• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي شمالي وزیرستان کې یې د طالبانو یو قومندان او درې وسلوالو ووژل

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د شمالی وزیرستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی ابراهیم الیاس موسا له خپلو دریو ساتونکو سره وژلی دی. د پوځ د پرونۍ اعلامیې له مخې، دا قومندان په میرعلي کې د ۴۸ ساعتونو عملیاتو کې وژل شوی دی. پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ویلي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، پاکستاني طالبانو د ځان ژغورنې لپاره یوه کور کې پنا اخیستې وه او د کورنۍ غړي یې یرغمل کړي وو.

د سرچینې په خبره، همدا وجه وه چې دا عملیات اوږده شول او یرغمل شویو دریو ښځو او اتو ماشومانو ته کوم زیان ونه رسېد.

ابراهیم الیاس موسا د حافظ ګلبهادر ډلې قومندان و. د تحریک طالبان پاکستان دا څانګه تر ډېره شمالي وزیرستان کې فعاله ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو جوړېدو په صورت کې د پاکستان د داسو بند په هکله اندیښنې

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۰
•
نجیب الله علي خېل

افغانستان د سیمې په کچه تر ټولو هیوادو د اوبو لویی سرچینې لري، خو تر ۷۰ سلنه اوبه یې وړیا ګاونډیانو ته بهیږي. تر اوسه یوازې د هلمند سیند په هکله معاهده شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندو اړوند له پاکستان او مرکزي اسیا سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.

د نړیوالو قوانینو پر اساس، کومې اوبه چې د هیوادونو د سرحداتو نه تیریږي، لازمه ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر ویش مذاکرات او خبرې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.

د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې حدود ۲۱ میلیارد متر مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارد متر مکعب یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او چترال غرونو نه سرچینه اخلي. د سروې له مخی د ۱۲ بندونو د جوړولو ظرفیت او امکانات لري.

د بیلګې په توګه، پر کونړ سیند د شالي او ساګي بندونو د اعمار په هکله څیړنې او مطالعات پخوا شوي او دا دوه بندونه په مجموعي توګه د زر میګاواټه بریښنا د تولید او هم د پراخو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.

څو کاله پخوا، د ناکامورا په نوم جاپاني، په ننګرهار او کونړ کې له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره ارزښتناک خدمت وکړ، خو کارونه یی نیمګړي پاتې شول.

د هغه کارنامې د افغانستان په تاریخ کې ثبت دي او نوموړی د همدې خدمتونو په لاره کې قرباني شو.

ناکامورا به همیش ویل چې نورو هیوادونو کې اوبه د خلکو په خوښه روانې وي، خو افغانستان کې په خپله خوښه.

پاکستان کې داسو بریښنا بند:

دغه بند چې د کابل او اندوس سیندونو د تقاطع په نقطه کې د پاکستان لخوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نژدې جوړیږي، کار ورباندې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شو او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به پای ته ورسیږي.

داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، ظرفیت لري.

که څه هم د داسو بریښنا بند جوړولو موضوع نړیوال بانک له افغان لوري سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر اساس، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغانستان سره په دې اړوند په مستقیمه ډول مکاتبه او د افغان لوري موافقه تر لاسه کړې وای، حال دا چې په دې هکله افغانستان تر اوسه کومه رسمي موافقه نه ده کړې.

د افغانستان له لوري د موافقې ضرورت په دې سبب ده چې کله زمونږ هیواد د خپلو اوبو له منابعو ګټه اخلي او پر کابل او کونړ سیندونو د شالي او ساګي په شان بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې پر داسو بند به اغیز اچوي.

له همدې کبله افغانستان له نړیوال بانک غوښتنه کړې چې پاکستاني لوري ته خبر ورکړي چې په راتلونکي کې افغانستان کې پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو د جوړولو په هکله به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي.

دا ځکه چې پاکستان پخوا د داسو بند جوړولو اړوند، افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یی په خپل سر پیل کړی دی.

د۲۰۱۴ کال په مارچ کې د افغانستان ملي امنیت شورا د داسو بند جوړولو باندې بحث وکړ او پریکړه وشوه چې نړیوال بانک پاکستان ته خبر ورکړي تر څو د بند د جوړولو کار، د افغان دولت د رسمي موافقی تر لاسه کولو پورې معطل کړي.

همدا رنګه د نړیوال بانک نه چې د داسو بند تمویلوونکی دی، غوښتنه وشوه چې د افغان لوري د رسمي هوکړې تر لاسه کولو پورې د داسو بند له مالي تمویل ډډه وکړي.

پاکستان هر کال د نفوس د ډیریدو له کبله ورځ تر بلې د اوبو له کمبود سره مخامخ کیږي. د نفوس زیاتوالي سره به یې د څښلو اوبو او هم د کرنې او بریښنا د تولید لپاره اړتیا په جدي توګه زیاته شي.

اخري خبره:

افغانستان باید د یو جګړه ځپلي هیواد په توګه، د خپلو اوبو له منابعو اعظمي ګټه واخلي او ګاونډيو هیوادو ته د وړیا او له حساب او کتاب پرته د اوبو بهیدل مدیریت کړي.

یو متحد افغانستان او د ټولو لپاره ګډ کور چې هر افغان پکې د مالکیت احساس وکړي، د هیواد په ملي شتمنیو د مالکانه تصرف او ګټې پورته کولو او هم له ګاونډیو سره د یو متساوي الحقوق هیواد په توګه دیپلوماسي او د اړیکو پاللو یوازنې لار ده.

افغانستان لویه دارایي او پانګه، د اوبو منابع، کانونه او هم جغرافیایی موقعیت ده، خو چې په هیواد کې د ملي تفکر له لارې، ملي انسجام او دایمي ثبات را منځ ته نشي، دا ټولې شتمنۍ به خاص ارزښت ونه لري.

  • یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.

د پښتون ژغوني غورځنګ: د بلوچستان پولیس مو کوټې ته روان لاریون ته خنډونه جوړوي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۲ GMT+۰

د چمن پرلت په ملاتړ او د کډوالو اېستلو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له چمن تر کوټې پورې تېره ورځ لاریون پیل کړی خو لاریون کوونکي وايي، د بلوچستان پولیس د کوټې لوري ته په لاره کې خنډونه ورته جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ لسګونو غړو تېره ورځ لاريون پیل کړ او نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) د سوېلي پښتونخوا تر لورلایي سیمې رسیدلي دي.

لاریون کوونکي وايي، له دغه لاریون یې هدف د چمن پرلت ملاتړ، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او د پاکستان حکومت له لوري د دغه غورځنګ د غړو د نیولو غبرګون دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن مسول فدا محمد قایل افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل:« موږ په سوله ییز ډول د اعتراض په ډول تر کوټې ښاره پلی تګ کوو، موږ خپل غږ پورته کو چې د پاکستان حکومت مو غږ واوري. خو د لارې پر سر له تیرې ورځې راهیسې څو ځایه پولیسو راته خنډونه جوړ کړل د وړاندې تګ اجازه یې نه راکوله.»

له چمن تر کوټې پورې کابو ۱۳۰کیلومتره لاره پرته ده او دغه لاریون کوونکي غواړي دغه واټن پلی ووهي.

د دې تر څنګ د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون د چمن پرلت دیرش ورځې پوره شوي.

او دغه پرلت وهونکو نن ګواښ وکړ چې له چمن څخه تر کوټې پر لویه لاره به د موټر تګ راتګ بند کړي.

د کډوالو برخه کې د طالبانو اتشه: پاکستان دې د ستنېدونکو افغان کډوالو له ځورولو مخنیوی وکړي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۰ GMT+۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر له پیله تر اوسه پورې زرګونه افغانان په ناسم حالت کې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. یو شمیر کورنۍ د پاکستاني پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي او یو شمېر نور بیا د لیږدېدو له پڅ بهیر څخه سر ټکوي.

د دغو ستونزو د حل په موخه بیا په خیبرپښتونخوا کې د میشتو افغان کډوالو اتشې په پیښور کې د (یو اين اېچ سي آر) ادارې له مشر سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې دواړو لورو له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو د ځورولو د مخنیوي او د ستنېدو د چارو په آسانتیا ټینګار کړی دی.

د افغان کډوالو اتشه نیاز محمد عارف په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو د کارټونو د بندیدو، د نغدي مرستو د زیاتوالي او د کډوالو په چارو کې ددوی د لا اغیزمنو ګامونو په پورته کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له دې سره، په پېښور کې د (یو اين اېچ سي آر) ادارې مشر ښاغلي (کوفي دودو مو) د ياد سازمان له لوړپوړو چارواکو سره د شته ستونزو د شريکولو ډاډ ورکړ او دواړو خواوو پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټینګار وکړ.

سره له دې چې د کډوالو د اېستلو له پیلیدو سره ډیر شمیر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو و اېستل شول، خو په دې وروستیو کې د کډوالو د اېستلو بهیر کم شوی دی.

طالبان: له پاکستان او ایرانه نږدې شپږ زره کډوال هیواد ته راستانه شول

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت له پاکستانه د څه باندې څلور زره او له ایرانه د څه باندې زرو کسانو د راستنېدو خبر ورکړ. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د لړم په ۲۷مه د تورخم او سپین بولدک له لارو ۴ زره او ۶۰۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي چارو آمریت د معلوماتو له مخې، له دغې لارې د ٢زره او ۹۵۹ کډوال په جبري توګه هیواد ته ستانه کړای شوي دي.

له دې سره همهاله، د ننګرهار ولايت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د ١٦٤٠ کسان چې ٢٨٢ کورنۍ دي په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د یو بل خبر له مخې، له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د اېستلو د لړۍ پر دوام له ایران څخه هم یو زرو ۵ سوه او ۹۲ افغانان په زوره اېستل شوي دي.

سرچينه زياتوي، له دغو دواړو هیوادونو څخه راستنې شوې کورنۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ او د کډوالو د نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د یادولو ده چې، د ژمي په رانږدې کیدو سره له ایران او پاکستانه په جبري او ډلییزه توګه د افغانو کډوالو اېستل او د هغوی نامالوم برخلیک، په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو ګواښونه زیات کړي دي.

چمن کې پرلت وال: که مو غوښتنې و نه منل شي، چمن کې به دولتي ادارې او کارکونکي بند کړو

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي وايي د سپین بولدک ـ چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ په اړه دې افغانستان طالبان خپل دریځ معلوم کړي. دوی وايي، په ډیورنډ کرښه دواړو لوریو ته پرتو قبایلو ته په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ د منلو نه دی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزه د تګ راتګ په غبرګون کې د پرلت وهلو نن یک شنبه د (لړم ۲۸مه) يوه میاشت بشړه شوه.

پرلت وهونکي وايي، ارادې یې قوي دي او له خپلې غوښتنې نه پر شا کیږي، خو د پاکستان حکومت یې پر وړاندې لا هم چوپ پاتې دی.

پوره دیرش ورځې وړاندې د سوېلي پښتونخوا چمن اوسیدونکو د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه وشي.

په دغه پرلت کې لسګونه زره کسان برخه لري، او غوښتنه يې دا ده چې «د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ او وېزه نه منو.»

د پرلت په دېرشمه ورځ هم زرګونه کسان راټول دي او د پاکستان له لوري د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې يې خپل اعتراض ته دوام ورکړی.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله پرلت ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان د یادې پریکړې په اړه دې د افغانستان اوسني واکداران "طالبان"دې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزې د تګ راتګ په اړه خپل دریځ معلوم کړي.

نوموړی وايي: «د طالبانو مشران پښتانه دي په پښتو پوهیږي ولې د دغه زرګونو کسانو غږ نه اوري؟ همدلته د طالبانو یا وړرونه او یاهم نور خپلوان هم اوسیږي نو دوی باید زموږ غږ واوري او خپل دریځ دې په ډاګه کړي.»

همدارنګه نوموړی ګواښ کوي او وايي، که د پاکستان حکومت له لوري یې غوښتنې و نه منل شي د نجونو د ښوونځیو تر څنګ به په چمن کې د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړي.«که مو پاکستان او د چمن ځايي چارواکي غوښتنې و نه مني موږ د نجونو ښوونځي بندوو، د پاسپورټ د دفتر دروازې تړو، د ټولو دولتي ادارو دروازې بندوو او هیڅ دولتي کس ته اجازه نه ورکو چې په ښار کې تګ راتګ وکړي.»

د یاد پرلت په ملاتړ دوه ورځې وړاندې په چمن کې زرګونو ماشومانو هم لاریون کړی و چې د پاکستان حکومت د یاد پرلت غوښتنې ومني، خو د پاکستان حکومت تردې مهاله د یاد پرلت په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.