افغان کرېکټ بورډ: د هندوستان په وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ نیټې وروستۍ شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د (لړم ۳۰مه) نېټه خبر ورکړ چې، له هندوستان سره د دریو شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ نیټې وټاکل شوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د (لړم ۳۰مه) نېټه خبر ورکړ چې، له هندوستان سره د دریو شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ نیټې وټاکل شوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷ مه نیټه د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دغه هېواد کې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې تر سره کړي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه لوبې لا له وړاندې د هندوستان له کرېکټ بورډ سره برابرې شوې وې، خو نیټې یې اوس تازه اعلان شوې.
یادې سیالۍ به د هندوستان په موهالي، انډور او بنګلور پر کرېکټ لوبغالو کې تر سره شي.
افغانستان تردې مهاله یوازي په اسیایي جام او نړیوال جام سیالیو کې له هند لوبډلې سره لوبې ترسره کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله به په دوه اړخیزه سیالیو کې د هندۍ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.


د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د سړیو کرېکټ نړیوال جام په پایلوبه کې هند ته په ماتې ور کولو سره د شپږم ځل لپاره دا جام وګاټه. هند د ټاکلو ۵۰ اورونو په ترسراوي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې، خو اسټرالیا په شپږوم ویکټو سره په ۴۳ اور دا هدف پوره کړ.
د هند او اسټرالیا پایلوبه د احمد اباد د نرېندار مودي نړیوال لوبغالي کې د اسټرالیا له خوا د پچې ګټلو او توپ اچولو سره پیل شوه.
خو د هندۍ لوبډلې د کمو منډو جوړولو سره له لومړیو باور دا و چې اسټرالیا به پایلوبه ګټي.
په هندي لوبغاړو کې راهول ۶۶، ویرات کوهلي ۵۴ او کپتان روهیت شرما ۴۷ منډې وکړې.
په مقابل کې د اسټرالیا لوبډلې په پوره ډاډ سره لوبه پیل کړه او د شپږو لوبغاړو سوځېدو سره یې ټاکلی هدف په ۴۳ اور کې پوره کړ.
د اسټرالیا لوبغاړو کې ټریوس هېډ په ۱۲۰ توپونو سره ۱۳۷ منډې وکړې او لبوشین هم ۵۸ منډو جوړولو سره تر اخره پاتې شو.
تر دې مهاله ۱۲ځله د کرېکټ د یو ورځینو سیالیو د اتلولۍ نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې دي.
د یو ورځینو سیالیو په تاریخ کې اسټرالیا ترې مخکې پنځه ځله د کرېکټ نړیوال جام ګټلی و او دا یې شپږم ځل شو.
هند بیا دوه ځله دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړې او د درېیم ځل ګټلو لپاره یې نن ارمان پوره نه شو.
د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه هند خورا پیاوړې لوبډله وه.
دغې لوبډلې خپلې لس پرله پسې لوبې له کومې ماتې پرته په لویو - لویو توپیرونو وګټلې.
خو اسټرالیا په ګروپي لوبو کې له هند او سوېلي افریقا څخه په دوو ماتو خوړلو اته سیالۍ ګټلې دي.

د کرېکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال پنځوس اوریز جام په پای لوبه کې نن هند له اسټرالیا سره مخامخ شو او د اسټرالیا له خوا د پچې له ګټلو وروسته هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه. هند د ټاکلو ۵۰ اورونو په ترسراوي سره ۲۴۱ منډې هدف وټاکه.
د توپ وهنې په جریان کې راهول ۶۶، ویرات کوهلي ۵۴ او کپتان روهیت شرما ۴۷ منډې وکړې.
تر دې مهاله ۱۲ځله د کرېکټ د یو ورځینو سیالیو د اتلولۍ نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې دي.
د یو ورځینو سیالیو په تاریخ کې اسټرالیا پنځه ځله د کرېکټ د یو ورځیو سیالیو نړیوال جام ګټلی دی.
هند بیا دوه ځله دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړې او د درېیم ځل ګټلو لپاره نن یو ځل بیا خپل بخت ازمايي.
د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه هند خورا پیاوړې لوبډله ده.
دغې لوبډلې خپلې لس پرله پسې لوبې له کومې ماتې پرته په لویو - لویو توپیرونو وګټلې.
خو اسټرالیا په ګروپي لوبو کې له هند او سوېلي افریقا څخه په دوو ماتو خوړلو اته سیالۍ ګټلې دي.
نننۍ پایلوبه د هند د احمد اباد د نرېندار مودي نړیوال لوبغالي کې روانه ده، چې د راپورونو له مخې نږدې ۱۰۰زره ننداچیانو پکې برخه اخیستې ده.

د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای لوبه نن یک شنبه د (لړم ۲۸مه) د کوربه هیواد هند او اسټرالیا لوبډلو تر منځ ترسره کیږي. د کرېکټ ۲۰۲۳م کال نړیوال جام د اتلولۍ برخلیک ټاکونکې دا پای لوبه د هند د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د کابل په وخت د ماسپښین یوه بجه ترسره کیږي.
له پای لوبې یوه ورځ مخکې د دواړو هیوادونو لوبډلمشرانو د نړیوالو اتلولیو له جام سره ګډ انځورونه واخیستل او په یوه خبري غونډه کې يې ګډون وکړ.
د هند لوبډلمشر روهیت شرما د پای لوبې فشار د پاملرنې وړ مسله وبلله خو وايي لوبډله یې چې تر دې دمه څنګه لوبېدلې، نن هم د یوې ښې لوبې تمه ترې کیږي.
د اسټرالیا لوبډلمشر پټ کیومنز وویل، لوبډله یې د پای لوبې له پاره په بشپړ ډول چمتو ده. او هیله یې وښوده چې د ډیرو نندارچیانو په شتون کې به د سیالې لوبډلې ماتول بېل خوند ولري.
تر دې مهاله ۱۲ځله د کرېکټ د یو ورځینو سیالیو د اتلولۍ نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې دي.
د یو ورځینو سیالیو په تاریخ کې اسټرالیا پنځه ځله د کرېکټ د یو ورځیو سیالیو نړیوال جام ګټلی دی.
هند بیا دوه ځله دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړې او د دریم ځل ګټلو له پاره نن یو ځل بیا خپل بخت ازمايي.
د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه هند خورا پیاوړې لوبډله ده.
دغې لوبډلې خپلې لس پرله پسې لوبې له کومې ماتې پرته په لویو لویو توپیرونو وګټلې.
خو اسټرالیا په ګروپي لوبو کې له هند او سوېلي افریقا څخه په دوو ماتو خوړلو اته سیالۍ ګټلې دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ پخوانی روزونکی محمد یوسف د دغه هېواد د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د بټینګ روزونکی ټاکلی دی. بورډ نن په یوه اعلامیه کې وايي، د محمد یوسف لومړۍ کار به د ۱۹ کلنو اسیا او نړیوال جامونو ته د لوبغاړو تیارول وي.
د ۱۹ کلنو اسیا نړیوال جام د ډسمبر له اتمې تر ۱۷ مې نېټې په متحده عربي اماراتو او نړیوال جام یې د جنورۍ له ۱۳ تر فبروري ۴ مې په سریلانکا کې کیږي.
محمد یوسف تر دې مخکې د پاکستان د ملي ټیم او اکاډمۍ بټینګ روزونکی پاتې شوی.
د پاکستان کرېکټ بورد پر فیسبوک پاڼه یوه ویډیو کې محمد یوسف وایي چې دا مسوولیت د ده لپاره ویاړ دی او په دواړو جامونو کې د خپل مسوولیت ترسره کولو ته په تمه دی.
هغه وایي: « له خپلو تجربو څخه په استفادې به له لوبغاړو سره پوره کوښښ وکړم چې لوبغاړي ښه ولوبیږي او موږ له بریا سره بیرته راستانه شو.»
محمد یوسف د پاکستان د کرېکټ له بریالیو توپ وهونکو څخه شمېرل کیږي.
هغه له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۱۰ پورې ۷ زره او ۵۳۰ ټسټ منډې او ۹ زره او ۷۲۰ یوه ورځنې منډې کړې دي.
محمد یوسف په ۲۰۰۶ میلادي کال ټسټ لوبو کې د یو زرو ۷۸۸ مڼډو ترسره کولو ویاړ ترلاسه کړ.

د پاکستان د پوځ په مالي ملاتړ د مومند باجوړ سولې سیکل سیالي په نوم د دغه هېواد د څلورو صوبو د باسیکل ځغلوونکو ترمنځ سیالي نن پیل شوه. دې سیالۍ کې د مومند باجوړ ضلغو او پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د څلورو صوبو ۱۲۰ باسیکل ځغلوونکي ګډون لري.
د پاکستان راډیو د راپور له مخې، دا سیالي به تر یکشنبې روانه وي.