د تېراه په پوځي عملیاتو کې ۳ وسلهوال او ۴ پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په تېراه سیمه کې د وسلهوالو ډلو په اړه د معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په تېراه سیمه کې د وسلهوالو ډلو په اړه د معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.
د عملياتو پر مهال د ډګرمن محمد حسن حيدر په مشرۍ پوځيانو د وسلهوالو پټنځايونه په نښه کړل، چې په پایله کې يې درې تنه وسلهوال ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.
د پوځ د یوې سرچېنې د راپور له مخې، په سيمه كې د وسلهوالو ډلو د ختمولو لپاره عمليات روان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونه د دغه شان ګواښونو ختمولو ته ژمن دي او د دوی پوځیان دا ډول قربانۍ او د وسلهوالو ډلو پر وړاندې پیاوړی هوډ لري.

د سند د روغتیا یوه چارواکي تایید کړه، چې یو کس د کانګو تبې له امله مړ شوی او ۱۱ نور هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي. په بلوچستان کې د لانګو په نوم یو ډاکټر په کانګو تبه له اخته کېدو وروسته، د کراچۍ اغا خان روغتون ته ولېږدول شو؛ خو نوموړی د دغې ناروغۍ له امله ومړ.
د سند د روغتیا ریاست ویاند شبیر علي بابر رسنیو ته وویل:« په صوبه کې خبرداری ورکړل شوی او د سند په کچه روغتونونو ته لارښوونه شوې، چې د ویروس پر وړاندې د مخنیوي تدابیر ونیسي.»
هغه د دې خبرې پخلی وکړ، چې د بلوچستان په ټولو روغتونونو کې هم د سخت خبرداري غوښتنه شوې ده.
د کانګو تبه یوه ساري ناروغي ده، چې د ټوخي او د اخته څارویو سره د تماس له لارې لېږدول کېږي.
د بلوچستان د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر وسيم بېګ د ډاکټر لانګوف د مړينې پخلی کړی دی.
هغه زياته کړه، په بلوچستان کې په ټوليزه توګه ۱۲ کسان د کانګو په تبه اخته شوي وو چې له امله یې یو کس ومړ.
بابر وويل، له بلوچستان څخه ۱۱ ناروغان کراچۍ ته لېږدول شوي او دا مهال په اغاخان روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بېګ وویل، چې له اسلام اباده د روغتیا ملي انسټیټیوټ یوه ډله کوټې ته رسیدلې ده.

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې پر یوې هوایي اډې له هغه برید وروسته چې درې الوتکې یې زیانمنې کړې او د تېلو یو ټانکر یې ویجاړ کړ، د پوځي او نورو امنیتي تاسیساتو امنیت یې ټینګ کړی دی.
پوځ ادعا وکړه، چې د میانوالي په روزنیزې هوایی اډه کې د شنبې د ورځې برید د امنیتي ځواکونو د "چټک او ګټور ځواب" له امله په لویه کچه ناکام شو.
د اسوشېټیډ پرېس لهخوا تحلیل شوي د سپوږمکۍ عکسونه چې د برید څخه څو ساعته وروسته اخیستل شوي، ښیي چې یوه الوتکه د اور له امله ویجاړه شوې اډه کې ولاړه ده.
پوځ ویلي، چې په دغه برید کې یې ټول نهه بریدګر وژلي دي.
دوو امنیتي چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، چارواکو د نورو احتمالي بریدونو په اړه د استخباراتي راپورونو له مخې په پوځي او نورو حساسو امنیتي تاسیساتو کې امنیت ټینګ کړی دی.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه له پاکستانه د جبري ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د لنډمهاله مېشتېدنې کمیټې د راپور پر بنسټ لیکلي، چې د (لړم په ۱۴مه) په کندهار کې راستنېدونکو د ثبت او راجستر لپاره دوه نوې انتظار خونې جوړې شوې.
ویل کېږي، چې په دغو انتظار خونو کې ۲۰ ګرځنده تشنابونه او د اوبو ټانکرونه چمتو شوي دي.
د دغې کمیټې د مالوماتو پر بنسټ، د سپین بولدک په صفري نقطه کې د یوه ۱۵ متریزه څپر د جوړېدو چارې هم مخ په بشپړېدو دي.
دغه انتظارخونې وروسته له هغه جوړېږي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستنه په پراخه کچه پیل شوه او ورسره هم مهاله د دغو جبري راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شول.
تېره میاشت د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو لپاره د نومبر تر ۲مې نېټې په خپله خوښه د وتنې ضرب الاجل ټاکلی و.
د ټاکل شوي ضری الاجل وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د اېستنې پراخ عملیات پیل شوي.
د پاکستان دغه کړنه په نړۍواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوه.

له پاکستانه د اېستلو پر مهال د افغان کډوالو د شتمنیو د ضبط کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي ویلي، چې نړیوال سازمانونه باید د دغو کډوالو د شتمنیو د ضبطولو په اړه څېړنې وکړي. هغه وویل چې اېستل شوي کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
له پاکستانه په زور اېستل شوي بې اسناده افغان کډوال وايي، چې پر کورونو سربېره یې څاروي هم په دغه هېواد کې پاتې دي او پاکستاني پولیسو دوی ته اجازه نه ورکوله، چې د دوی ډېری شخصي سامانونه هم ولیږدوي.
پاکستان څه د پاسه ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی دی. په لسګونو کډوال د نیول کیدو له ویرې افغانستان ته تښتیدلي دي. د پاکستان پولیسو یو شمېر کډوال نیولي هم دي او افغانستان ته یې د اېستلو له پاره زندانونو ته لېږدولي دي.
د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) زلمي خلیلزاد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «د افغان کډوالو ایستل د طالبانو له چارواکو او یا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره له مخکې همغږۍ پرته ترسره شوي دي.»
افغان کډوال له پاکستانه د تورخم او چمن له فرضي کرښې اوړي. طالبانو د دغو کډالو له پاره کمپونه جوړ کړي دي چې په افغانستان کې خپل اصلي ځای ته له لیږدولو وړاندې همدلته دېره شي.
څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ویلي وو، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د څه باندې څلور میلیارډ ډالرو شتمنۍ ضبط شوې دي.
خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې فابريکې او بار وړونکي لارۍ د ضبط شويو پيسو يوه برخه ده.
هغه زیاته کړه، په کراچۍ او کوېټه کې د غالۍ اوبدلو د ۵۰۰ فابریکو او په پاکستان کې د افغان سوداګرو د شاوخوا ۲ زره لاریو وضعیت لا هم ناڅرګند دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او د دغې لیدنې وروسته یې ویلي؛ دوی ډاډ لري چې د ناټو په غړو هېوادونو کې به د سوېډن د غړیتوب هڅې کړندۍ شي.
څو میاشتې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو په تړون کې د سوېډن د غړیتوب په اړه مخالفت څرګند کړی و.
که څه هم بلېنکن او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو بشپړ جزییات نه دي روښانه شوي؛ خو د بلېنکن له خبرو ښکاري، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ د خبرو یو مهم بحث په ناټو کې د سوېډن داخلېدل وو.
بلېنکن له دې سفره وړاندې ویلي وو، چې دی ډاډه دی په دغه برخه کې به ځانګړی پرمختګ وشي.
له دې وړاندې اوکراین هم له ناټو غړیو هېوادونو څخه غوښتي وو، چې دغه هېواد د ناټو په تړون کې شامل کړي؛ له دغې غوښتنې سره روسیې مخالفت ښودلی و.
