• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د انساني ناورین د زیاتېدو خبرداری ورکړ

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام راپور ورکړی، چې په افغانستان کې ۱۵ مېليونه وګړي د خوراکي توکو له سخت ناخوندیتوب سره مخامخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام همداراز زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بشري ناورین "د باور وړ کچې" ته رسېدلی او شاوخوا په ۲۵ ولايتونو کې خوراځواکي له بېړنۍ کچې هم پورته ده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې اووه مېلیونه وګړي د سخت ژمي د تېرولو له پاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډېر شمېر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او دا د دې لامل شوی چې بشري ناورین لا پسې پېچلی او د اندېښنې وړ شي.

له دې سره په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرېن ډېکر بیا ویلي، چې افغانان له پر له پسې ناورینونو څخه د تېرېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې په دوحه کې د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام له استازي او د یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د بشري مرستو د یوه ستر تمویلوونکي هېواد په توګه باید د هر لګول شوي ډالر حساب ورکړي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام په باور، د راتلونکو دوولسو میاشتو لپاره له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو څخه کابو نیمایي او یو پر څلورمه برخه میېدواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې د ژوند ژغورنې له پاره د خوراکي توکو ملاتړ ته اړتیا لري.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د راپور په یوه بله برخه کې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو قربانیانو ته په اشارې سره ویلي چې، نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د انساني ناورین مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د نړۍوالو ادارو له‌خوا داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د بې‌وزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې