د بلوچستان حکومت پتیېلې، چې د بې اسناده کډوالو پر ضد به عملیات چټکوي

د پاکستان په سویل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې حکومت به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د بې اسناده کډوالو په وړاندې خپل عملیات ګړندي کړي. یوه لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل، تمه لري چې حکومت د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰-۱۵۰،۰۰۰ بې اسناده کسان له دغه هېواده وباسي.