• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ورو توب اچوونکي مجیب الرحمن په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سل وېکټې پوره کړې

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توب اچوونکي مجیب الرحمان په نړيوالو یو ورځینیو سیالیو کې ۱۰۰ ويکټې واخیستې. نوموړي نن د هالنډ په خلاف په خپل لومړي اور کې د دغه هیواد لومړنی لوبغاړی له ډګره بهر کړ، چې دې سره افغانستان لومړنۍ ویکټه ترلاسه کړه او د مجیب ۱۰۰ ویکټې پوره شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې مجیب الرحمان ۷۱ مه پاڼۍ کې د توب اچونې د غوره ۲۷ منډو اوسط سره څلورم افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه یې په خپل نوم ثبت کړه.

د معلوماتو له مخې ۲۲ کلن افغان لوبغاړي مجیب الرحمان ۷۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې په دغو لوبو کې تر نن سره سل ویکټې اخیستي دي.

محیب هغه افغان لوبغاړی دی چې د هندوستان او سترالیا په کډون د ګڼو هیوادونو سوداګریزو لوبو کې هم لوبیدلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

هند سریلانکا ته د ۳۰۲ منډو په توپیر ماته ورکړه او نیمه پای لوبې ته یې لار پېدا کړه

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ۳۳مه سیالۍ کې کوربه هند د سریلانکا ملي لوبډلې ته د ۳۰۲ منډو په توپیر د ماتې په ورکولو سره لومړۍ لوبډله شوه، چې د ۲۰۲۳ نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته یې لار پېدا کړه.

د کرېکټ نړۍوال جام په ۳۳مه سیالۍ کې نن کوربه هند د سریلانکا ملي لوبډلې سره د ممبي ښار په وانکیدا لوبغالي کې ولوبیدله.

د سریلانکا لوبډلې کپتان کوشل منډیسن د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه.

د هند لوبډلې د اتو ویکټو په زیان او د ۵۰ اورونو لوبولو سره ۳۵۷ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا ملي لوبډله د هدف په تعقیب کې پاتې راغله او ماتې یې وخوړه.

هندي توپوهونکی محمد شامي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. شامي په ۵ اورو کې د سریلانکا د لوبډلې ۵ ویکټې واخیستې او یوازې ۱۸ منډې یې مقابل ټیم ته ورکړي.

په روان نړۍوال جام کې دا د هند شپږمه سیالي وه؛ تر دې مخکې هند پنځه سیالۍ کړې او ټولې یې ګټلې دي.

هند په کرېکټ نړۍوال جام کې سریلانکا ته ۳۵۸ منډې هدف وټاکه

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۸ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال جام ۳۳ سیالۍ کې نن د کوربه هند د سریلانکا ملي لوبډلې ته د ګټلو لپاره ۳۸۵ منډې هدف وټاکه. د سریلانکا لوبډلې کپتان کوشل منډیسن د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه. د هند لوبډلې د اتو ویکټو په زیان او د ۵۰ اورونو لوبولو سره ۳۵۷ منډې جوړې کړې.

د هند لوبغاړو کې شبمن ګل ۹۲، ویرات کولي، ۸۸ او شریاس ایر ۸۲ منډو کولو سره ښه وځلېدل؛ خو کپتان یې روهیت شرما په څلورو منډو سره وسوځېد.

دا لوبه د ممبيي ښار په وانکیدا لوبغالي کې روانه ده.

سریلانکا په اوسني نړۍوال جام کې شپږ سیالۍ کړې؛ خو یوازې دوه یې ګټلې دي.

هند پنځه سیالۍ کړې او ټولې یې ګټلې دي.

په کرېکټ نړیوال جام کې سوېلي افریقا نوي زيلنډ ته په ۱۹۰ منډو ماته ور کړه

۱۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۲ سیالۍ کې نن نوي زیلنډ د سوېلي افریقا له ملي لوبډلې په لوی توپیر ماتې وخوړه. سوېلي افریقا ۳۵۷ منډې جوړې کړې وې، خو نوي زیلنډ یې په مقابل کې ایلا ۱۶۷ منډې وکړې. د هند په پونه ښار کې نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره سوېلي افریقا ته د توپ وهلو بلنه ور کړه.

سویلي افریقا د پنځوسو اورونو په لوبولو او څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره نوي زیلنډ ته د ۳۵۸ منډو هدف وټاکه.

خو د نوي زیلنډ ټول لوبغاړي تر ۳۵.۳ اور پورې وسوځېدل او ۱۶۷ منډې یې جوړې کړې او د ۱۹۰ منډو په توپیر سوېلي افریقا لوبه د ځان کړه.

په دې لوبه کې سوېلي افریقا د ۱۵ شپږیزو وهلو سره په روان جام کې د خپلو شپږیزو شمېر ۸۲ ورساوه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.

د سوېلي افریقا په لوبغاړو کې ویڼدر ډوسین د ۱۳۳ او ډي کاک د ۱۱۴ منډو جوړولو سره سلیزې وکړې او تر نورو ښه وځلېدل.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

په کرېکټ نړیوال جام کې سوېلي افریقا د شپږیزو ریکارډ جوړ کړ

۱۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۴ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۲ سیالۍ کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډلې له نوي زیلنډ سره په لوبه کې ۱۵ شپږیزې وکړې. نننۍ لوبې سره سوېلي افریقا د روان کرېکټ جام په ۷ سیالو کې ۸۲ شپږیزې وکړې او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.

تر دې مخکې انګلنډ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د ۷۶ شپږیزو وهلو سره دا ریکارد خپل کړی و.

د سوېلي افریقا او نوي زیلنډ نننۍ لوبه د کوربه هند په پونه ښار کې روانه ده.

نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره سوېلي افریقا ته د توپ وهلو بلنه ور کړه.

سویلي افریقا د پنځوسو اورونو په لوبولو او څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره نوي زیلنډ ته د ۳۵۸ منډو هدف وټاکه.

د سوېلي افریقا په لوبغاړو کې ویڼدر ډوسین د ۱۳۳ او ډي کاک د ۱۱۴ منډو جوړولو سره په نننۍ لوبه کې سلیزې وکړې او تر نورو ښه وځلېدل.

د افغانستان د والیبال کلبونو جام سیالۍ پیل شوې

۱۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د والیبال د کلپونو د اتلولۍ یا سیالۍ نن د ۲۰۲۳میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې ریاست په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې پیل شوې.

د پرانېستې له مراسمو وروسته د سرې میاشتې او ښاروالۍ والیبال ټیمونه سره ولوبیدل او لوبه د ۱-۳ په توپیر سره سرې میاشتې وګټله.

دا لوبې د سرې میاشتې د اونۍ د درناوي لپاره پیل شوې او تر پنځو ورځو به دوام وکړي.

د سیالیو د مهالویش له مخې، د ګروپي پړاو سیالیو په لومړیو دریو ورځو کې به هره ورځ څلور سیالۍ وشي.

په دغو پنځو ورځو کې به د ګډونوالو لوبډلو ترمنځ ۱۶ سیالۍ وشي.

دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، چې په لومړي ګروپ کې د سرې میاشتې، ستاره، شاروالي او صوفي کلب اې او په دويم ګروپ کې د ابن خلدون، صوفي کلب بي، المهدي او د لوګر اتلان لوبډلې دي.