د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر د جرمني په کولن ښار کې د افغانانو یوې ډلې ته په وینا کې د طالبانو له حکومته دفاع وکړه او ویې ویل، چې خلک باید رسنیو ته له پام کولو پرته د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه ریښتیا ته پام وکړي.
دغه طالب چارواکي په دې غونډه کې وويل، چې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه په بشپړ ډول پلې کېږي او د دې ډلې په حکومت کې هېڅوک پرې اعتراض نه کوي.
د هغې ویډیو له مخې چې دغه طالب چارواکي په اېکس پاڼه خپره کړې، د عبدالباري عمر دا خبرې د ګډونوالو له هرکلي سره مخامخ شوې او ځینو یې د الله اکبر نارې هم پورته کړې.
د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې له سرپرست سره د افغانانو د دغې غونډې د ترسره کېدو وخت روښانه نه دی.
باختر خبري اژانس د لړم د مياشتې په پنځلسمه نيټه خبر ورکړ، چې عبدالباري عمر د سيمهييزو توليداتو د نړۍوالې ټولنې په دويمه غونډه کې د ګډون په موخه هالنډ ته تللی دی.
دغه غونډه د هالنډ په کوربهتوب د دغه هېواد په پلازمېنه کې جوړه شوې وه.
د یوې سرچینې په وینا، عبدالباري عمر چې د افغانستان د روغتیا وزارت د یوه چارواکي په توګه دې غونډې ته بلل شوی و، د یوه افغان فرهنګي فعال په بلنه جرمني ته تللی و او هلته یې د طالبانو د واکمنۍ په ګټه وینا وکړه.