متحده عربي اماراتو له افغان کډوالو سره د شلو زرو خیمو د مرستې خبر ورکړ

د متحده عربي اماراتو له خوا د کډوالو چارو له وزارت سره د ۲۰ زره خیمو مرسته تېره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده. د طالبانو د کډوالو چارو مالي او اداري مرستیال محمد ارسلان خروټي له نړیوالو وغوښتل چې د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.