د بښنې نړیوال سازمان: فرانسه باید د افغانو ښځینه فعالانو د ویزو ورکولو لړۍ چټکه کړي

د بښنې نړیوال سازمان له فرانسې وغوښتل چې په پاکستان کې میشتو افغانو ښځو ته د ویزو ورکولو لړۍ چټکه کړي. دغه سازمان د ښځینه فعالانو، خبریالانو، پخوانیو ښځینه دولتي کارکونکو او ښځینه هنرمندانو د پناه غوښتنې دوسیو ته د رسیدو په پڅ بهیر نیوکه وکړه او د دغې لړۍ د چټکتیا غوښتنه یې کړې