اکسفورډ پوهنتون: مصنوعي ځیرکتیا د زړه د حملې د خطر وړاندوینه لس کاله مخکې کوي

د اکسفورډ پوهنتون د څېړنو پایلې ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا لس کاله مخکې په خلکو کې د زړه د حملې د خطر اټکلولی شي. څیړونکي په دې باور دي چې دا ټکنالوژي د زرګونو خلکو ژوند ژغورلی او همداراز د شاوخوا نیمایي ناروغانو د درملنې پروسې ته وده ورکولی شي.