د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین وايي، د هیوادونو ترمنځ اړیکي د کلتوري ډیپلوماسۍ پر بنسټ اغېزناکې او اپراخېدای شي.
مهاجر فراهي د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې یوې فرهنګي ناستې ته ویلي، د ټولو هیوادونه فرهنګونه د هغوی د هویت حیثیت لري او باید درناوی یې وشي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس نن په خپل اېکس کې لیکلي چې مهاجر فراهي دا خبرې یو نړیوالې فرهنګي ناستې ته کړې دي.
د روسیې په کوربتوب دغه ناسته کې د شاوخوا ۴۱ هېوادونو د اطلاعانو او کلتور وزیرانو کډون کړی دی.
ویل کیږي په دغه ناسته کې روسیې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته بلنه ورکړې وه، خو د هغه پر ځای د خپرونو مرستیال کډون کړی دی.