• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

په نیویارک کې د ممداني تاریخي بری؛ څنګه یو مسلمان د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار، ښاروال شو؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۰

کله چې زهران ممداني د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر څلورمه په بروکلین کې د بریا د وینا لپاره پر دریځ راڅرګند شو، هغه یوازې یوه سیاسي بریا نه نمانځله، بلکې د نیویارک تاریخ یې بدل کړ. هغه د نیویارک لومړی مسلمان، سویلي اسیایي او افریقایي الاصله وګړی او تر ټولو ځوان ښاروال وټاکل شو.

له کمپالا تر ښاروالۍ

زهران ممداني د یوګانډا په کمپالا کې وزېږېد، د مشهور فلم جوړوونکې میرا نایر او نوموتي څېړونکي محمود ممداني زوی دی. هغه اووه کلن و چې نیویارک ته کډه شو. د افریقایي ریښو، هندي میراث او اسلامي عقیدې د لرلو له امله د هغه نړۍ لید ځانګړی و، په داسې ښار کې چې د تنوع لپاره مشهور دی خو له نابرابرۍ سره مخ دی.

له سیاست مخکې، ممداني د کورونو د ضبط د مخنیوي مشاور و، چې ټیټ عاید لرونکو کورنیو سره یې د کورونو څخه د ایستلو د مخنیوي لپاره مرسته کوله. دې تجربې د هغه پر سیاسي فکر ژور اغېز وکړ او د ټولنیز عدالت پر اجنډا یې ټینګار زیات کړ.

د هغه غیرمعمول کمپاین

د ممداني سیاسي پورته کېدل چټک وو. د کوینز ایالت د اسمبلۍ غړی او ځان اعلان شوی ډیموکرات سوسیالیست، هغه د ډیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د پخواني والي اندریو کومو پر وړاندې بریا خپله کړه او وروسته یې په عمومي ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي کورتس سلیوا پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.

هغه د نیویارک په کوڅو کې یو شعار ورکړ: "نیویارک بیا د خلکو لپاره ارزانه کړئ."

دغه شعار د هغو نیویارکیانو لپاره ډېر د پام وړ و، چې د ژوند د لوړو لګښتونو له امله تر فشار لاندې دي.

په یو اطاقه کرايي اپارتمان کې اوسېدونکی زهران چې ټوله شتمني یې ۲۰۰ زره ډالر اټکل شوې په نیویارک کې د کډوالو د پام وړ وګرځېد او د نیویارک د میلیاردرانو پر وړاندې یې اکثریت رایه خپله کړه.

هویت او عقیده

که څه هم د هغه پر وړاندې د مسلمانۍ تبلیغ کېده او په ټاکنو کې بیانېدله چې د یو مسلمان په توګه هغه د نیویارک لپاره ښه انتخاب نه دی، د کمپاین په وروستیو اونیو کې ممداني له اسلام ضدو شدیدو تبلیغاتو سره مخ شو، خو پر خپل هویت او عقیدې کلک ودرېد.

هغه د برانکس په یوه جومات کې وویل:"زه به خپل هویت، خپل خواړه او خپله عقیده هېڅکله بدل نه کړم."
دغه دریځ د هغو مسلمانانو لپاره ډېر مهم و چې د ښار په سیاست کې اوږده موده له حاشیې سره مخ وو. دا پیغام یوازې مسلمانانو ته نه، بلکې ټولو هغو خلکو ته ورسېد چې د هویت او عقیدې د ازادۍ ارزښت مني.

یوه سمبولیکه بریا

له بري څو شېبې وروسته، ممداني په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې د سب‌وې( چټک تیارېدونکو خوړو ریستورانټ) دروازې پرانیستل کېږي او اعلان کېږي: "راتلونکی او وروستی تمځای: ښاروالۍ."

دا ویډیو د هغه د ولسي کمپاین روحیه ښيي، چې د خلکو له ورځنیو ستونزو سره تړلې، خو د سیسټماټیک بدلون لپاره یو سمبول هم و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاین له پیله تر اوسه د زهران ممداني مخالفت کړی او هغه یې د نیویارک لپاره نادرست انتخاب باله، خو ممداني د بریا په وینا کې په ښکاره ډول ډونالډ ټرمپ مخاطب کړ او ویې ویل وویل: «ډونالډ ټرمپ، زه پوهېږم چې ته ما ګورې، زه څلور ټکي درته لرم: غږ دې نور هم لوړ کړه!» هغه ژمنه وکړه چې نیویارک به د ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې د مقاومت مشري وکړي او د مهاجرینو، کارګرانو او عادي خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره به مبارزه وکړي.

ممداني ټینګار وکړ چې نیویارک به د مهاجرینو ښار پاتې شي او د ټرمپ د نفرت پر سیاستونو به د مقاومت کلک دریځ ولري.

بل خوا ټرمپ د ټاکنو پر مهال ممداني «کمونیست» بللی و او ګواښ یې کړی و، چې که هغه ښاروال شي، د نیویارک فدرالي بودیجه به کمه کړي. د بریا وروسته ټرمپ پر ټروت ولیکل: «هر یهودي چې ممداني ته رایه ورکړي، احمق دی!»

دا لفظي جګړه ښيي چې د نیویارک نوی ښاروال به د ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې کلک دریځ ولري او دا سیاسي شخړه به د امریکا په راتلونکي سیاست کې ژور اغېز ولري.

ولې دا مهمه ده؟

نیویارک، چې ډېری وخت د پانګوالۍ پلازمېنه بلل کېږي، اوس داسې ښاروال لري چې د بازار پر ځای د عدالت او برابري پلوي کوي. د ممداني بریا ښيي چې ښاري رایه ورکوونکي په داسې وخت کې چې اقتصادي نابرابري زیاته شوې، د ټولنیز عدالت او شمولیت غوښتنه کوي. دا بدلون ښايي د امریکا په نورو لویو ښارونو کې هم د ورته ایډیولوژیکو خوځښتونو لپاره لاره هواره کړي.

دا موضوع درې مهم دلیلونه لري چې ولې د ممداني بریا د نیویارک د ښاروال په توګه دومره ارزښت لري:

لومړی: نیویارک د نړۍ د پانګوالۍ مرکز ګڼل کېږي، چې د مالي بازارونو، املاکو او سوداګرۍ له مخې بې ساری دی. کله چې په دې ښار کې یو داسې ښاروال واک ته رسېږي چې د عدالت، برابري او ټولنیزو خدمتونو پلوي کوي، دا د اقتصادي سیاستونو په فلسفه کې یو لوی بدلون دی. دا چاره ښيي چې د خلکو غوښتنې له بازارمحوره سیاستونو څخه د ټولنیز عدالت پر لور بدلېږي.

دویم: د ممداني بریا د امریکا په ښاري سیاست کې د ایډیولوژیک بدلون نښه ده. په داسې وخت کې چې اقتصادي نابرابري لوړه شوې، د منځني او ټیټ عاید لرونکو خلکو فشار زیات شوی او د ژوند لګښتونه د بحران کچې ته رسېدلي، رایه ورکوونکي د هغو مشرانو ملاتړ کوي چې د کرایې کنګل، وړیا ترانسپورت او د ماشومانو د روزنې د پروګرامونو ژمنه کوي. دا بدلون ښايي د نورو لویو ښارونو لپاره هم الهام شي.

درېیم: د ممداني بریا نړۍوالې او سیمه‌ییز اغېزې لري او دا پیغام ورکوي چې د هویت، دین او کولتور پر بنسټ د نفرت سیاستونه کمزوري کېږي او د شمولیت، تنوع او ټولنیز عدالت ارزښتونه پیاوړي کېږي.

دا بدلون نه یوازې د نیویارک لپاره مهم دی، بلکې د امریکا د راتلونکي سیاست لپاره هم یو نوی فصل پرانیزي، چې ښايي د مهاجرینو، اقلیتونو او کارګرانو د حقونو په برخه کې پراخ بدلونونه راولي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۳

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۴

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

۵

سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي

•
•
•

نور کیسې

د معاصرې ډیپلوماسۍ رښتینی مخ

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰
د معاصرې ډیپلوماسۍ رښتینی مخ
100%

مقدمه اته کاله د وزیر او اوس په اروپا کې د افغان سفیر په توګه دنده ترسره کوم او له نړیوالې ټولنې سره مې مستقیم تعامل درلود. په دې برخه کې مې زده‌کړې کړې او د نړیوال سیاست ژوره پېژندګلوي لرم. ما په دې بهیر کې ولیدل چې د نړیوالې دیپلوماسۍ د لوري ټاکونکي اصول اوس په ژور بدلون کې دي.

ګډ باور، کلتور، ژبې او جغرافیايي نږدېوالی یو وخت د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو اساسي ستنې وې، خو اوس په دې برخه کې هغه پخوانی اغېز نه لري. په اوسنۍ نړۍ کې دیپلوماسي د ستراتیژيکو ګټو، اقتصادي ځواک، مسلکي مهارت او ګډو ګټو پر اساس مخ ته ځي. اوسنی نړیوال نظم د احساساتو پر ځای پایلو ته لومړیتوب ورکوي او د هیوادونو په اړه د هغوی د ایډیالانو په اړه نه، بلکې د لاس ته راوړنو په اړه قضاوتونه کېږي.

د عملي‌ سیاست غوړېدل: مهارت تر احساس غوره دی
پخوا ډېرو هیوادونو د ګډو باورونو، کلتوري میراثونو یا سیمه ییزې راشه درشه پر بنسټ دیپلوماتیکې اړیکې رامنځته کړې دي، خو په یوویشتمه پېړۍ کې د اغېزناکې دیپلوماسۍ لپاره یوازې دا برخې بس نه دي. موډرن هیوادونه او معاصره دیپلوماسي اوس لاندې مسایلو ته لومړیتوب ورکوي:

اقتصادي فرصتونه: بازارونو ته لاسرسی، سوداګریزه تنوع او پانګونه.

سیاسي اغېز: پر سیمه‌ییزو او نړیوالو پرېکړو د اغېز لپاره ستراتیژیک ائتلاف.

دفاعي همکاري: ګډې پوځي هڅې، د وسلو قراردادونه او امنیتي همغږي.

دین، ژبه او کلتور یو وخت د دیپلوماتیک ائتلاف جوړولو لپاره اساسي وسایل ګڼل کېدل، خو اوس یې د نړیوالو اړیکو په معاصر ډګر کې ثانوي حیثیت خپل کړی دی. په اوسنۍ دیپلوماسۍ کې تکیه پر عاطفي او ایډيالوژيکو اړیکو نه ده، بلکې ستراتيژيک فکر، د مذاکرې مهارتونه او بالمثل عمل ورته په کار دی.په دې چوکاټ کې بریالیتوب د ګډ هویت پر اساس نه، بلکې د وړتیاوو، ځان عیارولو او په نړیوال سټيج د اغېزناکۍ له مخې اندازه کېږي.

بالمثل عمل: د متناسب ځواب وړتیا

بالمثل عمل د معاصرې دیپلوماسۍ اساسي رکن دی. په دې کې ټينګار کېږي چې د هیوادونو د اقداماتو په ځواب کې دې متناسب او ستراتیژيک غبرګون وښودل شي. دا چاره د هیوادونو ترمنځ د تعادل او متقابل درناوي په ساتلو ټینګار کوي. د بالمثل عمل ځینې عملي بېلګې دا دي:
 د بالمثل عمل په توګه د دیپلوماتانو ویستل؛
 د غبرګون په ډول د ویزې یا سفر محدودیتونه وضع کول؛
 د متقابلو اقداماتو پر اساس اقتصادي محدودیتونه وضع کول؛

اود نویو نړیوالو ګواښونو په نظر کې نیولو سره، امنیتي او دفاعي ائتلافونه تنظیمول.

متقابل عمل په نړیوالو اړیکو کې د عدالت او ستراتیژيک توازن په ساتلو کې مهمه ونډه لري. د پاکستان او هند د وروستیو شخړو په څېر مواردو کې د دې اصل عملي تطبیق ډېر ښه په ډاګه شو. نن سبا په نړۍ کې د ځواک ډينامیک بدلېږي او جیوپولیټيکي پېچلتیاوې هم مخ په زیاتېدو دي، په داسې وخت کې متقابل عمل د سازګارۍ، عملي پرېکړو او د عادلانه تعامل پر ژمنتیا ډېر ټينګار کوي.

خلیجي عرب هیوادونه: له دښتو تر نړیوال سټېجه

د ترکیې ترڅنګ خلیجي عرب هیوادونه هم د معاصرې دیپلوماسۍ د مخ پر ودې میدان، په کلیدي لوبغاړو بدل شوي دي.

پخوا چې دا هیوادونه حاشیوي یا متکي لوبغاړي ګڼل کېل، اوس د ستراتیژيکو او مسلکي دیپلوماتیکو هلو ځلو په مرسته، په اغېزناکو نړیوالو لوبغاړو بدل شوي دي.

 سعودي عربستان

سعودي‌ عربستان په بین المللي شخړو کې ځان د بې طرفه منځګړي په توګه مطرح دی. لکه، د روسیې او اوکراین جګړه او همدارنګه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو د تسهیل پټې هلې ځلې. په کورنۍ برخه کې یې هم ځينې نوښتونه کړي دي. مثلاً د ۲۰۳۰ لرلید دا ښيي چې سعودي عبرستان د اقتصاد د موډرنولو او د نړیوال تصویر د بیارغولو تابیا نیولې ده. د دیپلوماسۍ له پلوه، سعودي عربستان له اسراییلو سره د اړیکو عادي کول، د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو پورې تړلي دي. دا اقدام د ریاض مخ پر ودې ستراتیژيکه خپلواکي ښيي.

سعودي عربستان نور په نړیوالو اړیکو کې غیرفعال عنصر نه دی، بلکې له اقتصادي ځواک، مذهبي مقام او سیاسي نفوذه په ګټې اخیستو، په نړیواله معاصره دیپلوماسۍ کې یې پر یوه مهم لوبغاړي بدل شوی دی.

قطر
قطر په بین المللي دیپلوماسۍ کې ځان د یوه خوځنده او اغېزناکه لوبغاړي په توګه ثابت کړی او د هیواد اندازې ته په کتو، یې تر تمې لوړ عمل کړی دی. قطر د نرم ځواک پر دیپلوماسي ټینګار کوي. له دې لارې یې خپلې اقتصادي سرچینې، رسنیز نفوذ او د نړیوالو بحثونو د تسهیل وړتیا په ښه ډول کارولې او له دې لارې یې د شخړو په حل او بشردوستانه نوښتونو کې مهمه ونډه لوبولې ده.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړتوب او د افغانستان، سوډان او غزې په د بحران د حل هڅو کې یې نقش د پام وړ دی. د دې ترڅنګ، په ۲۰۲۲ کال کې د فیفا نړیوال جام فوټبال سیالو د کوربه توب په لړ کې د نږدې ۲۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه هم په معاصرو نړیوالو اړیکو کې د قطر اوږدمهالی فکر ښيي.

متحده عربي امارات
متحده عربي امارات د دې بېلګه ده چې څنګه واړه ملتونه د عمل محوره او ځيرکې دیپلوماسۍ په مرسته، په نړیوالو قوتونو بدلېدلای شي.

متحده عربي امارات چې یو وخت د تېلو له امله مشهور و، اوس یې د ستراتيژیکې پانګونې، د سیاحت او ټکنالوجۍ په پراختیا خپل نقش بدل کړی او په نړیوال سټېج یې ځان د یوه بې‌طرفه خو اغېزناک لوبغاړي په توګه مطرح کړی دی.

ترکیه

ترکیه ځان په یوه خوځنده سیمه‌ییز ځواک بدل کړی او د معاصرې دیپلوماسۍ په پېچومو کې خپله لاره پيدا کوي.

ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ داسې ستراتیژيک بهرنی سیاست خپل کړی چې تمرکز یې په عمل محورۍ او سیمه‌ییز اغېز دی. ترکیه د اروپا او منځني ختیځ پر څلورلارې پروت هیواد دی، له خپل ځانګړي جیوپولټیک موقعیت یې په بحرانونو کې د منځګړي او ثبات راوړونکي ځواک په توګه ګټه اخیستې او خپل ملي اهداف یې هم مخ ته وړي دي.

د تورې بحیرې د غَلو نوښت د انقرې موقف د باوري منځګړي په توګه لا ډېر پیاوړی کړ، ځکه د روسیې او اوکراین د جګړې پر وخت دغه نوښت د حیاتي صادراتو امکان برابر کړ. په عین حال کې، ترکیې په منځنۍ اسیا، بالکان او سویلي قفقاز کې خبل نفوذ پراخ کړی او د ناټو د کلیدي غړي هیواد په توګه پاتې شوې.

دې هیواد پر عمل محوره رهبرۍ او د څواړخیزه تعامل د تمرکز په لړ کې وښودله چې څنګه یو هیواد په معاصره دوره کې خپل نړیوال موقف بېرته له سره تعریفولای شي.

دې هیوادونو وښودله چې په معاصره دیپلوماسۍ کې اغېز په ګډ هویت نه، بلکې په اقتصادي وړتیا، دیپلوماتیک تخصص او سیمه‌ییز اهمیته سرچینه اخلي.

ستراتيژيک سټیج: منځنی ختیځ او نړیوال اغېز

په منځني ختیځ کې وروستیو تحولاتو وښودله چې دیپلوماتیک پوخوالی او ستراتيژيک لیدلوری څنګه نړیوال سیاست بیاجوړوي.
 ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ستراتیژيکو خبرو اترو په په پایله کې، د سوریې او احمد الشرع اړوند مسایلو په شمول، له امریکا ځينې امتیازات ترلاسه کړل. هغه ښکاره ټينګار وکړ چې له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو کې باید د فلسطین دولت به رسمیت پېژندل هم وي.

دا هغه موقف و چې پر ابراهیم تړون Abraham Accords یې د پام وړ اغېز وکړ.

قطر له بوینګ شرکت نه د نږدې ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۶۰ الوتکې وپېرلې چې د یاد شرکت په تاریخ کې تر ټولو لویه سودا وه. دې تاریخي تړون نه یوازې د قطر او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې تقویه کړې، بلکې د اقتصادي دیپلوماسۍ د ستراتيژیکې کارونې یوه بېلګه هم وه.

دا ډول تړونونه نه یوازې سمبولیکې نښې نه دي، بلکې له نړیوالو پایلو سره مل محاسبه شوې ستراتیژيکې پانګونې دي.

د نویو راپورته کېدونکو ځواکونو درسونه: تعلیم، مهارت او ستراتیژي

له جګړې راوتلي او نوي راپورته کېدونکي هیوادونه که پر خپل تاریخي هویت له تمرکزه را تېرېږي، نوې دیپلوماتکي ستراتيژۍ خپلوي او پر نړیوال سټېج ځان تر بریا رسوي، نو باید له نویو را پورته کېدونکو ځواکونو درس واخلي او لاندې حیاتي وړاندیزونه عملي کړي:
 اغېزناکه رهبري د ملتونو او سازمانونو په برخلیک ټاکلو کې مهمه ونډه لوبوي. د داسې رهبرانو ټاکل اړین دي چې خپل ملت ته لاره ښودلای او خپل دولت داسې لوري ته وړلای شي چې نوې دیپلوماتیکي ستراتیژۍ راخپلې او عملي کړي.

همدارنګه دا رهبران د دې وړتیا ولري چې خپل ملت او لاس لاندې کسان سره متحد کړي او پر نوي نسل پانګونه وکړي. دا نوی نسل به بالاخره د دې ستراتیژیو د اصلي عملي کوونکو په توګه کار کوي.

داسې دیپلوماتان باید پيدا شي، وساتل شي او پرله پسې وروزل شي چې د مذاکرې په پرمختللیو تکنیکونو پوه وي، له ټکنالوجیکو نوښتونو سره بلد وي، په اقتصادي پالیسیو پوه وي او په نړیوالو حقوقو کې پراخ تخصص ولري.

دیپلوماتان باید د مسلکي وړتیا او معیار پر اساس وټاکل شي او مسلکي وړتیا پر سیاسي تمایل لومړۍ وګڼل شي.

د بهرني سیاست تمرکز باید پر ملي ګټو وي او له ایډیوالوژيکو تړونونو پورته وګڼل شي چې ستراتيژيک امتیازات ترلاسه شي.

رسمي کتنې او په نړیوالو فورمونو کې ګډون باید داسې وشي چې د سوداګریزو تړونونو، ټکنالوجیو همکاریو او تعلمي مشارکت په څېر واضح پایلې ترې ترلاسه شي.

سره د دې چې د ډېرو هیوادونو بودیجه محدوده ده، خو د قطر په څېر بېلګې ښيي چې، ستراتیژیکه دیپلوماسي وړو هیوادونو ته هم دا امکان ورکوي چې خپل نړیوال نفوذ پراخه کړي.

پایله: واقعیت تر مفکورې لوړ دی

موږ په نړۍ کې د واقع بینانه نړیوال نظم شاهدان یو چې مفکوره یا ایډيالوژي پکې خپل ځای ګټو ته پرېږدي.

اوس ملتونه د تاریخي یا عاطفي اړیکو پر اساس نه پېژندل کېږي، بلکې د ګټورو متقابلو ستراتیژيکو شراکتونو پر اساس پېژندل کېږي او دا، د تېر پر ځای اوس او راتلونکي ته لومړیتوب ورکوي.

په دې خوځنده دیپلوماتیک چاپېریال کې د دوامداره بري لپاره د متقابل عمل اصول، تخصص او محاسبه شوی تعامل اړین دي.

د ډیپلوماسۍ راتلونکي رهبران به هغوي نه وي چې په خپل رواج او فرهنګ کې نښتي وي، بلکې هغوی به وي چې نتیجه محوره تګلاره مخ ته ځي او په راتلونکي محوره ستراتیژيو سنبال وي.

ماخذونه:
۱. Nye, J. S. (2004). Soft Power: The Means to Success in World Politics. PublicAffairs.
۲. Kissinger, H. (1994). Diplomacy. Simon & Schuster.
۳. Al Jazeera News. (2023). سعودي عربستان د اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو دمخه د فلسطین د دولت غوښتنه وکړه. له www.aljazeera.comنه ترلاسه شوی
۴. The Economist. (2024). څنګه د خلیج هیوادونه د ډیپلوماسۍ ځواکمنو هېوادونو ته واوښتل.
۵. Foreign Policy. (2023). د قطر ۲۰۰ میلیارد ډالري بوینګ تړون د سیمه‌ییز نرم ځواک ښکارندوی دی.
۶. The Guardian. (2023). په ارامه ډیپلوماسۍ کې د عمان او اردن رول.
۷. BBC News. (2024). د افغانستان بیا رغونه: سیمه‌ییز لوبغاړي او د دوی ډیپلوماټیک رولونه.
۸. Carnegie Endowment for International Peace. (2022). The Strategic Evolution of Middle Eastern States.
۹. United Nations Institute for Training and Research (UNITAR). (2023). Modern Diplomatic Practice and Negotiation Skills.

ایا وخت یې نه دی چې طالبان ملي اجماع را وغواړي؟

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۰
ایا وخت یې نه دی چې طالبان ملي اجماع را وغواړي؟
100%

په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرې تر اوسه بې نتیجې دي او د خبرو له فضا نه د دواړو خواوو روایت متفاوت او تاوتریخجن دی. د پاکستان اصلي غوښتنه د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو د حضور په تړاو ده، خو طالبان د ټي ټي پي مدیریت د اسلام اباد داخلي مساله بولي.

د طالبانو حکومت له یوې خوا د کورني مشروعیت له نشتوالي، نړیوالې انزوا او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او له بلې خوا د ګاونډي پاکستان له فشارونو او د جنګیالیو ډلو د کوربه توب له تورونو سره مخ دی.

د ترکیې د وروستیو خبرو اترو فضا د دواړو خواوو تر منځ د ستونزو ژورتیا او بحران لا روښانه کوي. په دغو خبرو اترو کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د خبرو فضا له بې‌باورۍ او لفظي تاوتریخوالي ډکه بلل شوې ده.

د پاکستان دفاع وزیر په تکرار سره ویلي، چې که دا ثابته شي چې د پاکستان پر خاوره بریدګر له افغانستان څخه ورغلي، نو پوځ به د تېر په څېر له هوايي بریدونو کار واخلي.

دا څرګندونې د افغانستان د هوايي حریم د نقض د تکرار په معنا دي، چې په ځواب کې ښایي طالبان هم متقابل اقدام وکړي. په دې توګه ناامنۍ نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاتې کیږي، بلکې جغرافیا یې پراخیږي، چې د دواړو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې درلودای شي.

د افغان طالبانو دریځ دا دی، چې د ټي ټي پي موضوع د پاکستان داخلي مساله ده او باید یې خپله مدیریت کړي. نه طالبان پاکستانۍ ډلې د ترهګرو په توګه پېژني او نه هم د ترهګرۍ پر هغو تعریفونو باور لري، چې اسلام اباد یا نړیوال سازمانونه او هېوادونه یې وړاندې کوي.

پاکستان، چې پخوا یې د جمهوري نظام پر وړاندې د سخت دریځو طالبانو ملاتړ کاوه، اوس د خپلو سیاستونو د پایلو بیه ور کوي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تمه لرله چې د پاکستان د پوځي مشرتابه په بدلېدو سره، له ټي ټي پي سره د ۲۰۲۰ کال د سولې خبرې بېرته راژوندۍ شي، خو د عاصم منیر د کاري دورې په غځېدو سره یې دا تمه اوس شلېدلې ده.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي بریدونه ورځ تر بلې ډېریږي او د پاکستان پوځ یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې له بې مخینې ننګونو سره مخ کړی. د پاکستان پوځ د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پالیسي ترک کړې او پر ځای یې نظامي فشار ته مخه کړې ده. پر کابل او پکتیکا له وروستیو بریدونو ښکاري چې ددې فشار په دایره کې یې افغان طالبان هم شامل کړي دي. ظاهرا د هغه په باور، خبرې د پوځ دریځ کمزوری کوي او وسله والې ډلې باید د زور او فشار له لارې له منځه یووړل شي او یا له جګړې لاس اخېستلو ته اړې شي.

په اسلام‌اباد کې ملکي حکومت د ای ایم ایف تر بارونو لاندې دی، پارلمان او حکومت د پوځ د سیاستونو تر اغیز لاندې دي او سیاسي ثبات یې هم نازک دی. په پاکستان کې د بهرنیو شخړو په تړاو دا تحلیل غالب وي، چې واکمنې ادارې غواړي عامه ذهنیت له کورنیو ناورینونو نه د بهرني ګواښ پر لور منحرف کړي، خو د ټي ټي پي وروستيو عملیاتو له دې تحلیل نه بهر، د پاکستان ثبات ننګولی دی.

په افغانستان کې بیا د وضعیت تصویر بېل دی. د طالبانو نظام له داخلي بې‌باورۍ، د خلکو نارضایتۍ او د نړیوالې انزوا له ستونزو سره مخ دی. د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز دوام د طالبانو د مشروعیت بنسټونه له منځه وړي او د سیاسي مشارکت او ملي اجماع د نشتوالي له امله ملت له حکومت څخه واټن اخیستی. دې حالت طالبان له دننه کمزوري کړي او له بهره د فشار پر وړاندې ډېر اسیب پذیره دي.

اسلام‌اباد دا خلا په ښه توګه درک کړې ده او هڅه کوي له همدې ضعف څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي.

په سیمه ییز او نړیوال ډګر کې هم د پاکستان نریټیف برلاسی ښکاري. هغه انځور چې اسلام‌اباد وړاندې کوي ، یانې دا چې افغانستان یو ځل بیا د جنګیالیو د پټنځای په توګه کارول کېږي، د طالبانو د ناسمو سیاستونو او نامشروع حیثیت له امله ورځ تر بلې تقویه کېږي. دا تصور د طالبانو لپاره خطرناک دی، ځکه نړیوال ملاتړ یې لا کمزوری کیږي او افغانستان ورسره بدنامه کیږي.

په دې شرایطو کې دواړه هېوادونه د متقابل اعتماد له ژور بحران سره مخ دي. پاکستان د امنیتي فشار او ګواښ سیاست تعقیبوي، خو له خپلو کورنیو ستونزو نا‌خبره دی، یا ځان یې ناګاره اچولی. طالبان بیا د ایډیولوژیک پیوستون او سیاسي انزوا تر منځ بند پاتې دي. نه د اقتصادي ستونزو حل لارې لري او نه د مشروع سیاسي ملاتړ لپاره یوه روښانه نقشه.

د دې کړکېچ د حل یوازینۍ عملي لاره د واقعیتونو منل دي. طالبان باید درک کړي چې د ملت له ګډون پرته یې دادارې بقا ممکنه نه ده. د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز دوام، د سیاسي مخالفینو ټکول، ورځ تر بلې ډېرېدونکي محدودیتونه او پر هر څه د یوې ډلې انحصار یوازې د داخلي مقاومت او بغاوت د اور لمبې زیاتولای شي.

طالبانو ته په کار ده، چې صادقانه ملي اجماع را وغواړي، د خلکو پرمخ دروازې پرانیزي، د سیاسي او مدني مشارکت فضا رامنځته کړي او په خپلو سیاستونو کې د تغییر له لارې له ملت سره د اعتماد اړیکه جوړه کړي.

له بلې خوا، پاکستان باید درک کړي چې له افغانستان سره د زور ژبه د سیمه‌یز ثبات لپاره د زهرو مثال لري. هوایي بریدونه، ګواښونه، او خپل مسوولیتونه د نورو پر اوږو بارول نه یوازې دا، چې ستونزې نه شي اوارولای، بلکې د شخړو لمن ورسره پراخېدای شي.

اسلام‌اباد باید د خپلې ۴۰ کلنې استخباراتي پالیسۍ پر تېروتنو اعتراف وکړي، افغانستان د خپلو ژورو سیاستونو د جغرافیې پرځای، خپل برابر ګاونډی ومني او د خپلو سیاستونو په تغییرولو سره د اړیکو او همکاریو یوه نوي فصل ته لاره پرانیزي، چې د دواړو ملتونو ثبات او پرمختګ او د ډلو ټپلو پرځای دولت-دولت اړیکې پکې تضمین وي.

د استانبول په خبرو کې څه شی خنډ دي؟

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
د استانبول په خبرو کې څه شی خنډ دي؟
100%

نن د افغانستان او پاکستان تر منځ په استانبول کې د خبرو اترو څلورمه ورځ ده، خو لاهم د یادو خبرو کومه نتیجه نه ده راوتلې او د خبرو د جزئیاتو په اړه معلومات هم رسنیو ته نه دي رسېدلي. هغه څه چې په رسنیو کې خپاره شوي، زیاتره د ژورنالیستانو او څېړونکو د اټکلونو او تحلیلونو پر بنسټ دي.

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، د دوحې د غونډې په څېر په استانبول کې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو منځګړیتوب د ترکیې او قطر د حکومتونو استازي کوي، خو د هغوی د پوره هڅو او کوښښونو باوجود، خبرې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. له همدې امله، په دې اړه تر اوسه کوم موثق اعلان نه دی شوی.

خو هغه شنونکي چې د دواړو هېوادونو د واکمنانو د کار د طرز او سیاسي سلیقې سره بلد دي، دا خبره په ګوته کوي، چې د دواړو هېوادونو په استازو پلاویو کې د سیاسي استازو او یا مسلکي ډیپلوماتانو پر ځای د استخباراتو ټیټ پوړي غړي مهم رول لوبوي.

دا څرګنده ده، چې په خبرو اترو کې د جنجالي مسایلو غوټې پرانېستل به د باصلاحیته سیاسي استازو یا مسلکي ډیپلوماتانو لپاره اسان کار وای.

په اسلام‌اباد کې شنونکي په دې حیران دي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تازه شخړو په جریان کې د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی سفیر صادق خان له صحنې څخه په مرموز ډول ورک دی. دا خبره هر چا ته معلومه ده، چې پاکستان د افغانستان د پالیسیو په جوړولو کې تل د جنرالواکۍ (چې مطلق اکثریت یې پنجابیان تشکیلوي) تر انحصار لاندې پاتې شوی او د پاکستان پښتانه سیاستوال او ډیپلوماتان له دې کاره لرې ساتل شوي دي. خو د افغانستان د چارو د یو منل شوي متخصص په توګه د سفیر صادق خان ساتل د جنرالواکۍ یوه مجبوري وه، خو داسې ښکاري، چې په دې مرحله کې صادق خان هم د خبرو اترو له صحنې بهر ساتل شوی دی.

د افغانستان د پلاوي ستونزه دا ده، چې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو غړي به د خبرو اترو د هرې نکتې په اړه د طالبانو د امیر او یا د هغوی د دفتر نظر او اجازه اخلي، چې طبیعي ده وخت نیسي، او اسان کار نه دی.

که موږ د افغانستان او پاکستان تر منځ د جګړې په جریان کې او یا سملاسي تر هغه وروسته د دواړو حکومتونو ویناوې، مرکې او اعلامیې وګورو، نو په دې پوهېدل ګران نه دي، چې د استانبول په خبرو اترو کې د دواړو حکومتونو د استازو دریځ به څه وي.

پاکستان غواړي د ټي ټي پي د فعالیت د مخنیوي ټول بار د طالبانو پر اوږو واچوي.

اسلام‌اباد ترکیې او قطر ته وړاندیز کړی، چې هغوی دې یو داسې میکانیزم جوړ کړي، چې باید د افغانستان دننه د ټي ټي پي پر فعالیت د طالبانو د کنټرول نظارت وکړي. که طالبان په دې کار کې پاتې راشي، نو بیا باید د طالبانو پر امارت نړیوال بندیزونه ولګول شي.

طالبان د دې وړاندیز کلک مخالف دي. هغوی وايي، ټي ټي پي د پاکستان داخلي مساله ده. پاکستان یې که مخه نیسي او که ورسره خبرې کول غواړي، دا دواړه کارونه دې د خپل هېواد دننه ترسره کړي. طالبان وایي، پاکستان باید ژمنه وکړي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او فضایي حریم درناوی کوي او پرې تعرض نه کوي. بله خبره چې طالبان کوي دا ده، چې د ترکیې او قطر له خوا جوړ شوی میکانیزم دې باید په پاکستان کې دننه د داعش د هغو فعالیتونو نظارت وکړي، چې له پاکستان نه د طالبانو د امارت پر ضد ترسره کېږي.

دا څرګنده ده، چې د دواړو اړخونو وړاندیزونه د داسې پیچلو او حساسو مسایلو په اړه دي، چې دواړه حکومتونه پرې یو له بله په اساسي توګه جلا دریځ لري او په اسانۍ سره د مقابل لوري دریځ ته د نږدې کېدو لپاره چمتو نه دي.

پر دې سربېره، د درې ابرقدرتونو ـ امریکا، چین او روسیې ـ تر منځ د افغانستان او مرکزي اسیا په ستراتیژیکه جغرافیا کې د نفوذ د زیاتولو سیالي هم د افغانستان او پاکستان پر شخړو بې‌اغېزې نه ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په علني توګه له طالبانو نه امریکا ته دبګرام پوځي اډې د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر او خاص استازي زلمي خلیلزاد پرله‌پسې سفرونه بې‌شکه له همدې مسایلو سره تړاو لري. د افغانستان لپاره د چین خاص استازي هم د افغانستان او پاکستان تر جګړې وروسته کابل ته سفر کړی دی. دا طبیعي ده، چې چین امریکا ته د بګرام هوايي ډګر د سپارلو مخالف دی. چین دا هم غواړي، چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره جوړ شي او ښې اړیکې ټینګې کړي، څو دواړه د چین د تجارتي دهلیزونو په جوړولو کې ګډون وکړي.

که څه هم روسیه له اوکراین سره په جګړه کې بوخته ده، خو بیا هم له طالبانو سره اړیکې لري او هغوی ته مشوره ورکوي، چې د بګرام اډه امریکا ته ونه سپاري.

پاکستان، چې د ترهګرۍ ټول مسوولیت پر طالبانو اچوي، غواړي خپل مخ د چین او امریکا پر وړاندې سپین کړي. په همدې حال کې طالبان د داعش پر ضد جګړه کې ځان د امریکا متحد بولي او پاکستان ته د داعش د پناه‌ځای نوم ورکوي.

دا څرګنده ده، چې د دوو یو بل سره مخالفو هېوادونو دا ډول ضد او نقیض برنامې د تفاهم په یوه سند کې ځایول که ناممکن نه وي، نو یقیناً ډېر مشکل کار دی.

خلیلزاد د څه په لټه کې دی؟

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل
خلیلزاد د څه په لټه کې دی؟
100%

زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې راڅرګند شوی دی، خو دا ځل نه د رسمي استازي په توګه، بلکې د یوه ځان ښودونکي منځګړي په بڼه چې د طالبانو او بهرنیو ګټو ترمنځ راشه درشه کوي. د هغه وروستۍ کړنې د ډيپلوماسۍ، شخصي لابيګرۍ او د بایللي شهرت د بیا رغولو ترمنځ کرښې تتې کړې دي.

څو ورځې وړاندې، خلیلزاد کابل ته یو غیر رسمي سفر وکړ. خو هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خوا په پوره رسمي پروتوکول سره هرکلی وشو، هغه ډول هرکلی چې عموماً د رسمي استازو لپاره ترسره کېږي.

100%

د یوه نامشروع نظام لخوا دد یوه غیر رسمي امریکايي ډېپلوماټدغه رسمي هرکلې پرته له دې چې وښيي د دوحې تړون لا هم اغیزه لريیا ددغې ډلې سپناوی وکړي نور څه معنا لري؟

نن خلیلزاد افغانستان کې د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د سعودي عربستان د دلتا انټرنېشنل کمپنۍ له اجراییوي رییس شهیر الطقي ترمنځ په یوه ګډه ناسته کې راښکاره شو. دا غونډه د تېلو، ګازو او انرژۍ په برخه کې پر پانګونو متمرکزه وه او د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډې (ټاپي) پروژه کې د سعودي احتمالي ونډې په اړه بحثونه هم پکې شامل وو. طالبانو او دلتا انټرنېشنل دا نه ده روښانه کړې، چې خلیلزاد ولې په دې غونډه کې و او په کوم حیثیت یې ګډون کړی و.

100%

دا ګډون تصادفي نه دی. خلیلزاد د سیمه ییزېانرژۍ پروژو په برخه کې اوږد تاریخ لري. په ۱۹۹۰کلونو کې هغه د یونیکال (Unocal) شرکت د سلاکار په توګه کار کاوه او د افغانستان له لارې د ګازو د اخیستو په لومړني پلان، چې د سنت ګاز (Cent Gas) کنسرسیوم په نوم یادېږي، مشورې ورکولې. په دې پروژه کې د سعودي دلتا اویل شرکت هم شامل و، هغه شرکت چې نن ورځ د دلتا انټرنېشنل د لومړنۍ نسخې په توګه پېژندل کېږي. که څه هم هېڅ مستقیمه تجارتي اړیکه یې نه ده تایید شوې، خو د شبکو دا همغږي حیرانوونکې ده،درې لسیزې وروسته، هماغه خلیجي تجارتي شبکه بیا په کابل کې فعاله شوې او خلیلزاد یو ځل بیا منځګړی دی.

په یوه مجلس کې چې ولسمشر غني او ما خبرې اترې کولې او د هغه دا خبرې په یوه پودکاست کې هم خپرېشوې او ثبت شوې دي، هغه په واضح ډول وویل چې زلمي خلیلزاد د مذاکراتو او سیمه ییزو پروژو، په ځانګړې توګه د ګازو او انرژۍ په برخوکې د خاصو امریکايي او سیمه ییزو شخصیتونو سره په اړیکه کې و.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې خلیلزاد او د هغه یو شمېر امریکايي سلاکارانو هڅه کوله چې د ټاپي پروژې د بیا راژوندي کولو او د پاکستان د ملاتړ په جلبولو سره یو اقتصادي او سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، چې طالبان د سیمې د یوه باثباته ځواک په توګه وښيي او د منځنۍ اسیا د انرژۍ لاره سویلياسیا ته پرانیزي.

ولسمشر ښکاره وویل، چې دا پلان په حقیقت کې د افغانستان د ملي ګټو او خپلواکۍ سره په ټکر کې و.

یو ځل بیا، په داسې حال کې چې طالبان هره ورځ د دې هېواد د هر فرد، په ځانګړي توګه د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، په هر ولایت کې شکنجې شته، خلیلزاد عملاً پر دې ټولو واقعیتونو سترګې پټې کړې دي. هغه د قربانیانو او غیر طالب قوتونو د غږ سره د همغږۍ پر ځای، هڅه کوي د یوه داسې رژیم سره همکاري وکړي او هره ورځ مرسته ورسره کوي چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري.

د خلیلزاد دا هڅه ډېره روښانه ده چې غواړي، هغه تړون چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شو، په حقیقت کې یوه بریا وښيي او دې تړون چې افغانستان ته یې باید سوله راوستې وای، هېواد یې د سقوط پر لور سوق کړ او له نړیوالې انزوا سره یې مخ کړ.

تر دې هم بدتر دا چې هغه اوس په غیر رسمي توګه د طالبانو د مدافع او لابیګر په توګه عملاً کار کوي؛ د پټو غونډو او خبرو اترو له لارې د هغوی رژیم ته مشروعیت ورکوي او په شخصي کچه هېوادونه او پانګه وال د طالبانو سره تعامل ته هڅوي. پر ځای د دې چې د خپلې ناکامۍ نه زده کړه وکړي، داسې ښکاري چې هغه هوډ کړیچې دا ناکامي توجیه کړي او دا نوره کومه ډيپلوماسي هم نه ده، بلکې د غرور په جامه کې تعامل دی.

بل دا چېخلیلزاد لا هم فکر کوي،کابل مېشتي طالبان چې په ځانګړې توګه حقاني شبکه پکې راځي، د «ښو طالبانو» په ډله کې راولي او اصلي ستونزه د کندهار مشران ګڼي،هغه فکر کوي، چې حقاني شبکه اصلاحات هم راوستلی شي. دا باور د خلیلزاد نږدې ملګري او ځینو رسنیو له خوا پیاوړی کېږي، خو د افغانانو لپاره دا هېڅ فرق نه لري او طالب یو وجود ګڼي. ظالم، ظالم دی، که پر کابل وي که پر کندهار.

که خلیلزاد واقعاً د افغانستان پر راتلونکيباور لري، نو باید خپل نفوذ او لاسرسی نه د طالبانو د ملاتړ لپاره یا د انرژۍ بازار ته د بیا راستنېدو لپاره، بلکې د یوه ملي او ټولګډونه بهیر د رامنځته کولو لپاره وکاروي، هغه بهیر چې طالبان او غیر طالبان د حقونو، استازیتوب او نړیوال اعتبار په چوکاټ کې یو ځای کړي.

افغانستان پټو غونډو، شخصي تړونونو یا سمبولیک نمایشونو ته اړتیا نه لري. زموږ هېواد صداقت ته اړتیا لري او هغو مشرانو ته اړتیا لري چې دا جرات ولري چې ووایي: «موږ تېروتنه وکړه او باید ښه کار وکړو.»

د دې خاورې بیا رغونه ناکام تړنونونه او زړې نل لیکې نه شي کولای. افغانستان هغه وخت بیا جوړېږي چې نارینه او ښځې، طالبان او غیر طالبان یو ځای او په شفافه توګه کار وکړي ترڅو هغه پخواني ټپونه ترمیم او ورغول شي. ځکه تاریخ به دا په حافظه کې ونه ساتي، چې څوک پر حق وو، دا به په یاد ولري، چې چا د بدلون او جوړولو جرات درلود.

د دوحې اوربند به پایښت ولري؟

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
د دوحې اوربند به پایښت ولري؟
100%

تیره اونۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو د ډیورنډ د کرښې د پاسه او دواړو خواوو ته اوسیدونکو ولسونو لپاره خونړۍ وه. د پاکستاني پوځ او د طالبانو د امارت د ځواکونو تر منځ جګړه هغه وخت پیل شوه چې د پاکستان الوتکو په کابل، کندهار او ځینو نورو ځایونو توغندي او بمونه وغورځول.

د پاکستان حکومت ادعا وکړه چې د هغوی دولتي ځواکونو دغه بریدونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پټو ځایونو باندې کړي دي، ځکه چې د دوی د وینا سره سم ټي ټي پي له د دغو ځایونو نه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړوي او بیا یې د عملي کولو لپاره پاکستان ته ننوځي.

د پاکستان او د طالبانو تر منځ دا جنجال نوی نه دی، خو دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې پاکستانی الوتکو په کابل برید کړی دی. سبا یې طالبانو د پاکستان څخه د هوایي بریدونو د غچ اخستلو په موخه په شمال کې د کونړ نه تر جنوب پورې د هلمند او پنځو شپږو نورو ولایتونو نه د ډیورنډ د کرښې بلې خوا ته د پاکستان په پوځي چوکیو او مرکزونو بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل شول.

د دې ځواب کې پاکستان هم په افغانستان کې حملې او هوایي بریدونه وکړل چې د طالبانو ځواکونو ته هم یو شمېر تلفات واوښتل. د چارشنبې په ورځ د قطر، سعودي عرب او ځینې نورو اسلامي هیوادونو په غوښتنه افغانستان او پاکستان د اتلسو ساعتونو لپاره اوربند ومنلو. خو وروسته چې د ټي ټي پي پورې تړلو افرادو په شمالي وزیرستان کې بریدونه وکړل او د پاکستان پوځ یوولس کسان مړه شول، نو د پاکستان پوځ د اوربند د لوظ سرغړونه وکړه او یوځل بیا د پاکستان الوتکو د پکتیکا په ارګون کې هوايي برید وکړ چې د کرکټ د څو لوبغاړو په ګډون ډېر نور ملکي کسان مړه او ژوبل شول.

خو د قطر، ترکیې او نورو اسلامي هیوادونو په هڅو اوربند اتلس ساعته نور تمدید شو، او د شنبې په ورځ ناوخته د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په مشرۍ دواړو خواوو خبرې وکړې. په دې خبرو کې د قطر د ځینو دولتي مقاماتو ترڅنګ د ترکیې د استخباراتو رییس هم ګډون درلود. په پای کې دواړه خواوې په اوربند موافقې شوې او پرېکړه یې وکړه چې د اوربند د دوام او د دواړو هیوادونو د خپلمنځنیو مسایلو د حل لپاره به د یوه میکانیزم جوړولو په موخه بله غونډه د اکتوبر د میاشتې په پنځویشتمه نېټه په ترکیه کې ترسره شي.

اوس سوال دا دی چې ایا د افغانستان او پاکستان تر منځ په دوحه کې شوې اوربند به پایښت ولري او که نه؟ بل دا سوال هم اهمیت لري چې د دواړو هیوادونو تر منځ د موجودو مسایلو د حل امکانات څومره روښانه دي؟

داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت او د طالبانو امارت دواړه د اوربند په مراعاتولو کې جدي دي او په اسانۍ به د اوربند نه سرغړونه ونه کړي، ځکه دواړې خواوې له قطر او ترکیې سره ژور مناسبات لري. که کوم فریق د اوربند د تړون نه سرغړونه وکړي، نو نه یوازې د قطر او ترکیې په وړاندې به ګرم شي، بلکې د ټولې نړۍ سترګې به ورته واوړي.

خو ستونزه په تبلیغاتي جګړه کې ده، کومه چې په اسانۍ نه بندېږي. دواړې خواوې په خواله رسنیو کې د یو بل په ضد ډیرې لافې، شافې او تحریک امیز تبلیغات کوي، چې په واکمنانو فشار زیاتوي او د غیرمعقوله پرېکړو زمینه برابروي.

تر کومه ځایه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د مسایلو د حل خبره ده، نو دا بیا د ناممکن تر حده پورې ګرانه ده. که څه هم د پاکستان او د طالبانو په مناسباتو کې کړکېچونه منځ ته راغلي، خو موږ ټول په دې ښه خبر یو چې د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې اوږد شالید لري. پاکستان په طالبانو ډېره پانګونه کړې، دوی یې ساتلي، روزلي او پاللي دي. له همدې امله په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې پاکستان د طالبانو د دویمې واکمنۍ هرکلی وکړ.

په تېرو دریو کلونو کې پاکستان په پرله پسې توګه ویلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټ ځایونه لري او له هغه ځایه پاکستان ته د پوځ پر ضد بریدونو لپاره ننوځي. طالبان وايي چې ټي ټي پي په دوی پورې اړه نه لري او دا د پاکستان داخلي مساله ده چې باید خپله یې حل کړي.

چا چې د دې مسایلو شالید تعقیب کړی، هغوی پوهېږي چې دواړه خواوې عامه افکارو غولول غواړي او رښتیا نه وايي. اخر دا د ټي ټي پي غړي څوک دي؟ دا د پاکستان تابعیت لرونکي طالبان دي چې شل کاله یا زیات وخت یې په افغانستان کې له طالبانو سره د امریکا او د افغانستان د جمهوریت ځواکونو په ضد جګړه کړې ده. د پاکستان حکومت تر سترګو لاندې دوی د ډیورانډ په کرښې د جګړې لپاره تلل او راتلل، خو پاکستاني پوځ پرې سترګې پټې کړې وې.

په دې برسیره، د دې واقعیت اسناد هم موجود دي چې په کال ۲۰۲۱ کې د عمران خان د لومړي وزارت په دوره کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د ای ایس ای رییس جنرال فیض حمید په ابتکار د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې زرګونه د ټي ټي پي غړي له افغانستان نه راولي او د کورنیو د بیا مېشتولو لپاره یې ملیاردونه کلدارې بودجه هم تخصیص شوې وه.

طالبان چې په ټي ټي پي ځان ناګاره کوي، رښتیا نه وايي، ځکه په کال ۲۰۰۷ کې د ټي ټي پي د جوړېدو نه مخکې دغه پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د واحدې ایډیالوژۍ غړي وو او د یوه امیر نه یې بیعت کړی و. کله چې ټي ټي پي د استخباراتي، جنګي او سیاسي اړتیاوو پر اساس جوړه شوه، نو په ایډیالوژۍ یا د امیر په بیعت کې کوم توپیر رانغی. نو بیا دوی څنګه پردي او د طالبانو له ډسپلین نه بهر کیدای شي؟

خو دا مساله یو نړیوال اړخ هم لري: په پاکستان کې د ټي ټي پي او داعش خراسان د فعالیت په نتیجه کې د چین او پاکستان تر منځ د کال ۲۰۱۴ نه جوړېدونکي تجارتي کاریدور جوړېدل اغیزمن شول، پاکستان په خپل هیواد کې په کار بوخت چینایي کارمندان د ترهګرو د بریدونو نه ونه ژغورلای شول، او د دې تازه جګړې نه وروسته په نږدې راتلونکې کې د چین، پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د درې اړخیزې همکارۍ پروسه هم بنده شوه، چې چین پرې ډېره هڅه کړې وه. نو اوس ځکه پاکستان او طالبان خپله واوره د یوه بل پر بام اچوي، چې د چین د دغه منفي پرمختګ مسوولیت پر بل ورواړوي.