• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټرالیا د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ د یوه هېواد ټولو خلکو ته پناه ورکوي

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۷ GMT+۰

اسټرالیا اعلان کړی چې د تووالو ټولو اوسیدونکو ته چې د اقلیمي ناورین له خطر سره مخ دي پناه ورکوي. تووالو په ارام سمندر کې د لږ جګو پوګانو یوه کوچنۍ مجموعه ده چې له ۱۱ زرو څخه ډېر نفوس لري.

د اسټرالیا حکومت ویلي چې هر کال شاوخوا ۲۸۰ کسانو ته ویزې ورکوي.

اسټرالیایي ورځپاڼي سانډي هرالډ مارنینګ راپور ورکړی چې د تووالو ټول ۱۱ زره او ۲۰۰ اوسیدونکو ته به پناه ورکړل شي که د اقلیمي بدلون له امله دې کوچني هېواد کې استوګنه ستونزمنه شي.

وړاندوینه کیږي چې د تووالو د پلازمینې فونافوټي نیمایي برخه به تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې له اوبو لاندې شي.

د استرالیا د لومړي وزیر انټوني البانیز او د تووالو د حکومت ترمنځ د تړون له مخې د دغه هېواد اوسیدونکي په استرالیا کې ژوند، کار او زدکړې کولی شي.

استرالیا هم ژمنه کړې چې د طبیعي پېښو، ساري ناروغیو یا پوځي یرغل پر وړاندې له دغه کوچني هېواد سره به مرسته وکړي.

100%

د تووالو د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اوبو له منځه د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې وینا وکړه

اسټرالیا د نوې هوکړې ځینې برخې د ارام سمندر دې هېواد کې د چین د نفوذ په اړه د اندېښنې له امله دي.

دا تړون اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې د تووالو او چین ترمنځ هر ډول امنیتي تړون یا دفاعي همکارۍ ویټو کړي ترڅو د چین د نفوذ مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، تووالو یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي کمپ کې د فلسطین په ملاتړ لاریون وشو

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۳ GMT+۰

په پاکستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمیر پلویانو د پيښور شمشتو پڼډغالي کې د اسراییل ضد او د فلسطین په ملاتړ لاریون وکړ. دغو لاریونوالو چې د حکمتیار انځورونه او د فلسطین بیرغونه یې له ځانونو سره لېږدول، په غزه کې د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.

دغه لاریون نن د لړم پر ۱۹ مه د جعمې له لمانځه وروسته ګڼ شمیر د حزب اسلامي پلویان د شمشتو کمپ کې سره راټول شوي وو.

لاریونوالو په غزه کې د اسراییل بمباریو کې د فلسطینانو وژل کېدل وغندل او د اسراییل ضد شعارونه یې زمزمه کړل.

حزب اسلامي ته منصوب نشراني ارګان شهادت ورځپاڼې په خپل اېکس پاڼه کې په دې تړاو د ګلبدین حکمتیار د وینا څو جملې لیکلي دي.

د حکمتیار له قوله ویل شوي چې «که نن له غزې دفاع ونشي سبا له مکې او مدینې هم نشي کېدی.»

سرچینې وايي که څه هم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له کابله پاکستان ته تللی خو دې لاریون کې یوازې د ده وینا ولوستل شوه خو حکمتیار او یا هم نورو نوموتو مشرانو یې پکې حضور نه درلود.

هغه وېډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي په کې ښکاري چې په دغه لاریون کې ګڼ شمیر د ښوونځیو او مدرسو کم عمره ماشومان هم کډون درلود.

په دغه لاریون کې زیاتره ویناوې په عربي ژبه کې وشوې.

ایران د غزې د جګړې د پراخوالي په اړه خبرداری ورکړ

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ته ویلي، چې په غزه کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی د جګړې د پراخوالي لامل کېږي. د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې اسراییل په تیرو ساعتونو کې څو روغتونونه بمبار کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره الجزیرې تلویزیون ته ویلي، چې د غزې ښار تر ټولو لوی روغتون الشفاء باندې د اسراییل برید مرګ ژوبله اړولې، خو ده یې نور جزیات ورنه کړل.

اسراییل وايي، حماس د الشفا روغتون او نورو روغتونونو لاندې تونلونو کې خپل د قومندې مرکزونه پټ کړي دي. حماس دغه تورونه رد کړي دي.

د ملکي تلفاتو زیاتوالي یو ځل بیا د ایران اسلامي جمهوریت غبرګون ته اړ کړی دی.

د پریس ټي وي د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په ټیلیفوني تماس کې وویل په غزه کې د ملکی خلکو په خلاف د جنګ زیاتیدا د دغې جګړې د پراخیدا سبب دی.

ایران د حماس ملاتړ کوي، خو وايي، پر اسراییل د حماس د تېرې میاشتې په خونړي برید کې یې هېڅ رول نه درلود.

په داسې حال کې چې تهران د حماس-اسراییل د جګړې د پراخیدو په اړه خبرې کوي، واشنګټن چې د اسراییل اصلي ملاتړی دی، هڅه کوي د ډیپلوماتیکو مشورو او ختیځې مدیترانې ته د سمندري ځواکونو په استولو سره د دې جګړې د پراخیدو مخه ونیسي.
​

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر سعودي ته په رسمي سفر لاړ

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته په درې ورځني رسمي سفر روان شو. نوموړی د ریاض په نوښت د فلسطین د حالت په هکله د اسلامي همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، ښاغلی کاکړ به د کوربه هېواد پر چارواکو سربېره د دې سرمشریزې له مختلفو ګډونوالو سره هم وویني.

دا سرمشریزه راتلونکې یکشنبه د سعودي پلازمېنه ریاض کې جوړېږي او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم پکې ګډون کوي.

د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل د حماس بریدونو پسې په ځوابي حمله کې تر لس زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دی.

تاجکستان کې د افغانستان قونسل د ظاهر اغبر څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لېرې وبللې

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د تاجکستان په خاروع ښار کې د افغانستان جنرال قونسل نقیب الله دهقان زاده د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سفیر ظاهر اغبر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او د هغه څرګندونې یې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لېرې بللې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د تاجکستان په خاروع ښار کې د جنرال قونسل نقیب الله دهقان زاده یو ویډیویې کلیپ خپور کړی چې د افغانستان د پخواني حکومت د سفیر ظاهر اغبر پر څرګندونو یې غبرګون ښودلی.

څو ورځې وړاندې په تاجکستان کې د افغانستان د پخوانې جمهوري دولت سفیر ظاهر اغبر په یوه غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب څیرې کړ، چې له مخې یې فیض الله د دغه سفارت د لومړي سکرتر په توګه کمارل شوی و.

اغبر ویلي وو؛ تر هغې چې په افغانستان کې یو مشروع نظام نه وي راغلی طالبان د دوی پر وړاندې هېڅ ډول مشروعیت نه لري او د لیک په څېري کولو یې وویل: «لکه ونه مستقیم پر خپل مقام یم – که خزان راباندې راشي که بهار».

ښاغلي دهقان زاده په دې ویډیو یې کلیپ کې وویل، چې د اغبر دا څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقته لېرې دي.

هغه وویل: « د تاجکستان په خاروع کې د افغانستان جنرال قونسلګري خپلواکه څانګه ده او د طالبانو د بهرینو چارو وزارت تر مکمل واک لاندې خپل قونسلي خدمتونه ترسره کوي».

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د پخوانې حکومت په ړنګیدو سره په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت خدمتونه د افغان او بهرنیو اتباعو لپاره د پاسپورتونو تمدید، د وثایقو او ویزو صادرول، دوه اړخیزه همکاريو، تجارتي او ترانزیتي برخو ته رسېدنه، د پولو مسالې، د حقوقي او جنایي بندیانوپه برخه کې له تاجکستاني چارواکو سره په همغږي پراخ شوي دي.

ښاغلي اغبر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر غزې د اسراییل د اورکم توافق؛ سپینه ماڼۍ وايي اسراییل به هره ورځ ۴ ساعته اوربند کوي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، چې اسراییل به هره ورځ څلور ساعته په غزه کې په خپلو عملیاتو کې وقفه راولي. نوموړي نن پنجشنبه ( د لړم ۱۸مه) ویلي، چې دا وقفه به سره له نن ورځې شروع کیږي او هره ورځ به دوام ولري.

کربي ویلي، چې په دغو څلورو ساعتونو کې به ملکي وګړي یو شمېر سیمې پرېږدي او اسراییل به بریدونه نه کوي.

د نوموړي په خبره؛ اسراییل موافقه کړې چې د څلورو ساعتونو د روزانه اوربند څخه درې ساعته مخکې به د اوربند اعلان کوي؛ تر څو ملکي وګړي ځانونه خوندي کړي.

د اسراییل او حماس تر منځ د هره ورځ اورکم موافقه په داسې حال کې کیږي، چې د فلسطین د بشري حقونو درېیو ډلو په غزې تړانګه کې د "نسل وژنې" له امله د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د اسراییل پرضد دعوه ثبت کړې ده.

دې ډلې د جرمونو له نړۍوالې محکمې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د "جنګي جرمونو" په اړه تحقیقات پراخ کړي.

الجزیرې د پنجشنبې په ورځ لیکلي دي، چې دغه شکایت د بشري حقونو د سازمانونو الحاق، المیزان او د فلسطین د بشري حقونو د مرکز له خوا د جرمونو نړۍوالې محکمې ته سپارل شوی دی.

د فلسطین د بشري حقونو فعالانو هم له دې محکمې غوښتي چې د غزې د محاصرې، د دې سیمې د خلکو په زور بې ځایه کېدو، د زهرجن ګاز کارولو او د اړتیا وړ خوراکي توکو، اوبو، تیلو او برېښنا څخه محرومیت وڅېړي.

د الجزیرې په وینا، د بشري حقونو ډلو په غوښتنلیک کې راغلي چې دا کړنې د "جنګي جرمونو"، "د بشریت ضد جرمونو" او "نسل وژنې" مثالونه دي.

دغو درېیو ډلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم له اسراییل غوښتي چې د غزې د بیا ځلي نیولو هڅه دې نه کوي.