• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د بې اسناده افغان سندرغاړو برخلیک لاروښانه نه دی

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د هغو افغان سندرغاړو د غوښتنلیک برخلیک لا نه دی جوت شوی، چې په پېښور کې یې محکمې ته د خپلې جبري ستنېدنې د مخنیوي په اړه استولی دی.

دوی وايي، افغانستان ته ستنېدای نه شي او دلته پاتې کېدای.

د هغوی په وینا د خپلو کورنیو د بسیا کولو له پاره هغوی ته یوازې همدغه یوه لاره پاتې ده، چې د خپل هنر پر مټ ګټه وټه وکړي؛ خو هغه هم طالبانو پر دوی بنده کړې ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په ګڼ شمېر کې سندرغاړي او نور هنرمندان له هېواده وتلي او لنډه منډه یې پاکستان ته وه.

دوی وايي، دلته هم د هغوی هنر ښه بازار لري او هم کولای شي د خپلو کډوالو هېوادوالو په ښادیو کې برخه واخلي.
خو له هغه مهاله چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د اېستلو خبره وکړه، دغه هنرمندان هم هغه خلک وو چې د دغه ګواښ سره مخامخ شول.
افغان سندرغاړي بریالي ولي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه او زما په څېر ګڼ نور سندرغاړي او هنرمندان کابل ته د طالبانو د ستنېدو وروسته حیران وو چې څه وکړو؟ چېرته ولاړ شو او څنګه خپلو بچیانو ته روزي پیدا کړو؟ بله لاره نه وه پاتې منډه مو په پېښور وه، موږ سره وېزې هم نه وې د کوټې له لارې دې غاړې ته راواوښتو، دلته ښه دی هومره کیېي چې هم خپل هنر وپالو او هم خپلې کورنۍ بسیا کړو.»
خو د بریالي ولي په وینا، له کله چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو خبره پورته شوه؛ نو د هغوی ژوند هم ورسره تریخ شو، له کوره د باندې یې تګ راتګ نه شو کولای او په کورونو کې یې هم په وېره ژوند تېراوه.
پاچا خان هغه بل سندرغاړی دی، چې په پېښور کې د هغه په سندرو د ډېرو افغانانو او پښتنو ښادیانې ګرمې دي.

هغه وايي، چې د حکومت له اعلان وروسته دوی سخت په وېره کې وو؛ خو اوس یې چې قضیه تر عدالته رسېدلې نو یو څه ډاډمن شوي دي.

پاچا خان افغانستان انټرنشنل ته وویل:« دلته د پېښوریو هنرمندانو ټولنې له موږ سره زیاته مرسته وکړه، موږ ته یې داسې کارټونه راکړي چې په هغو کې زموږ د هنرمندۍ پېژنګلوي شوې. دا رنګه دغې ټولنې زموږ عریضه تر محکمې هم ورسوله او هیله مو دا ده، چې زموږ په اړه د پاکستان مرکزي حکومت له انصافه ډکه پرېکړه وکړي.»
په خیبر پښتونخوا کې د هنرمندانو د ټولنې مشر راشد خان وايي:« افغان هنرمندان زموږه وروڼه دي او موږ تل له دوی سره خواخوږي لرو. موږ د پولیسو ټولو تاڼو ته ویلي د هر افغان هنرمند سره چې زموږ د ټولنې له‌خوا د پېژنګلوۍ کارټ وي هغه دې نه تنګوي. دا رنګه موږ په عدالت کې د دوی د خوندیتوب او نه اېستلو له پاره اپیل کړی او هیله من یو، چې د پاکستان مرکزي حکومت به زموږ دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.»
تر ډېره بریده پاکستان ته هر تن کډوال شوی افغان وايي، چې ښايي هېواد ته په بېرته ستنېدو کې ورته ستونزې راولاړې شي، ځکه دوی وايي هلته د کاري زمینو د نشتوالي تر څنګ د دوی د ماشومانو د زده‌کړو له پاره هم شونتیاوې په نشت حساب دي؛ خو په دې ډله کې سندرغاړي او هنرمندان په افغانستان کې د ټولنې هغه برخه ده چې د دوی په کار او کسب په چورلټ ډول بندیزونه لګېدلي دي.

دوی وايي، دلته که له یوې خوا کولای شي د خپل هنر له برکته خپلې کورنۍ هوسا او بسیا کړي؛ نو له بله پلوه به پرې نه ږدي چې د دوی د هېواد کلتور او فرهنګ د محوه کېدو سره مخامخ شي.
ځکه خو وايي، چې ادب او هنر د هرې ټولنې د پېژنګلوۍ رڼې هېندارې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په کانګرس کې پخوانی افغان جنرال: د طالبانو د جهاد اور به له پاکستانه منځني ختیځ ته خپور شي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو بریا په منځني ختیځ کې حماس او نورو اورپکو ډلو ته انګیزه او حوصله ورکړې ده. هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو د جهاد لړۍ به ټول منځني ختیځ ته پراخه شي.

سادات ادعا وکړه چې "په افغانستان کې د القاعدې ۱۶۰۰۰ جنګیالي روزل کیږي".

هغه دا ادعا هم وکړه چې د بګرام په هوايي ډګر کې چې د امریکا پخوانۍ اډه د بهرنیو ترهګرو د روزنې مرکز ګرځېدلی دی.

هغه وویل چې د طالبانو د دفاع وزارت د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره د القاعدې د روزنې لارښود کاروي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د سې شنبې په ورځ دوه غونډې وکړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د طالبانو او افغانستان په اړه د بایډن د ادارې پالیسي وڅېړي.

جنرال سادات د کانګریس استازو ته خبرداری ورکړ، چې د طالبانو جهاد به له افغانستان وروسته په پاکستان کې هم وغځېږي او لمن به یې منځني ختیځ ته پراخه شي.

هغه وویل، چې طالبان په فکري توګه د افغانستان له پولو بهر د جهاد په پراخولو باور لري او حتا د ایران سپاه پاسداران په دې برخه کې له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي.

طالبانو له پاکستانه غوښتي چې د افغان سوداګرو سوداګریز کانټینرونه دې خوشې کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۱ GMT+۰

په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د څه باندې درې زره کانټینرونو د درول کېدو وروسته طالبانو له پاکستانه وغوښتل، چې یاد کانټینرونه دې خوشې کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه توکي د ګمرکي معافیته په استفادې افغانستان ته ځي؛ خو بېرته په قاچاقي ډول پاکستان ته واردیږي.

دوی وايي؛ افغان سوداګرو پاکستان ته د ګمرکي محصول په نه ورکولو میلیونونه ډالر مالي زیانونه اړولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۲۳مه) راپور ورکړ، چې د طالب چارواکو په ځواب کې پاکستان ویلي، چې پاکستان له افغان سوداګرو ډېر مالیات او ګمرکي محصول غوښتی او د کانټینرونو په درولو یې دوی ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «له څو میاشتو راهیسې په سلګونه کانټینرونه درول شوي دي؛ ځینې محمولې له یوه کال څخه ډېر وخت کیږي چې ولاړې دي».

دغه طالب چارواکی وايي؛ په کانټینرونو کې دننه مالونه د خرابېدو په حال کې دي او سوداګرو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۲مه) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د مالونو د ټرانزیټي ستونزو په اړه خبرې وکړې؛ خو پاکستان تر اوسه دې غوښتنې ته په ښکاره ځواب نه دی ورکړی.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز د سې شنبې په ورځ له طالبانو او ازبکستان سره په درې اړخیزه ناسته کې د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ او نوي بازارونو ته د درې واړو هېوادونو د لاس رسي غوښتونکي شول.

ښاغلي اعجاز وویل "دا درې اړخیزه غونډه د نېږدې اقتصادي همکارۍ په لور یو مهم ګام دی او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د زیاتولو لپاره زمینه برابروي".

ملګري ملتونه وايي چې د هرات د زلزلې نېږدې ټول قربانیان بزګران دي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې نېږدې ټول زیانمن او قربانیان بزګران دی. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی د هرات په ولسوالیو کې له ۴ زرو څخه زیاتو زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې چې عایداتي سرچینو ته لاسرسی پېدا کړي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې لومړیتوب یې بنسټیزې مرستې دي او د بېړنیو اړتیاو د حل کولو پر ځای به د هرات په اغیزمنو ولسوالیو کې د کروندګرو د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

په یادښت کې زیاته شوې، چې له دغو مرستو څخه به څه باندې څلور زره زلزله ځپلې کورنۍ ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په داسې حال کې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو خبره کوي، چې مرستندویه سازمانونه په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې مخکې ویلي وو، چې د ټولو هغو مرستو چې د زلزله ځپلو د اړتیاو د پوره کولو لپاره غوښتل شوې، یوازې ۲۶ سلنه یې چمتو دي.

هرات یوه میاشت مخکې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاو، چې په ترڅ کې یې د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ګډون د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې هم پراخې ویجاړۍ رامنځ ته شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې د دغې زلزلې له ۹۰ سلنې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د ازادۍ جبهه: د بغلان د امنیه قوماندانۍ په برید کې مو درېیو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله جبهه ادعا کوي، چې نن ماخوستن مهال یې په بغلان کې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ غلچکی برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغې جبهې نن سې شنبه ( د لړم ۲۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د بغلان پر امنیه قوماندانۍ یې یو اپراتفي برید کړی دی.

په ویډیو کې ښودل کیږي، چې د دغې ډلې له خوا پر یوې نیمه رڼا ودانۍ برید کیږي؛ خو د مرګ ژوبلې په تړاو پکې څه نه ښکاري.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغې جبهې تېره ورځ هم اعلان کړی و، چې د پروان ولایت په جبل سراج کلا کې یې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی و، چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې یاد خبر تایید یا رد کړي.

د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د محاکمې بهیر وځنډاوه

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړو تایید کړې، چې د پاکستان سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ډېپلوماټیکو او محرمو اسنادو د افشا په تړاو د پخوني لومړي وزیر عمران خان د محاکمې بهیر درولی دی.

بل خوا پاکستاني رسنیو د سترې محکمې په تایید سره ویلي، چې محکمې دا حکم نن سې شنبه صادر کړی دی او د محاکمې د ځنډ موده هم نه ده معلومه.

له دې وړاندې د اسلام اباد سترې محکمې د لړم د میاشتې په شپږمه نېټه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان هغه غوښتنلیکونه رد کړي وو، چې له مخې یې د حکومت د رسمي رازونو د افشا کولو په اړه د قضیې لغوه کولو او د ضمانت غوښتنه کړې وه.

له دې وروسته محکمې د عمران خان مرستیال شاه محمود قریشي په تېر کال کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د رسمي رازونو په افشا کولو تورن کړل.

عمران خان ویلي وو، چې امریکا مسکو ته د هغه له سفر وروسته له پاکستانه د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

خان خپل سیاسي سیالان او د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه د لرې کولو په برخه کې له واشنګټن سره په همکارۍ تورن کړي وو.

خان د اګسټ له پنځمې نېټې راهیسې له هغه وروسته په زندان کې دی، چې په یوه جلا قضیه کې د دولتي ډالیو په پلور محکوم شو.

نوموړی په لومړي سر کې په اټک زندان کې ساتل کېده؛ خو وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.