په کندز کې له نجونو پرته د زدهکړیالانو د فراغت غونډه وشوه

د کندز پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ زدهکړیانو د فراغت غونډه د نجونو له حضور پرته ترسره کړه. د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د کندوز ولایت چارواکو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د زدهکړو پر پراختیا او فارغ شویو کسانو ته د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.