ډان ورځپاڼه: طالبان غواړي له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو هویت مالوم او تایید کړي

طالبان وايي د کډوالو د ایستلو په بهیر کې به یوازې هغه کسان افغانستان ته د ننوتو اجازه ولري چې هویت یې د دغې ډلې کونسلګرۍ تایید کړی وي. ډان ورځپاڼې د سرچینو په حواله ویلي، دا شرط د دې لپاره دی چې د "بې اسناده کډوالو" په نوم افغانستان ته د پاکستانیانو د ننوتلو مخه ونیول شي.