راستنې شوې باسواده نجونې: پاکستان او طالبانو د زرګونو نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

افغانستان ته ځینې تازه ستنې شوې نجونې وايي، افغانستان ته په راتګ سره یې احساس وکړ، چې دوی زندانیانې دي او د خپل برخلیک په اړه پخپله تصمیم نشي نیولی. دا نجونې وايي، پاکستان او طالبان په لوی لاس د زرګونو باسواده نجونو زدکړې محوه کړې او د هغوی راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.