• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهې په پروان کې څلورو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله جبهه ادعا کوي، چې نن ماښام مهال یې د پروان په جبل سراج کې پر طالبانو برید کړی، چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغې جبهې نن پنجشنبه ـ د لیندۍ دویمه ـ پر خپله اېکس پاڼه لیکلی، چې د جبل سراج د سر حوض په سیمه کې د ډګروال جیلاني پر کور چې دا مهال د طالبانو یو مهم قوماندان پکې اوسي برید کړی، چې د هغه دوه ساتونکي یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ازادۍ جبهې نن د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې د دوه طالبانو د وژلو د بل د ټپي کولو ادعا کړې هم کړې وه.

دغې جبهې تېره ورځ هم اعلان کړی و، چې د پروان ولایت په جبل سراج کلا کې یې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی و، چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې یاد خبر تایید یا رد کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

کندهار ته ځینې ستانه شوي کډوال وايي په موسمي او اسهال ناروغیو اخته شوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۱ GMT+۰

کندهار ته له پاکستان ځینې ستانه شوي کډوال د دوی لپاره په جوړو شویو کمپونو کې د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دوی او ماشومان یې په موسمي او اسهال ناروغیو اخته دي. یوه ستانه شوي کس له نوم پرته یخني او بې کیفیته خواړه د دې ناروغیو لامل وبلل.

هغه زیاته کړه «له خوراک څخه ټول ماشومان او ښځې مو په ناروغيو اخته شوې، ډاکټران او دوا هم نشته، ژوند تر حد زيات په مشکل کې روان دی».

په کندهار کې دې کډوالو ته يو کمپ په تخته پل ولسوالۍ د معتادينو په مرکز کې جوړ شوی، چې سلګونه کورنۍپکې مېشت دي.

په سپين بولدک ولسوالۍ او د کندهار ښار په بيلابيلو برخو کې هم د ځينو مرستندویو موسيسو له لوريکمپونه جوړ شوي چې شمېر يې لږ دی، خو طالبانو دواړو ته خبریالان او مدني فعالان نه ور پرېږدي.

تر ډېره دغه موقتې کمپونو ته د سيمې اوسېدونکې او يا هم يو شمېر سوداګر خواړه ور وړې.

په کندهار کې د بیرته راستنېدونکو افغانانو د کميټې استازی مولوي علي محمد حقمل وايي، دا کمپونو د هغو کورنيو لپاره دي، چې اقتصادي وضعت يې خراب او کورونه ونه لري.

د حقمل په ټکو، دغو کورنيو ته د ځمکو د ورکولو پلان هم لري خو د ورکړې دقیقه نېټه يې ونه ويله.

د رسمي شمېرو له مخې له پاکستانه کندهار ته ۲۲ زره کورنۍ ستنې شوې چې د غړو شمېر يې نژدې یو لک دېرش زرو کسانو ته رسيږي.

د ملګرو ملتونو استازو او طالبانو کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو پر لېږد خبرې وکړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو استازو له طالب چارواکو سره د کابل د اوبو د مدیریت په اړه خبرې وکړې. ځایي رسنیو د یوناما د استازو له خولې لیکلي چې په کابل کې د څښاک پاکو اوبو برابرول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.


طالبانو هم ویلي چې کابل ته د پنجشیر او شاه توت بند څخه د اوبو د انتقال لپاره یې ځانګړې کمیټه جوړه کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په دویمه) اعلان وکړ چې د کابل د سیندي حوزې عمومي رييس حبيب الرحمن حقپال د دغې ځانګړې کميټې مشري کوي.
د دې دولتي رسنۍ د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې چې د کابل د اوبو د مدیریت په اړه د طالبانو د ځانګړې کمېټې له خوا جوړه شوې وه، د کابل لپاره د دې ډلې مرستیال والي او د یوناما، یونیسف، یو ان ډي پي او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازو هم حضور درلود.
کابل په وروستیو میاشتو کې د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو په تېرو میاشتو کې افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو سره د اوبو د بحران په مدیریت کې د طالبانو پر پاتې راتلو نیوکه کړې وه.
د طالبانو د کرنې وزیر عطاء الله عمري د روان کال په زمري میاشت کې ویلي و چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه په ټیټېدو ده.

طالبان او ملګري ملتونه غواړي چې د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو په لېږدولو سره په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت ستونزه کمه کړي.

د طالبانو ځینې وزارتونه د لوړ رتبه مامورینو له معاش د “مجاهدینو” د اعاشې په نوم برخه اخلي

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۰

د طالبانو یو شمېر وزارتونو کې ځینې پخواني لوړ رتبه مامورین وايي، دا ډله د یو شمېر لوړ رتبه مامورینو د معاش یوه برخه پېسې د «مجاهدینو» د اعاشې په نوم ګرځوي. د طالبانو د چارو اداره کې هم یوه سرچینه وايي، چې له ۵ وزارتونو په دې هکله دوی ته عریضه رسېدلې، خو لا هم پرې غور نه دی شوی.

دغو مامورینو زیاته کړه، چې دا چاره له ډېره پخوا راهیسې روانه ده او دوی نه پوهېږي، چې دا پیسې له هر وزارت څخه په کومه اندازه راټولیږي او چا ته څه ډول ورکول کیږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په ملي تلویزون کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د طالبانو له راتګ سره سم په دغه تلویزون کې د لومړي، دویم او درېیم بست مامورینو څخه د هغوی د معاش یوه برخه د “مجاهدینو” د اعاشې په نوم اخیستل کیږي.

سرچینه زیاتوي: “ که د چا معاش پنځوس زره وي نېږدې دیارلس زره افغانۍ ترې اخیستل کیږي او که د چا معاش له دې پورته وي د معاش په اندازه ترې زیاتې پېسې اخیستل کیږي”.

د دغې سرچینې په خبره، چې دا چاره د تلویزون د پخواني رییس احمد الله وثیق پر وخت پیل شوې وه او لا هم دوام لري.

بل خوا د طالبانو په اقتصاد وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې د دوی له لوړ رتبه مامورینو څخه هم د هغوی د معاش یوه برخه د “مجاهدینو” د اعاشې په نوم ګرځوي.

دغه سرچینه وايي: “ ښه فرض کړئ طالبانو جهاد کړی، نو چې جهاد یې کړی دا یې د هغې دنیا لپاره کړی نه د دې لپاره چې زموږ له معاشونو دې دوی ته معاشونه ورکړل شي”.

د سرچینې په خبره، دا مامورین شکایت هم نه شي کولی او که شکایت وکړي، طالبان یې له دندو لرې کوي.

سرچینې زیاته کړه: “ د هر وزارت د مقررۍ او منفکۍ واک د وزیر او د هغه د ډلې په لاس کې دی؛ که څوک د دوی د پرېکړې پر وړاندې خپله نارضایتي وښيي، سم له واره یې له دندې څخه شړي او یا ورپورې داسې تورونه تړي،چې په سبا یې استخبارات نیسي”.

سرچینه وايي، چې اکثره له پخوانیو لوړ رتبه مامورینو څخه د هغوی د معاش یوه برخه ګرځول کیږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ د چارو په اداره کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د روان کال په ثور میاشت کې د اتلس وزارتونو او مستقلو ادارو یو شمېر لوړ رتبه مامورینو د نومونو په نه ښودلو سره د چارو ادارې ته یوه عریضه لېږلې وه، چې پکې یاده موضوع ذکر شوې وه.

دې سرچنې وويل، چې د طالبانو د کار او امور اجتماعي، کډوالو چارو، معارف، لوړو زدکړو او معدن په وزارت کې د یو شمېر لوړ رتبه مامورینو څخه د هغوی له معاشه د “مجاهدینو” د اعاشې په نوم یوه برخه پېسې اخیستل کیږي.

د سرچینې په خبره، دا عریضه د چارو ادارې له رییس سره ده او تر اوسه پرې هېڅ کوم عمل ونه شو.

سرچینې وویل: “ اړتیا وه، چې دغه عریضه کارشناسي شي او بیا د رییس الوزرا دفتر ته ولېږل شي؛ خو د چارو ادارې رییس دغه عریضه له ځانه سره ساتلې ده”.

سرچینه زیاتوي، چې له یو شمېر وزارتونو او مستقلو ادارو له رییسانو سره د هغوی پخواني ملګري هم شته، چې زدکړې نه لري او نه شي کولی چې په خپله اداره کې یې په تخنیکي بستونو وګوماري نو ځکه د هغوی د معاش او اعاشې لپاره د کارکوونکو له معاشونو پېسې اخلي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو؛ خو د نظر په اخیستو ونه توانېدو.

د طالبانو د ملي تلویزون له مشر سره هم له بار – بار اړیکو نیولو وروسته هم افغانستان انټرنشنل – پښتو د هغوی نظر وانه خیست.

په دې وروستیو کې د طالبانو د لیکو تر منځ د مادي امکاناتو د وېش او راټولو مسالې رسنیزې شوې دي.

تېره اونۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ یوې معتبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، د تېر کال له جدي میاشتې څخه تر اوسه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ۴ میلیارده افغانۍ د اپراتیفي پیسو په نوم له دولتي بودیجې څخه اخیستې دي.

دغې سرچینې د هویت د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزرات خپله عادي او انکشافي بودیجه د مالیې له وزارت څخه تر لاسه کړې؛ خو پر دغه بودیجې سربېره سراج حقاني تر دې مهاله په پنځو مرحلو کې څلور میلیارده افغانۍ تر لاسه کړې دي.

سرچینې وویل: “ لومړی قسط پېسې چې ۷۶۰ میلیونه افغانۍ کیږي د تېرکال په دلوې میاشتې کې اخیستل شوې، دویم قسط پېسې ۵۴۰ میلیونه افغانۍ کیږي، د روان کال په ثور میاشت کې اخیستل شوې، درېیم قسط پېسې ۱،۱ میلیارد افغانۍ کیږي، چې په تېره سرطان میاشت کې اخیستل شوې، څلورم قسط چې ۸۹۰ میلیونه افغانۍ دي، په تېره سنبلې میاشت کې اخیستل شوې او پنځم قسط پېسې چې ۷۰۳ میلیونه افغانۍ دي، په عقرب میاشت کې یې تر لاسه کړې دي”.

اروپایي ټولنه د افغانستان له روغتیايي برخې سره لس میلیونه یورو مرسته کوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۳ GMT+۰

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ټولنه په افغانستان کې د ساري ناروغیو او روغتیا بیړنیو پیښو ته د چمتووالي او ځواب ویلو سیسټم د پیاوړي کولو لپاره لس ملیونه یورو مرسته کوي. دغه مرسته چې نږدې ۷۵۰ ميليونه افغانۍ کیږي د روغتيا نړيوال سازمان «WHO» ته ورکول کیږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د اروپايي اتحادیې او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ اوږدمهاله همکاري په افغانستان کې د پیاوړې او انعطاف وړ روغتیایې پاملرنې سره مرسته کړې ده.

د اروپایې ټولنې په وینا دا مرسته به په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د روغتیا پاملرنې د ودې ورکولو په موخه ولګول شي او تر دوه ملیونو څخه ډیر خلک به ترې ګټه واخلي.

دغه مرسته د اروپایې ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان د پخوانیو همکاریو د دوام پر بنسټ کېږي.‌

کندهار کې د زعفرانو لپاره د بازار موندنې نندارتون جوړ شو

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۰ GMT+۰

په کندهار کې هالنډ کمېټې نن زعفرانو ته د بازار موندنې لپاره یو ورځنی نندارتون جوړ کړی، چې پکې د مرکز او ولسوالیو بزګرانو د زعفرانو بېلابېل ډولونه نندارې ته ايېښي دي. د هالنډ کمېټې په همکارۍ په دغه ولایت کې زياتو مځکه والو او باغوالو د زعفرانو کرنې ته مخه کړې ده.

د دې کميټې استازی عبدالهادي داودزی وايي، چې د يوه کال په شاوخوا کې يې تر ۲۵۰ زياتو بزګرو ته د زعفرانو تخم او د دې کر بشپړ وسايل ورکړي دي.

د نندارتون یو ګډونوال حاجي روزي محمد له تېرو دريو کلونو د زعفرانو کر کيله کوي.

نوموړی وایي، په دې ولايت کې د زعفرانو کرنه تر پخوا زیاته شوې او حاصلات یې هم زيات شوي دي.

د ده په خبره، که په کور دننه او بهر ورته بازار پيدا شی، ډېری کروندګر به د دې کښت کر ته مخه کړې.

د رسمي معلوماتو له مخې، دا مهال په کندهار کې پر نژدې ۵۰۰ جريبه ځمکه زعفران کرل کېږي.

د کندهار د کرنې مسولين وایي، د نندارتون جوړېدو سره غواړي زعفران ته بازار پیدا او بزګر خپلې تجربې سره شریکې کړي.

څو مياشتې وړاندې په هرات کې هم د زعفرانو ورته نندارتون جوړ شوی و، چې د کندهار بزګرو هم برخه پکې اخيستې وه.