د تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او چین په یو شمېر سیمو کې زلزله شوې

تاجکستان څخه سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په بدخشان کې نن شپه د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

تاجکستان څخه سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په بدخشان کې نن شپه د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.
په ورته وخت کې د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې نن ماخوستن مهال ۸ بجې او ۴۲ دقیقې د تاجکستان په بدخشان ولایت د ریختر په کچه ۳.۷ درجې زلزله شوې.
دغه زلزلې د تاجکستان سربېره د قرغزستان، ازبکستان او چین یو شمېر سیمې هم لړزولې دي.
تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د افغانستان د هرات او بادغس د ولایتونو سربېره د تاجکستان، ایران او ازبکستان یو شمېر سیمې زلزلې لړزولې وې.

د پاکستان پوځ وايي، چې له خېبر پښتونخوا سره یو ځای شویو پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې یې تر ۲۳ زرو ډېر پولیس وروزل. د پوځ په خبره؛ دا پولیس په پنځو پړاوونو کې روزل شوي او له اوسمهالو اړتیاو سره سم یې وړتیا زیاته شوې ده.
د پاکستان دولتي راډیو د چارشنبې د ورځ د راپور له مخې، له شپږ سوو ډېرو پولیسو ته د اېس اېس جي ټرینینګ هم ور کړل شوی دی او هم مختلفو سیمو کې د ماین شنډولو روزنه ور کړل شوې ده.
دوی ته د درنې وسلې ډزول، چاڼیز عملیات او بېړنیو حالاتو کې د ولس خوندیتوب هم ور ښودل شوی دی.
د پاکستان پوځ دا نه دي ویلي چې دا پولیس یې په څومره وخت کې روزلي دي، خو دا ګام یې په داسې مهال دی چې په پښتونخوا په تېره پخوانیو قبایلي سیمو کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي دی.
په دې بریدونو کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سربېره ځايي مخور هم په نښه کېږي.
د پاکستان پوځ وايي، یوازې شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په جګړه کې د ۵۳ وژل شویو پولیسو پالنه کوي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د اسراییل د بریدونو په پایله کې د چهارشنبې په ورځ په شمالي غزه کې د جبلیه په نوم د کډوالو په کمپ کې د یوې کورنۍ تر پنځوسو ډېر غړي وژل شوي دي.
ریاض المالکي وایې: “یوازې نن سهار جبلیه کې له قدوره کورنۍ نه ۵۲ کسان وژل شوي او ټوله کورنۍ له منځه وړل شوې ده.”
هغه په لندن کې د عربو او مسلمانو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د معلومات ورکولو په یوه غوڼډه کې دغه څرګندونې وکړې.
د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر د ۵۵۰۰ ماشومانو په ګډون له ۱۳ زره فلسطینیانو اوړي.

مونږ په ګلوبل ويلج"نړيوال کلي" کې ژوند کوو اوس هیڅوک له بلې دنيا نه ناخبره هم نه دی او پټ هم نه پاتې کيږي. د يوې سروې له مخې معلومه شوې ده چې پاکستانيان په بهرنو ملکونو کې د سوالګرۍ دنده کو او تر يوې ادارې لاندې په نړيوال کچ دا يو کاروبار روان دی.
مونږ په ګلوبل ويلج"نړيوال کلي" کې ژوند کوو اوس هیڅوک له بلې دنيا نه ناخبره هم نه دی او پټ هم نه پاتې کيږي.
د يوې سروې له مخې معلومه شوې ده چې پاکستانيان په بهرنو ملکونو کې د سوالګرۍ دنده کو او تر يوې ادارې لاندې په نړيوال کچ دا يو کاروبار روان دی.
د نړيوالې سوالګرۍ دنده د سعودی عرب د حج عمرې په موقع هم کېږي او پکې د جيب کټو یا جیب شوکوونکو زیات منتظمان هم پاکستانيان دي.
همدا وجه ده چې مالیزیا، سعودي عرب، متحده عرب امارات او د دنيا په ډېرو ملکونو کې پاکستان په دغه دنده بدنام دی او په دې لړ کې چې تراوسه څومره ګرفتارۍ شوې دي نو زيات پکې د پاکستان سوالګر دي.
يو ملګري له هانګ کانګ نهپه وټسپ د يو جومات تصوير راولېږه. د جومات په مرکزي دروازه يو یادښت یا نوټس لګېدلی. د انګريزۍ او د هغه ځای پر خپلو ژبو سربېره په اردو کې هم دا جمله ليکلې وه چې دلته خیرات غوښتل منع دي. که څوک په سوالګرۍ ونيول شو نو د قید سزا اودرنه جرمانه به ور کړي.
د اردو ژبې ليک د پاکستانيو سوالګرو لپاره دی چې په ويزټ یا سیاحتي ويزه د دريو مياشتو لپاره بوول کېږي او دغه د سوالګرۍ دله پرې دا دنده کوي.
په دې وجه اکثر ملکونه پاکستانيانو ته ويزټ وېزه نه ورکوي لکه څنګه چې افريقايان د پوډرو د کپسولو په زريعه قاچاق کوي او هر افريقايي ته د بهر ملک ويزه اخیستل ګران وي، دغه شان د نړيوالې سوالګرۍ ډله يو مستقل کاروبار دی، له پاکستان خلک په ويزټ ويزه بوځي او هغوی دا کار کوي.
د پاکستان خراب معاشي اقتصادي حالت په بهرنو ملکونو کې زمونږ پاسپورټ هم شکمن کړی دی. د نړيوال امن لپاره هم پاکستان ته د خطر په نظر کتل کېږي او ترهګرۍ او نشه يي موادو کې ښکېل یې هم يادوي. په دې لړ کې د امريکا په عدالت کې د ايمل کاسي د مقدمې په بحث کې دا وینا هر چاته ياده ده چې امريکايي وکيل ويلي وو!!
""پاکستانيان به د پېسې لپاره خپله مور هم خرڅه کړي""
دا خبره یې ځکه کړې وه چې د پاکستان استخباراتي شبکو او حکومتي چارواکو ايمل کاسي په امريکا خرڅ کړی و چې هغوی ته مطلوب وو.
د ناين اليون نه پس خو د پاکستان او افغانستان لپاره د نړيوالو سترګو عېنکې نورې هم تېزې شوې او د هغې اثرات تر لرې لرې ورسېدل- څنګه چې د حالاتو د تقاضو په رڼا کې نوې نظریې راځي د پاکستانيانو له خوا د سوالګرۍ او جيبونو وهلو دا مقامي کاروبار نړيوال کچ ته ورسید. دغه وجه ده چې په بهرنو ملکونو کی د ټولو پاکستانيانو عزت احترام او په هغوی باور ختم شو، حتا په اسلامي هېوادونو کې هم د مسلمان ورور ملک عزت خراب شو او د پاکستانيانو روزګارونه په خطره کې پريوتي دي.
مونږ چې د امريکا او اروپايي هېوادونو له بحث راتېر شو او اسلامي هیوادونو ته راشو او په خصوصي توګه سعودي عرب د حج او عمرې په موقع د پاکستاني سوالګرو او بيا په هغوی کې د جیب کټو دندې ته راشو نو افسوس صد افسوس چې دغه منظمه ډله د الله تعالا په کور کې هم څوک نه معاف کوي.
د دې سروې رپوټونو په رڼا کې چې مونږ ځانته وګورو نو دا وخت په ټوله نړۍ کې د پاکستان د باوقاره مقتدره ادارو' سياسي ډلو پخواني حکومتي چارواکي په بهرنو ملکونو کې خود ساخته جلاوطني تېروي او د ملک سرمايه یې بهر ته وړې ده.
د عدالتونو لخوا اشتهاري مجرمان بلل شوي دي او په ملک دننه غټ غټ قوتونه مختلفو ادارو بااثره قوتونه د هغوی په شا دي، چې په بل وخت کې به یې سپين باز کړي او پاکستان ته به یې راوليږي، د ملک د وفادارۍ حلف بردارۍ کې به پرې سرکاري قسم وخوري او د تېر هېر په معنا به ورته بيا د معززصادق او امين خطاب ورکړي.
په دې ټولو لوبو اوس نه يوازې د پاکستان دننه هر خاص وعام پوهه دی، بلکې د بهرنو ملکونو باور یې هم مات کړی دی چې د پاکستان بااثره خلکو نړيوالو غلو ته هم محفوظه لاره ورکړې ده.
اوس د سوالګرۍ کومه دنده دلته چې په پاکستان کې خپلې لویې لویې ادارې لري په هر ځای کې د دې ډلې خلک سوال کوي چې پکې د مقامي بې روزګاره خلکو سوالګري هم اوس ځان ته دا کاروبار جوړ کړی دی حتا چې په انساني سمګلنګ یا قاچاق کې هم پنجاب غټ سوداګر دی او د پښتونخوا د وړو وړو ګروپونو خلک یې سهولت کاري کوي. د انساني سمګلنګ دغه کار ښې د ماشومانو تښتول یا اغوا کاري ډېره زياته شوې ده.
دا ټول ګروپونه د يو زنځير کړۍ دي چې د مقامي ملکي او د بهرنو هېوادونو پورې یې سلسلې خپرې دي او دا کاروبار په درز کې روان دی.
په داسی واقعياتو حساسې ادارې بايد چې خبرې وي، ځکه چې دا د ملک د وقار اوعزت عظمت سره تعلق لري او بيا چې په بهرنو ملکونو کي کوم پاکستانيان له مودو مودو مېشت دي روزګارونه کوي او په تعلیمي ويزو ځوانان تللي دي، هلته تعليم او روزګارونه کوي، د داسې منفي ډلو د منفی دندو په وجه په هغوی هم بد اثرات پريوځي.
په عالمي ايېنه کې چې دا وخت اتومي پاکستان ځانته ګوري نو ځانته به څه وایي؟ چارواکی یې د پردو ملکونو نه قرضې غواړي د ای ايم ايف د لاس په موټی کې بند دي، په ګاونډ کې دا وخت داسې څه واضحه جنګ نشته چې د بل ټوپک ته خپله اوږه وړاندې کړي او د نړيوال امن په دعوه پردي خېرات ته کېنی.
نه یې په تېرو وختونو کې د باور څه کار کړی دی او اوس چې د سوالګرۍ دا لپه په دې شکل په جهاني سطحه دې حد ته ورسېده چې په نړۍ کې د سوالګرو په لړ کې د سروې رپوټ ترمخه په سلو کې لس کم کسان د پاکستان پاسپورټ لري نو----!!
دې ته به څه وايو ګلستان که ګورستان د ګل
زه او سپرلی ناست يو له وختونو سره څنګ په څنګ

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چین د نېنګشیا او ګانسو په سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي. د دغه راپور له مخې، بیجېنګ دغه ګام د «چیني کولو» په موخه اخیستی دی.
نېنګشیا او ګانسو له سېنکیانګه وروسته هغه سیمې دي، چې ډېر مسلمانان په کې ژوند کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور پر بنسټ، چین په یو شمېر جوماتونو کې یو لړ بدلونونه هم راوستي چې د هغو د ځینو برخو ویجاړول هم په کې راځي.
په راپور کې راغلي، چې چین په نېنګشیا او ګانسو سیمو کې د جوماتونو شمېر د پام وړ کم کړی دی.
چین له ډېرې مودې راهیسې مذهبي او قومی لږکۍ تر ډېره تر خپل څار لاندې ساتي.
د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په ۲۰۱۶ کال کې د بېلابېلو دینونو او مذهبونود «چیني کولو » خبره وکړه، چې له هغه وروسته په جوماتونو کې هم یو لړ بدلونونه زیات شول.
بیجېنگ په کال ۲۰۱۸ کې هم یوه تګلاره رامنځته کړه، چې له مخې یې حکومتي چارواکي باید «د اسلامي ځایونو د جوړولو او هلته تر سره کېدونکې کړنې تر سخت څار لاندې راولي» او «دغه اصل ته چې جوړوونې کمې او ویجاړول یې زیات شي باید ژمن پاتې شي.»
د بشري حقونو څار سازمان د چین د نېنګشیای په دوو سیمو کې د جوماتونو وضعیت د سپوږمګۍ له لارې کتلی دی.
د دغه سازمان د موندنو له مخې، د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د ۷ جوماتونو منارونه او ګونبزې لرې کړای شوي او په همدې موده کې درې نور جوماتونه هم ویجاړ کړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکي اټکل کوي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په نېنګشیا کې شاوخوا ۱۳۰۰ جوماتونه تړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان چارواکي وايي، چې په تېر کال کې د ویجاړ شویو او تړل شویو جوماتونو شمېر د دوی په لاس کې نه شته؛ خو د دولتي راپورونو له مخې دغه شمېر تر سلګونو رسېږي.

د المان د کولن ښار په یوه جومات کې د طالبانو د یوه چارواکي د راڅرګندېدو په اړه د غوسې په پایله کې د ویلګسټ اکاډمۍ په راتلونکې ډسمبر میاشت کې د یو کنفرانس لپاره د طالبانو حکومت یو چارواکي ته له لیږل شوي بلنلیک بېرته په شا شوې ده.
د دغې اکاډمۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې “د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره دا د خواشینۍ وړ ده، چې د ازادو او انتقادي بحثونو لپاره د مناسبې فضاء جوړول امکان نه لري.”
د دغې اکاډمۍ د مطالعاتو مشر اویې تریتمان وایې”:په اوصولو اعتقاد دا دی که تاسې غواړی د ځمکې پر مخ خلکو سره مرسته وکړئ، باید هغو سره خبرې وکړئ چې د خبرو لپاره څه لري.”
د ۱۹۸۴ کال راهیسې د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس مشر او د بهرنیو چارو په وزارت کې د فیډرال حکومت پخوانی استازی کرستوف زوپل وایي؛ د افغانستان په اړه د لویدیځ د تګلارې له غمجنې ناکامۍ وروسته د طالبانو له استازو سره خبرې اترې یوه له هغو څو لارو څخه وه، چې په افغانستان کې د بشري پرمختګ لپاره یې پایله ورکولی شوه.
زوپل ټینګار وکړ، چې په دې غونډه کې د طالبانو د استازي ګډون چې اوس لغوه شوی، د فیډرال چارواکو سره له مشورې پرته شونې نه وه.
په همدې حال کې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې رییس عبدالباري عمر کابل ته له راستنېدو وروسته ومنله چې له هالنډ څخه یې د شینګین وېزه ترلاسه کړې ده.
عمر اف-ای-زي نومې رسنۍ ته ویلي، چې په کولن کې په خپله کړې غوڼډه “ویاړي” او هېڅ ناقانونه عمل یې نه دی ترسره کړي.
هغه اروپا ته د نورو طالبانو د استازو ممکن سفرونه هم رد نه کړل.
د راپورونو له مخې؛ ځینې طالب چارواکي د شنګین اوږدمهالې ویزې لري.
