې کپتان جوس بټلر د کوربه هند د احمد اباد ښار په نریندرامودي لوبغالي کې د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه.

انګلنډ د ۲۸۷ هدف د تعقیب لپاره په ۴۸.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیایي لوبغاړي مارنس لبوشین د ۷۱، کیمرون ګرین ۴۷، مارکس ۳۵ او ایډم زیمپا ۲۹ منډو کې وسوځیدل.

ادم زمپا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د انګلنډ لوبډله کې کرس ووکس ۴ ویکټې، عادل رشید او مارک دوه دوه ویکټې او لیونګستن او ډیوډ یوه یوه ویکته واخیسته.

د انګلنډ لوبډلې څخه بین ستوکس ۶۴، ډیویډ ملان ۵۰، معین علي ۴۲، کرس ووکس ۳۲ او ډیویډ ولي ۱۴ منډې وکړې.

د اسټرالیا له خوا ادم زامپا ۳ ویکټې، سټارک، هیزول ووډ او کیومنزني دوه دوه ویکټې واخیستې.

اسټرالیا د نننۍ لوبې سره په روان نړیوال جام کې ۶ لوبې وکړې چې یوازې یوه یې بایللې ده.

انګلنډ هم ۶ سیالۍ کړې خو یوازې یوه یې ګټلې او ۵ یې بایللې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کرېکټ نړیوال جام کې پاکستان نوي زيلنډ ته په ۲۱ منډو ماته ور کړه

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۹ GMT+۰

په کرېکټ نړیوال جام کې د باران له امله لوبه د پاکستان ملي لوبډلې په ګټه تمامه شوه نوي زيلنډ ته یې د ډي اېل اېس میتود له مخې په ۲۱ منډو ماته ور کړه. د نوي زیلنډ لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل شوو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۴۰۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان د هدف د ترلاسه کولو په هڅه کې په ۲۵.۳ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې او لوبه د باران له امله ختمه شوه.

د نوي زیلنډ لوبغاړو کې ریچن راویندرا ۱۰۸ او کین ویلیام سن ۹۵ منډو سره تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د پاکستان لوبغاړو کې محمد وسیم ۳ ویکټې، حسن علي، افتخار احمد او حارث روف یوه یوه ویکټه واخیسته.

افتخار زمان د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په روان نړیوال جام کې نوي زیلنډ ۵ لوبې کړي، خو یوازې یوه یې ګټلې ده.

پاکستان هم په روان نړیوال جام کې ۵ لوبې کړي، چې درې یې بایللې او ستره ماته یې هم د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې وه.

اسټرالیا په کرېکټ نړیوال جام کې انګلنډ ته ۲۸۷ منډې هدف وټاکه

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام ۳۶ سیالۍ کې نن اسټرالیا د انګلنډ ملي لوبډلې ته د ګټلو لپاره ۲۸۷ منډې هدف وټاکه. د انګلنډ لوبډلې کپتان جوس بټلر د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه. د اسټرالیا لوبډلې په ۴۹.۳ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیایي لوبغاړي مارنس لبوشین د ۷۱، کیمرون ګرین ۴۷، مارکس ۳۵ او ایډم زیمپا ۲۹ منډو کې وسوځیدل.

د انګلنډ د لوبډلې څخه کرس ووکس ۴ ویکټې، عادل رشید او مارک دوه دوه ویکټې او لیونګستن او ډیوډ یوه یوه ویکته واخیسته.

دا لوبه کوربه هند د احمد اباد ښار په نریندرامودي لوبغالي کې روانه ده.

اسټرالیا په اوسني نړیوال جام کې ۵ سیالۍ کړې، چې څلور یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

انګلنډ هم پنځه سیالۍ کړې خو یوازې یوه یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ور کړه

۱۳ لړم ۱۴۰۲ - ۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ په بنګله دېش کې کوربه لوبډلې ته په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ماتې ور کړه. د پچې ګټلو سره د بنګله دېش ښځو لوبډلې توپ وهل پیل کړل، خو په ۳۱.۵ اور کې یې په ۸۱ منډو ټولې لوبغاړې وسوځېدې.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په ۲۴.۵ اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

دا د پاکستان او کوربه هېواد د دریو لوبو لومړنۍ سیالي وه او پاکستان وګټله.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله د اکټوبر پر ۲۰ په څو لوبلړیو کې د ګډون لپاره بنګله دېش ته لاړه.

دا لوبډله د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره د نومبر تر لسمې درې شل اوره او درې پنځوس اوره لوبلړۍ لري.

افغانستان په کرېکټ نړیوال جام کې هالنډ ته په ماتې ور کولو نیمه پایلوبې ته نور هم نږدې شو

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۴ سیالۍ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې هالنډ ته په ۷ ویکټو ماتې ور کړه. دې سره افغانستان په نړیوال جام کې څلورم بری وګاټه او نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره نور هم نږدې شو.

افغانستان په ننني بري سره خپلې نومرې اتو ته ورسولې او نیمه پایلوبې ته د تلو په جدول کې یې پنځم ځای خپل کړ.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان لوبډلې په دې بریا خوشالي ښودلې او د نورو بریو هیله یې کړې ده.

د هند په لکنو ښار کې هالنډ د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو لومړنی لوبغاړی یې په یوه منډه د مجیب له خوا وسوځېد.

مجیب دې بري سره په یو ورځنیو لوبو کې د ویکټو شمېر سلو ته ورساوه او څلورم افغان لوبغاړی شو چې دا ویاړ لري.

وروسته د هالنډ لوبغاړي یو څه تم شول، خو بیا یې پرلپسې ویکټې له لاسه ور کړې او په ۴۷ اور کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

افغانستان په ۳۲ اور کې د دریو ویکټو په زیان سره دا هدف پوره کړ او روان جام کې یې څلورم بری وګاټه.

افغان لوبډله کې رحمت شاه د ۵۲، ابراهیم ځدراڼ ۲۰ او رحمان الله ګوربز د لسو منډو جوړولو سره وسوځېدل.

حشمت اللله شاهدي د ۵۶ او عظمت الله عمرزی ۳۱ منډو سره ناسوځېدلي پاتې او لوبه یې ټوله کړه.

افغانستان تر دې مخکې انګلنډ، پاکستان او سریلانکا ته ماتې ور کړې او درې لوبې یې هم بایللې وې.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

افغان ورو توب اچوونکي مجیب الرحمن په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سل وېکټې پوره کړې

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۶ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توب اچوونکي مجیب الرحمان په نړيوالو یو ورځینیو سیالیو کې ۱۰۰ ويکټې واخیستې. نوموړي نن د هالنډ په خلاف په خپل لومړي اور کې د دغه هیواد لومړنی لوبغاړی له ډګره بهر کړ، چې دې سره افغانستان لومړنۍ ویکټه ترلاسه کړه او د مجیب ۱۰۰ ویکټې پوره شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې مجیب الرحمان ۷۱ مه پاڼۍ کې د توب اچونې د غوره ۲۷ منډو اوسط سره څلورم افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه یې په خپل نوم ثبت کړه.

د معلوماتو له مخې ۲۲ کلن افغان لوبغاړي مجیب الرحمان ۷۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې په دغو لوبو کې تر نن سره سل ویکټې اخیستي دي.

محیب هغه افغان لوبغاړی دی چې د هندوستان او سترالیا په کډون د ګڼو هیوادونو سوداګریزو لوبو کې هم لوبیدلی دی.