ملګري ملتونه: له پاکستانه د کډوالو ناڅاپي اېستلو د افغان کډوالو تر منځ وېره راپارولې ده

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخو ستونزو په اړه اندېښنه وښوده. په زرگونو افغانان له پاکستانه د اېستلو د وېرې له امله پټ شوي، او وايي چې که بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنېدل یې ژوند ګواښي.