بياېناې نیوز: د افغان ټرانس د اورګاډي پټلۍ لګښت اووه مېليارده ډالره اټکل شوى دى
بياېناې نیوز وېب پاڼې د پاکستان، ازبکستان او طالبانو د چارواکو له قوله ليکلي، چې د «افغان ټرانس» اورګاډي کرښې د جوړولو لګښت به شاوخوا اووه مېليارد ډالره وي.
تر دې مخکې د دغې ۵۷۳ کیلوذمتره اوږدې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم مېلیارد ډالره اټکل شوی و.
طالبانو، ازبکستان او پاکستان د روان کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې په اسلام اباد کې د «افغان ټرانس» اورګاډي د پټلۍ د غځولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د ازبکستان چارواکو دغې خبري وېب پاڼې ته ویلي، چې دا پټلۍ به د خصوصي او دولتي سکټورونو په همکارۍ جوړه شي.
له دې سره سرچينې ليکلي، چې په دې پروژه کې برخه اخیستونکي هېوادونه لا هم د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن دي.
د دغو درېیو هېوادونو تر منځ د «افغان ټرانس» د اورګاډي کرښې د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې د یوې اقتصادي لویې لارې د جوړولو په موخه وړاندې شو، چې منځنۍ اسیا به د هند سمندر له اوبو سره ونښلوي.
په ۲۰۱۸ کال کې د دې اورګاډي کرښې له لارې د کلنۍ لېږد رالېږد ظرفیت شاوخوا ۲۰ میلیون ټُنه اټکل شوی و.
د اورګاډي دغه کرښه له ترمز څخه پيل او د مزارشريف او کابل له ښارونو تر تېرېدو وروسته پېښور ته رسېږي.
د درې واړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې، چې د ټرانسپورتي لګښتونو د کمولو او د اورګاډي پټلۍ د جوړولو د چټکتیا په ترڅ کې باید د «افغان ټرانس» اورګاډي کرښې په اوږدو کې څو وجهي لېږد رالېږد پراخ شي.