د سند او بلوچستان روغتونونو ته د خطر زنګ؛ د کانګو په تبې له ۱۲ اخته کسانو څخه یې یو تن ومړ

د سند د روغتیا یوه چارواکي تایید کړه، چې یو کس د کانګو تبې له امله مړ شوی او ۱۱ نور هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي. په بلوچستان کې د لانګو په نوم یو ډاکټر په کانګو تبه له اخته کېدو وروسته، د کراچۍ اغا خان روغتون ته ولېږدول شو؛ خو نوموړی د دغې ناروغۍ له امله ومړ.