طالبانو کډوالو چارو وزارت:دوو بنسټونو سره مو څه د پاسه یو میلیون ډالرو د همکارۍ هوکړه وکړه

د طالبانو کډالو چارو وزارت د (آی آر ډبلیو) په نوم له یوه خیریه بنسټ او د (او سي ایچ آر) په نوم د بشري مرستو له یوه سازمان سره د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. ويل کیږي، دغه هوکړه لیکونه له افغان کډالو سره د بشري مرستو د رسولو په موخه لاسلیک شوي.