• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او هند له طالبانو بیا وغوښتل چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۰ GMT+۰

امریکا او هند له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او لږکيو حقونو ته درناوی وکړي. په ډيلي کې له خبرو وروسته د امريکا او هند د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې پر طالبانو غږ وکړ چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن اود دفاع وزیر لویډ اسټین د جمعې په ورځ(د لړم پ ۱۹مه) په ډیلي کې د ۲+۲ خبرو اترو په چوکاټ کې د خپلو هندي سیالانو سابر امانیام جایشنکر او راجنات سینګ سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د دې ناستې ګډه اعلامیه خپره شوې چې پکې راغلي: «وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودریږي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم کس یا ډلې لخوا د بل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره استعمال شي».

په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک یادونه شوې، چې له مخې یې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو په پناه ځای بدله نه شي او نه باید د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره وکارول شي.
طالبان پر افغانستان د بیاځلې واکمنیدو راهیسي په دغه هېواد کې د امنیت او سولې د ټینګښت ادعاوې کوي، خو د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو د راپورونو له مخې دا مهال په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالې دي.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ژمنه وکړه چې د یوه باثباته افغانستان په هدف به د افغانستان په اړه خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند: داعش د پاکستان په دولتي مېلمستونونو کې ساتل کیږي

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۰

طالبانو ته نژدې المرصاد وېبپاڼه د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند له خولې وايي، داعش د پاکستاني استخباراتو لخوا په دولتي مېلمستونونو کې ساتل کیږي. د احسان الله احسان په خبره، داعش ته دنده ورکړې شوې وه چې تحریک طالبان پاکستان مات کړي او جګړه د پاکستان پر ځای افغانستان ته یوسي.

طالبانو ته نژدې المرصاد وېبپاڼه کې نن شنبه د لړم ۲۰ مه د «پاکستان او داعش د یوې سکې دوه اړخونه دي » په نوم د پاکستاني طالبانو تحریک د پخواني ویاند احسان الله احسان لېکنه خپره کړې ده.

احسان الله احسان له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې هم تایید کړه، چې دغه لیکنه ده کړې ده.

د ټي ټي پي پخوانی ویاند په دغه لېکنه کې وايي چې داعش ژمنه کړې وه چې دغه ډله به د پاکستان لپاره کوم ولایت یا تنظیمي جوړښت نه اعلانوي، خپل تشکیل به تر افغانستان پورې محدودوي او د عملیاتو مرکز به يې په افغانستان کې وي او پاکستان به ورسره یوازې مالي او لوژیستیکي مرستې کوي.

احسان الله احسان د لیکنې په یوه برخه کې لیکي چې دی په دې باور دی چې په افغانستان کې د پاکستان د داعش پروژه ناکام شوه.

خو بیا په بله برخه کې وايي پاکستان اوس هم داعش وسلوال په خپلو مېلمستونونو کې ساتلي او د دوی په فکر په راتلونکي کې به یې په کار شي.

دی وايي د داعش له جوړېدو را هیسې د دې ډلې له مشرانو نیولې تر وسلوالو پورې ټول پاکستانیان دي خو دوی د پاکستان پرځای په افغانستان کې جګړه کوي.

نوموړی د لېکنې په یوه برخه کې لیکلي: «دا خبره له هيچا پټه نه ده چې د داعش خراسان لومړی امیر حافظ سعید اورکزی د پاکستان د استخباراتي ادارې له افسرانو سره د اورکزو ایجنسۍ په ډبوري‌ سيمه کې ناستې درلودې، مخکې له دې چې د داعش خراسان لپاره ولایت اعلان کړي، خبرې اترې او رسمي توافق وشو.»

المرصاد وېبپاڼه په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره فعاله شوې ده او د داعش اړوند ټول خبرونه په دغه وېبپاڼه کې نشریږي.

طالبان په دې کار سره غواړي چې د دوی تر کنټرول لاندې په نورو داخلي رسنیو کې د داعش اړوند راپورونه نشر نشي ترڅو عامه فکرونو باندې منفي تاثیر ونه کړي او دغه ډله همیشه کوشش کوي چې خلکو ته وايي په افغانستان کې داعش وسلوال فزیکي حضور نه لري.

احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو تحریک یو له فعالو ویاندویانو څخه و، چې په پاکستان کې پر نوبل جایزه کټونکې ملاله یوسفزۍ او پيښور کې پر یو نظامي ښوونځی د خونړي بریدونو مسوولیت یې منلی و.

نوموړی څو کاله وړاندې پاکستاني ځواکونو ته تسلیم شو، خو بیا وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې دی د پاکستاني ځواکونو له زندانه تښتېدلی او له دغه هیواده یې پښې سپکې کړې دي.

له ایران سره د ملا برادر په «شفاهي هوکړه» پسې د طالبانو د اوبو وزیر تهران ته روان شو

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور نن د یوه پلاوي په مشرۍ په یو رسمي سفر ایران ته روان شو. د دغه طالب چارواکي دا سفر په داسې مهال دی چې ایران وايي، ملا برادر ور سره په خپل وروستي سفر کې د «هلمند د اوبو په اړه شفاهي هوکړه کړې ده.»

خو ښاغلي منصور دې مسلې ته له اشارې پرته خپل اېکس کې لیکلي: «دې سفر کې د برېښنا د تړون د تجدید، دبرېښنا د مناسبې تعرفې او ګڼو نورو مسلو په هکله خبرې کوي.»

ایران ته د دغه طالب چارواکي سفر تهران ته د دې ډلې د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر له پنځه ورځني سفر وروسته دی.

ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني خو اقتصادي اړیکي یې ور سره خورا پراخ کړي دي او د ملا برادر په سفر کې هم دواړو لورو د اقتصادي همکارۍ پنځه سندونه لاسلیک کړل.

خو د طالبانو او ایران ترمنځ د اختلاف هم ټکی په هلمند سیند کې د تهران حقابه ده، چې ایراني چارواکي یې بیا بیا غوښتنه کوي او طالبان تورنوي چې ایران ته اوبه نه ور پرېږدي.

د ملابرادر له سفر یوه ورځ وروسته یو ایرانی چارواکی وایي چې، د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال سره د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر په لیدنه کې د هلمند د اوبو په اړه شفاهي هوکړه شوې ده.

نوموړي ویلي، ملا برادر ژمنه کړې چې د شرایطو په برابرېدو سره به حقابه ورکړل شي.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د تهران دا تور ردوي چې اوبه نه ور پرېږدي.

دوی وايي، د کم ورښت له امله هلمند سیند کې اوبه کمې دي او تر ایران نه رسېږي.

طالبانو تېر دوبی د ایران تخنیکي ډلې ته هم اجازه ور کړه چې د هلمند سیند اوبه له نږدې وګوري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي «د غزې په هکله خبرې نه، عمل پکار دی»

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۹ GMT+۰

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي سعودي عربستان ته تر روانېدو مخکې د شنبې په ورځ په تهران هوايي ډګر کې وویل، په غزه کې د جګړې په هکله د عمل وخت دی. د هغه په خبره: غزه د خبرو ډګر نه بلکې د عمل ډګر دی. ابراهیم رییسي د اسلامي همکارۍ سازمان په نوښت د غزې په هکله غونډه کې ګډون کوي.

نوموړي پر غزه د اسراییل برید ته په اشاره زیاته کړه: «اوس د اسلامي‌ هېوادونو اتحاد ډېر مهم دی.»

ابراهیم رییسي زیاته کړه: "امریکا وايي چې د جګړې پراخول نه غواړي او ایران او څو هېوادونو ته یې پیغامونه استولي دي. خو دا څرګندونې د امریکا له کړنو سره سمون نه لري.

د نوموړي په خبره،: «په غزه کې د جګړې ماشین د امریکا په لاس کې دی، امریکا په غزه کې د اوربند مخه نیسي او جګړه پراخوي. نړۍ باید د امریکا اصلي څېره وویني."

د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل د حماس په برید پسې، تل ابیب پر غزه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي، چې تر لس زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

د دې جنګ د مخنیوی لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان بېړنۍ غونډه نن په ریاض کې جوړېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د ښاغلي رییسی ملتیا یې کوله دې غونډې ته په اشاره وویل: «دا سرمشریزه به په سیمه کې جنګپالو ته قوي پیغام واستوي او په فلسطین کې به د جنګي جرمونو مخه ونیسي.»

په دې ناسته کې پر ایران او کوربه هېواد سربېره، د ترکیې، قطر، امارات، پاکستان او نورو هېوادونو مشران او مهم چارواکي هم ګډون لري.

دا له کلونو وروسته سعودي ته د ایران د ولسمشر لومړنی سفر دی.

تهران او ریاض تېر مارچ د چین په منځګړتوب د کلونو دوښمني ختمه کړه.

له پاکستانه په اېستل کېدونکو افغان کډوالو کې اتیا سلنه یې د اوسېدو اسناد لري

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۴ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې لیکلي، د استولو یا ټرانزیټ په مرکزونو کې یې ۸۰ سلنه داسې کسان لیدلي چې په پاکستان کې د اوسېدو بشپړ اسناد لري او دغې مسلې چارواکو ته د هغوی د استولو په بهیر کې ستونزې پېښې کړې دي.

له هغه مهاله چې د افغان کډوالو د ستنولو خبره پورته شوې؛ نو پاکستاني پولیس چې چېرته افغانان ویني هغوی نیسي، بندیانوی یې او یا یې هم د بډو اخیستو وروسته خوشې کوي.

دغه چاره د پاکستان تر نورو صوبو زیاته په سند کې ډېره ترسره کېږي او په ګڼ شمېر کې افغانان په تېره بیا پښتانه زندانونو ته استول کېږي او په ډله‌ییزه توګه بېرته افغانستان ته شړل کېږي.
هغه افغانان چې تر نیولو وروسته د ساتلو مرکزونو ته وړل کېږي، هلته د دوی د اسنادو بهیر دومره پېچلی او ځنډنی دی چې په څو ورځو او اوونیو کې دغه بهیر نه بشپړیږي، چې په دې توګه ګڼ نیول شوي افغانان هلته تر ډېره ساتل کېږي چې د خوراک، څښاک او دارو درملو اسانتیاوې هم نه لري.
داسې رپوټونه هم شته، چې په نیول شویو کسانو کې د خامې خولې ماشومان هم شته چې کورنۍ یې له حال او احواله خبرې نه وي او هغوی زندانونو او یا هم د ېمرکزونو ته راوړل شوي وي.
تر ډېره افغان کډوال په طالب چارواکو نیوکې کوي، چې د دوی په وینا د هغوی د نیولو، بندي کولو او جبری شړلو په برخه کې یې له ډیپلوماسۍ کار نه دی اخیستی او نه یې هم له ډیپلوماټیکو لارو دغه ستونزه غوڅه کړې.

دوی وايي، اوس چې په دې وروستیو کې طالب مشرانو کومې نارې سورې پیل کړې دي دا له اختره وروسته د نکریزو په مانا دي.

اسټرالیا د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ د یوه هېواد ټولو خلکو ته پناه ورکوي

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۷ GMT+۰

اسټرالیا اعلان کړی چې د تووالو ټولو اوسیدونکو ته چې د اقلیمي ناورین له خطر سره مخ دي پناه ورکوي. تووالو په ارام سمندر کې د لږ جګو پوګانو یوه کوچنۍ مجموعه ده چې له ۱۱ زرو څخه ډېر نفوس لري.

د اسټرالیا حکومت ویلي چې هر کال شاوخوا ۲۸۰ کسانو ته ویزې ورکوي.

اسټرالیایي ورځپاڼي سانډي هرالډ مارنینګ راپور ورکړی چې د تووالو ټول ۱۱ زره او ۲۰۰ اوسیدونکو ته به پناه ورکړل شي که د اقلیمي بدلون له امله دې کوچني هېواد کې استوګنه ستونزمنه شي.

وړاندوینه کیږي چې د تووالو د پلازمینې فونافوټي نیمایي برخه به تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې له اوبو لاندې شي.

د استرالیا د لومړي وزیر انټوني البانیز او د تووالو د حکومت ترمنځ د تړون له مخې د دغه هېواد اوسیدونکي په استرالیا کې ژوند، کار او زدکړې کولی شي.

استرالیا هم ژمنه کړې چې د طبیعي پېښو، ساري ناروغیو یا پوځي یرغل پر وړاندې له دغه کوچني هېواد سره به مرسته وکړي.

100%

د تووالو د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اوبو له منځه د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې وینا وکړه

اسټرالیا د نوې هوکړې ځینې برخې د ارام سمندر دې هېواد کې د چین د نفوذ په اړه د اندېښنې له امله دي.

دا تړون اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې د تووالو او چین ترمنځ هر ډول امنیتي تړون یا دفاعي همکارۍ ویټو کړي ترڅو د چین د نفوذ مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، تووالو یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې لري.