اسراییلي ځواکونه د غزې پارلمان ته ننوتل

د اسراییل د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې حماس د غزې تړانګې کنټرول له لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې اسراييلي رسنيو د غزې په پارلمان کې د اسراييلي پوځ یو انځور خپور کړی، چې د دغه هېواد بېرغ يې د بريا د نښې په توګه پورته کړی دی.